خلیلزاد د افغان سولې په اړه هند ته سفر کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۴مرغومي، ۱۳۹۷ل): هندي رسنۍ وايي، وايي، چې د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزات خاص استازی زلمی خلیلزاد له طالبانو سره د سولې په موضوع هندي چارواکو ته د سپيناوي په موخه هند ته سفر کوي.

له نوي ډيلي خپرېدونکې «ټايمز  اف انډيا» ورځپاڼې ليکلي، که څه هم هند د تروريزم پر ضد جګړه کې د امریکا متحد ملګری دی، خو د سولې په اړه له روانې پروسې اندېښمن دی او د شک په سترګه ورته ګوري.

سيمې ته د زلمي  خلیلزاد د مامويت درې سفرونو پر مهال نوموړی تر اوسه هند ته نه دی تللی.

ښاغلي خلیلزاد تېره اوونۍ په ابوظبۍ کې د طالبانو له استازو سره له ليدو وروسته په کابل  کې د ګډ حکومت چارواکو سره هم د سولې په موضوع خبرې کړې وې او د دغې ناستې جزيات يې ورسره شريک کړي وو.

خلیلزاد په کابل کې رسنيو ته ويلي و، چې د طالبانو ټينګار يوازې د بهرنيو پوځيانو په وتلو و او هغه اوازې يې رد کړې، چې طالبانو او امريکايي ډيپلوماټانو د اوربند او موقت حکومت په اړه خبرې کړي دي.

طالبانو هم د موقت حکومت او اوربند په اړه د غربي رسنيو راپورونه بې بنسټه بللي وو او ټينګار يې کړی و، چې د ابوظبۍ د ناستې محوري ټکي د بهرنيو پوځيانو وتل، د ملکي تلفاتو مخنیوی او د بنديانو ازادېدل وو.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

خلیلزاد هغه لوی څو مخی او ګوډ شیطان او هغه فاحشی ته ورته دی چه وایی [[ ناسته یم له تاسره ، زړه می په کندو کی دی قربان له بیرانه نه شم ]] زه باور لرم چه خلیلزاد او میرمن یی ( برنارد ) د نظم نوین جهانی سره مستقیم غړیتوب لری چه غړیتوب لری نو صلاحیت هم لری ، نظم نوین جهانی د نړیوال حکومت تاسیسونکی نړیوال شاهنشاهی ( د زمکی خدایی ) غواړی اعلان کړی . دا چه هلته او دلته منډی وهی ، هغه ته د سیمی هیوادو پټه ده چه د هند او پاکستان له… نور لوستل »

جميل
میلمه
جميل

بيانزی صاحب اسلام عليکم ورحمته الله ستاسو خبره سمه ده خو زه دا هم وايم چي : په اوسنۍ نړۍ کي په هرهيواد کي چي جګړه شوی دسولې؟ لپاره نړيوالو دهغه هيواد ګاونډيان او لوی قدرتونه دسولې په جريان کي شريک کړي چي دا اوس يو معمول ګرځيلی، دا د دې لپاره چي د همدې هيواد لپاره نوی اشتراکي دولت او حکومت جوړ کړي ، نو اوس هم خليلزاد او نور ډيلپوماټان له همدی لپاره منډي وي ،دا منډي به نوري هم ډيري شي ،خو خبره داده چي دا معمول او رواج هم اوس په افغانستان کي طالبانو ناچله کړی… نور لوستل »