افغانستان

فاریاب؛ طالبانو د ګرزیوان ولسوالۍ امنیه قومندان وژلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۴مرغومي، ۱۳۹۷ل): د فاریاب چارواکي وايي د دې ولایت د ګرزیوان ولسوالۍ امنیه قومندان د طالبانو په برید کې وژل شوی دی.

د فاریاب د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالکریم یورش وايي، قومندان عبدالصمد تېره شپه له خپلو دریو ملګرو سره د طالبانو په مخامخ برید کې ووژل شو.

یورش ویلي جګړه کې لس طالبان هم وژل شوي، خو طالبانو ویلي چې دوی ته کوم تلفات نه دي اوښتي.

طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي قومندان عبدالصمد غلبیانی يې له څلورو ملګرو سره وژلی او دوه نور ژوبل دي.

طالبانو د ولسوالۍ د مرکز اړوند پوستو باندې برید وکړ، چې له ماسپښینه د شپې تر اتو بجو يې دوام وکړ.

دا په داسې حال کې دی، چې وړمه ورځ تخار کې هم د عامه نظم قومندان طاووس له درېیو ملګرو سره د طالبانو په برید کې ووژل شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

په دوی او حتی د امریکا او ناتو به عسکرو می زړه ځکه سوځی چه دوی یی لمړی د فقر او سواد له کچی ښکته کړی ، یعنی د غریبی له امله داسی بی ننګه عسکری کړنو ته لاس اجوی ، نوری مسکلی زده کړی هم نه لری، عسکری کی استخدامیږی ورته ویل کیږی چه تاسی به د خپلی خاوری ،خلکو او خپلواکی څخه د دفاع د پاره جنګیږی ، که دوی په دی پوه شی چه دوی د نورو د حقه حقوقو ( خاوری ، خلکو او خپلواکی ) د غصبولو او وژلو د پاره عسکری کی استخدامیږی که… نور لوستل »

Naim

الملك يبقى مع الكفر و لايبقى مع الظلم. الظلم الطالبانى. لابرى المسلم و لا الكافر. يقتل و يقتل و بعدين يقتل. الاسباب الريسى لكل المظالم و المشاكل هو الطالبان.

غمی،پښتین

بیانزی صاحب ،زما سلامونه د سټی کنډو څخه ومنه.سټی کنډو ډیر تیز شمال لګی ډیر سخت ساړه دی ځکه چه څو کیلو متری کی ګردیز ورسره پروت دی، وایی چه په اوړی کی د ګردیز کوچی لاهور ته تللی وه.نو ګرمی سخت په تنګ کړ.لمر سترګه ته یی خپلی سترګی ور جګی کړی،او لمر یی داسی مخاطب کړ، هی هی هی لمره د ستا ایمان ماته په ګردیز کی معلوم دی، د ستا تبصره د لندن د ښار څخه،یو وار دلته راشه چه ایمان د معلوم شی،مفت سوسیال خوری .او اوس د کرسمس په جشن لګیا یی یوه تبصره د… نور لوستل »

Karwan

غمي خانه، د شمالي ټلوالي له عبدالله ځخه پوښتنه وکړه چه هغه او لنډهغران ئي سوله غواړي او کنه؟ زه به ځواب درکړم، نه هغوي هيځ وخت سوله نه غواړي او هميشه دسولي په لار کي خنډ دي او په جګړه ټينګار کوي. دغه فاشيستان پوهييږي چه جګړه کي دوي دالر تر لاسه کوي او هم په دي جګړه کي د پښتنو مليت وژل کيږي، نو په همدي دليل هغوي سوله نه غواړي او هميشه پرابليم جوړوي. نو اوس ته راته ووايه چه ځنګه د سوله راشي. کاروان

سیلاب

نعیم جان صاحب ! مونږ پوهیږو چه اعصاب مو له لاسه ورکړی په خمازوری به مو کالی پریمنځل دامریکا لنګه غوا بد اموخته کړی شامپو او کریمونه شول ، لندکروزری میکپونه شرابونه او کبابونو تاسی ډیر نازولی کړل . وایی د پردی کټ د نیمو شبو وی اوس چه امریکایان باداران مو د روسانو د برخه لیک سره مخ شوی او طالبانو د الله ج په مرسته مخ کړی ځکه مو طالبانو ته اعصاب خراب دی چه په نعیم جان دوی مو د دآلرو بهیر ودرولو له دی وروسته به شامپو ګانی له کومه کړی نو ځکه بیچاره لیکی چه… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

غمی پشتین صاحب ! مهمه نه ده چه زه جیری اوسیږم ، مهمه دا ده چه زه مثبته او که منفی عقیده لرم ، نړی د شو او بدو خلکو په دوه هیوادو ویشل شوی هر چیری ښه او بد ( حتی د سټو کڼدو کی تهانی صاحب پراتی پخوی ) په اروپا او امریکاکی داسی ښه خلک شته چه تر محمد بن سلمان دیر شرف لری حتی ( که مسلمانان هم نه دی ) او یا په افغانستان کی د ترکی ، کارمل و کرزی او غنی په شان ناوړه او فاسد غلامان شته نه شرمیږی او نه ډاریږی… نور لوستل »

Back to top button
6
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx