پرلپسې شپږ میاشتې ماشوم ته شیدې ورکول د میندو روغتیا غوره کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۴ مرغومې، ۱۳۹۷ل): په معاصر وخت کې ډیر کم موندل کیږي چې میندې دې پرلپسې شپږ میاشتې خپل ماشوم ته د نورو خوړو پرته خپلې شیدې ورکړي.

د اروپا او امریکا پرته اوس په اسیایي هېوادونو کې هم ډیر کم موندل کیږي چې میندې دې خپلو ماشومانو ته خپلې شیدې ورکړي، بلکې ددې پرځای نور خواړه غوره بولي.

دا څو لاملونه لري، میندې فکر کوي چې کوچنی به یې په نورو خوړو صحتمند شي، یا د خپلې روغتیا په اړه فکر کوي چې ماشوم ته ډیره موده شیدې ورکول یې کمزورې کوي، دا او داسې نور چې ټول په یو غلط سوچ روان دي.

نوې څیړنې ښيي چې تر شپږ میاشتو پرلپسې ماشوم ته شیدې ورکول  د میندو پر روغتیا څرګند اغیز کوي، ددوی روغتیا د نورو په پرتله چې کمه موده شیدې ورکوي تر ډیرې اندازې غوره او له ستونز ژغورل شوي وي.

د روغتیا (AJMC) ژورنال کې د ښځو په اړه د خپاره شوي راپور سره سم پوهانو د هغو میندو چې ماشومانو ته یې شیدې ورکولې د هغو سره چې شیدې یې نه ورکولې څيړنه ترسره کړه، پوهانو ددغو معلوماتو ترلاسه کولو لپاره ۱۱ کاله څیړنې وکړې.

پوهانو یو شمېر میندو ته لارښوونه کړې وه چې پرلپسې ۶ میاشتې به خپلو ماشومانو ته د نورو خوړو پرته یوازې خپلې شیدې ورکوي.

یوولس کاله وروسته پوهانو له یادو میندو څخه ازموینه او ددوی روغتیایي معاینه ترسره کړه، دوی دغو میندو کې د چاغوالي اثرات ونه موندل (چې په عام ډول یوه ناروغي بلل کیږي)، همدا ډول ددوی د ملا سایز هم د نورو په پرتله کمه وه، (د ملا سایز زیاتېدل یا غټیدل هم ناروغي ده).

ددوی په پرتله هغه میندې چې له شپږو میاشتو کمه موده ماشومانو ته شیدې ورکړې وې په روغتیا کې يو شمېر ستونزې موندل شوې دي، او که چیرې له دغې مودې هم کمې شیدې ورکړل شي د ماشوم پر روغتیا ښکاره منفي اغیز کوي او د یو شمېر ناروغیو ښکار کیږي.

پوهان زیاتوي چې ماشوم ته په شیدو ورکولو د میندو وینه او په داخلې غړو کې یې د خپریدو ویره تر ډیرې اندازې کمیږي چې په دې سره له یو شمېر روغتیایي ستونزو ژغورل کیږي.

په دینې لحاظه شریعت میندو ته تر ۲ کالو د شیدې ورکولو امر کړی، او دغه موده یو شمېر حکمتونه لري او له بېلا بېلو ناروغیو څخه میندې او کوچنیان ژغوري، چې پوهانو وروسته ثابت کړي دي.

یو شمېر څیړنو ثابته کړې چې ماشوم ته زیاته موده شیدې ورکول په میندو کې د تیو او رحم سرطان، د شکر، د مړینې کچې او داسې نور ستر  ګواښونه کموي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د