افغانستان

ننګرهار: د طالبانو بريدونو کې ۱۸ اربکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۴مرغومي، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار ولايت په بټي کوټ وسله والۍ کې طالبانو د اربکيانو په پوستو بريدونه کړي دي چې په کې اته تنه اربکيان وژل شوي دي او لس نور ټپيان شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي رسنیو ته ویلي دي چې طالبانو تيره شپه د بټي کوټ ولسوالۍ په امبارخانې، لوړتۍ، ګړباوې او لاچپور سيمو کې په اربکيانو بریدونه کړي دي چې په نتيجه کې يې اته تنه اربکيان وژلي او لس نور ټپيان شوي دي.

خوږياڼي وويل چې د تيرې شپې په بريد کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د سيمې اوسېدونکو رسنیو ته ويلي دي چې په سيمه کې بيګا ټوله شپه د اربکيانو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه وه او طالبانو د اربکيانو شپږ پوستې نيولي دي.

د يادونې وړ ده چې په بټي کوټ کې وخت په وخت د طالبانو او اربکيانو ترمنځ نښتې کيږي چې له امله يې دواړو لوريو مرګ ژوبله اوړي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x