نظــر

سوله او خلیل زاد

اسدالله رزین

سوله ارزښت ده چې باید تر لاسه سې، سوله ژوند او سوله د انساني فلسفې د پیژندلو یو بل نوم دی،سوله انساني ځانګړنه ده، خو خوند له هر ژوندي سره کوي. سوله حقیقت اویو نظام دی، سوله لوریدنه ، بری او پرمختګ دی. سوله مینه، خپلوي او درناوی دی. سوله خوشالي،سکون او امن دی. سوله غناء، نیکمرغې، سوله مسلمان د جنت په خیالو کې ساتي. او سوله زموږ د دین برخه ده، خو دا چې څرنګه سوله ، سوله کیدای سې بیا د غور خبره ده. او په کار ده چې د ښیرازي دغه بی بیلګې انعام او پیغام چې د انسان لپاره ده ديویشتمې پیړۍ په بیوزلي او خوږ انسان هم ولورول سې. د سیاست اوایډیالوژې ګانو تر پښو لاندي نه سې.او له خپله مزاجه و نه وزې. سوله پخپله موخه ده نه د په کار چې د موخو په چوپړ کې ستړې سې. ځکه په دغسې حالت کې بیا سوله نه خپل شتون ثابتولی، او نه هم خپل رول ادا کولی سې. سوله ایزې هیلې نیمه خوا کیږې، سولې ته ور کږې او په لاره سترګې هم هغسې له اوښکو ډکې، کږې او په لاره کې پاته کیږې. د سولې له اصالت سره نه بښونکې جفا اعلانیږې. سوله په تورو کې سوله پاته کیږې، تحقق نه سې موندلی. او د خیر لاسونه یی لکه چې وینو یی انسان ته نه ور رسیږي. تاسي د شته نړۍ بد حال او پری لورول سوی بربریت چې مصرفي توکی یی انسان دی در وګوری چې ولې هره روځ په زرو وګړي له لاسه ور کوي او د ژوند له سیمې په ټوله بیرحمي شړل کیږي.

تر شته بربریت ، خو چنګیزي، تاتاري، او بربري، بربریت ښه ؤ. ځکه چې هغه د بربریت تر نامه لاندي بربریت ؤ. روان غربی بربریت د سولې، بشر دوستې، خیر خواهي، مرستو او دموکراسي تر نومونو لاندې بربریت دی چې زاړه بربریتونه موچڼې ور ته سموي، په ګرد پسې یی نه سوای رسیدلی، او په انسان یی له لوږې، زګروې او مرګ پرته نورې ټولې لارې په مینو پوښلي دي.

سوله هسې د یادیدو لپاره نوم نه دی، سوله دانساني ژوند د سمون او تداوم لپاره د کیدو وړ یو منلی حقیقت دی. سوله صفایی او عدالت دی . هر څوک یی لوبغاړی نسي جوړیدای. او که دغسې نه وی ، نو بیا سوله ولې انسان او په ځانګړي ډول مسلمان انسان ته مخ نه وراړوي.

فلسطین ولې هره روځ نوي ، نوي قرباني ور کوي او زلمي خاورو ته سپاري.

د کشمیري میندو، خویندو سترګې ولې هره روځ له اوښکو ډکې وې.

په سوریه کې ګناهکارڅوک، سزا چاته ورکوله کیږي. او ولې د یوه مسلمان قوم په حیث اجتماعي مرګ ته شیبې شمیرې.

په یمن، عراق، مصر او ټوله مسلمانه نړۍ کې مجرمین څوک دي ، په وینو کې څوک رغړي، له خوار ځواکي د چا ماشومان مري. او بند یخانې په چا ډکې دي.

د روهینګیا د مسلمانو پیغلو او ناویوعزتونه ولې او څوک لوټوي، او د خدای په لویه ځمکه یی څوک ولې سیب ته نه پریږدي.

مزي ولې هره روځ ډنګر خوري ، او لوی ولې واړه په لغتو او ښکرو وهي.

چیرته دي هغه د سولې او بشردوستې ډنډوره چیان .

دا ټولې هغه ناحوالې او ناروا وې دي چې انسان یی په انسان تر ښایسته سر لیکونو لاندي سر ته رسوي.

دا د یویشتمې پیړۍ د وحشت بد ماشان ، سرداران ، واکداران او کلیسا ده چې په انسان یی زړه نه در دیږي، او سوله سولې ته نه پریږدې. له دې کبله چې بیا یی زور او زر کوټه کیږي او واک او ځواک یی د جنون مظاهره نه سوای کولی. دوی انسان یرغمل کړی، او د بنده په بندګې کې یی ساتي. دوی د فرعوني دعوه کړې او ترهغې پولې یی رسولې چې نور باید مهالي موسی را پیدا سې. ترڅو د خمکې مخ بیا له فرعوني ککړتیا پاک او وژغوري. د افسوس خبره ، خو لا داده چې مهالي فرعونیان هم په جهالت کې دومره غرق دي لکه پلار فرعون چې د موسی له پیدا کیدو او د فرعوني تخت او تاج او زور زیاتې نظام د را نړیدو هیڅ اندیښنه نه لري.

څلویښت کاله کیږي چې ګران افغانستان د شرقي او غربي کفر د کفري هیلو تر میچنو لاندې سرویل کیږي. د بی ګناه وینو تویولو لندارې ، د سولې تر سرلیک لاندي هر سهار او ماښام د تلویزیوني شیشو او نورو رسنیو له لارې په ټوله څلور بولیزه بڼه کې خپریږي ، خو په ډیره افسوس سره چې په نړۍ وال ضمیرکې هم د انساني تړاو وینه خوسا سوې او د وینې په څیر غبرګون نه سې ښودلی.

هره روخ په ودو او هدیرو باندي د خپلو وژونکو سلاوو ازموینې تر سره کوي. پته دې نه وي پاته چې عنوان یی بیا هم سوله او دمو کراسي وي.

دوی په دی ټولو څلویښتو کلونو کې خصوصا چې کله به فشار پری ډیر سو همدغه د سولې پاک نوم به یی په یو ډول بل ډول سرلیک کاوو، خو له بده مرغه دغه د نه سولې په ترانه کې ستي ولس ترنن روځې پورې نه د سولې مخ ولید، او نه یی د سولې د خوند څکه وکړه .

د سولې چنجو زموږ ولس ناهیلی هم نه پریښود، له دی بیرې چې مورچلې بیا د تکبیر په نارو کې ونه ټالیږي.

دغه ده څلویښتو تیرو کلونو ته په کتو سره چې د جهاد په نتیجه کې د فشار کچه دومره اوچته سوه چې ددوی فشارونه یی ور ګډ وډ کړل او هسې په پروتو لغتې وهې بیا یی د سولې غبرګ ډولونه غاړې ته اچولي. او زموږ په غمیزه کې د دښمن پڅه چاړه او د غمیزې د اوږدیدو مکار لوبغاړی خلیل زاد یی چې دهمدغسي خیانت او نمک حرامي لپاره یی د بیروت په امریکایی پوهنتون کې روزلی وو د مرکچي په صفت ددی داړل سوي ولس د بیا داړلو لپاره غوره کړی ترڅو ددوی دا اوږده، امریکایی سر او مال خوړونکي او بایللې جګړه بیرته د سولې تر نامه لاندي وګټي. نمائیشي ټاکنې وسي، د ارګ مزدورې ادارې او د نړیوال کفرلومې دموکراسي ته څه ناڅه وجاهت حاصل سي.

د کره او ښکاره دلایلو له مخې خلیل زاد سولې ته اهل او ژمن نسی ثابتیدای:

۱- له اسلام او مسلمان سره د مسیحي نړۍ بی دلیله دښمني چې هیڅ تاریخي او حالي مجوز نه لري. او کیدای سي چې د یوې ماهرانه توشې په پایله کې دې را منځ ته سوې وي. ددی سبب وګرزیده چې پروتستان چې پخپله هم د دغه ډول توشې پایله دي. د مسلمانې نړۍ د تخریب او تد میر لپاره نور هم مخ ته ولاړل او په اسلامي نړۍ کې یی د امریکایی بوهنتونونو پیلامه په (۱۸۶۵)کال کې له بیروته وکړه. او وروسته یی بیا په ترکیه او مصر کې یاده تدمیرې لړۍ په پښو و دروله. ترڅو یی په (۲۰۰۳)کال په کابل کې هم د یادې فتنې د تاسیس ډبره کله چې کرزي په ارګ کې د غلامي شپې سبا کولئ کیښوده.

زما د معلوماتو له مخې یاد پوهنتونونه دری عمده موخې مخ ته بیایی:

۱- د مسیحیت یا سیکولریزم دودول.

۲- مغز مینځنه یعنې د مسلمان له دماغه د ایمان نور ایستل، او یا صابون په چټلي پریمنځل.

۳- د اسلامي نړۍ ادارې نظام ته پرسونل یا د تباهي اشرباني جمتو کول.

لکه چې وینو یی د همدغو مفسدینو د فساد په نتیجه کې اسلامي نړۍ د توپ خولې تړلې ده. خکه چې ډیری چارواکې یی په یو ډول د یادوفساد تونونو روزلي اواستاذي دي.

اشرف غني او خلیل زاد په موږ باندې د بیروت د لومړني امریکایی پوهنتون یا فساد تون لوریدنې دي.

دوی وایی : په یادو پوهنتونونو کې په ډیره لوړه کچه پراخې عصري زدکړې او د زدکړو اسانتیاوې میسرې دې. او ډیره یی لکه متفکر، خلیل زاد او نور لوړو لوړو چوکیو ته هم رسیدلي ، خو په فکري لحاظ لا اوس هم د ماشوم والي شپې او روځې تیروې.

د غربي ښوونکو په ښوونیز چاپیریال کې اوسي، له آزاد فکر او تخلیقي صلاحیتونو بی برخې دي، د خپلو ولسونو له مزاجه نه دي خبر. د غرب له سبا چې یقینا د تباهی کندې ته د ور لویدو په شیبو کې دي، د ایمان او معنویت تنده یی ځوروي. هیڅ معلومات نه لري. او لګیا دي (ټرمپ) غوندې ظالم او جاهل انسان ته تندي لګوي.

۲- خلیل زاد د امریکا تر ټولو مهمې څیړنیزې ادارې (رینول کار پوریشن) چې د اسلامي نړۍ په سیاسي، آجتماعي، د فاعي او استراژیکي چارو کې پالیسې جوړوې. او مشره یی یهوده او د خلیل زاد ماندینه ده.

هغوی وایی چې: امریکا، صنعتي نړۍ او بین المللي ټولنه دارنګه اسلام غواړي چې د نړۍ له کفري نظامونو سره په لار ولاړسي په دی معنی چې هغه باید دموکراتیک، مترقي او اصلاح سوی اسلام وي، نړیوال اخلاق او قوانین ومنلی سي. یعنی امریکایی اسلام.

دا هغه ته ورته وړاندیز د ه کوم چې به د مکې سردارانو نبي کریم(ص) ته کاؤ. او نن یی امریکا په مسلمانانو د منلو لپاره میدان ته را وتلې ده. په یو ډول غړی هم دی، نو خلیل زاد په هیڅ ډول سوله د سولې د فلسفې له مخه سوله نسې منلی. هغه خامخا سوله بادار ته په دره ناوي او خپل روزنیز فساد تون ته په کتو سره سوله پیژني. او انسانیت غواړي سولې ته حتی ور ګوري هم نه .

۳-هر چاته یو ډول جوته ده چې زړور، پتمن، پیاوړي، هوښیار، با احساسه او تعلیم یافته خلک هیڅ کله د قوم، هیواد، فرهنګ او دین بدلولو سپین سترګي نه خوښوي او نه یی هم کوي. ځکه هغوی پوهیږي چې که د ترقي مقصد هم وي هغه په کافرتوب، امریکایی توب یا کوم بل توب پوري نه دی خاص، بلکې هغه په علومو کې ده. او علوم د چا په ملکیت کې نه راځې. هغه د ټول انسانیت شریکه هستې ده، نو څرنګه چې خلیل زاد د یادو جرمونو مرتکب ګرزیدلی دی. ځکه نو د سولې د راوستلو وړتیا پکې نسته، او نه هم مصلح کیدای سي. بلکې تر خلیل زاد یو اصیل امریکایی ددی کار لپاره مناسب دی.

۴- خلیل زاد چې اوس امریکایی سوی. او خپلې ټولې ویاړنې او لاس ته راوړنې د امریکا په لمن کې ور تویوي. او امریکا په افغان لانجه کې یو ثابت او په غمیزه کې حاضر، بلکې په خپله غمیزه او سوله دښمن دی. او دغه دی دا اوس، اوس هم له ځمکې، هوا او لري سمندرونو زموږ خالي لاس او بی ګناه ولس په قهرجنو او زهرجنو ډول، ډول راکیټونو او بمونو ولي، نو څوک چې د لانجې لوری ثابت وي هغه بیا مصلح کیدای نه سوای.

او د خلیل زاد لپاره ،خو د شرم خبره ده چې په افغاني لانجه کې د امریکایی په نامه د را وړاندې کیدو جسارت کوي.

دلته سوله هیڅ کار نه غواړې ، د لته سوله دومره اوږده سفرونو او لګښتونو ته اړتیا نه لري، دلته سوله دغه ده چې ستاسي تر ټول انسانیت منفوري امریکایی او د نیټو لښکري دي ژر تر ژره زموږ له ګران هیواده ووزي. ځکه چې ستاسي شړل زموږ شرعي تکلیف دی.

موږ څه نه درته وایو، موږ به مو امنیت ونیسو.

زموږ امنیت په سمټي دیوالو، شوبلو، چورلکو او بلیک واټر کې نه دی. په موږ کې اطاعت تقوا دی. کیدای سې چې امیر المؤمنین مو د وتلو د مهال فرمان صادر کړي. چې بی خنډه به مکمل او تر ټینګو ټینګ امنیت در ته حاصل سې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سیلاب

لکه څرنګه چه دروند ورور مجاهد صاحب لیکلی ، خلیلزاد ګود شیطان او د نظم نوین جهانی غړیتوب لری . طالب مجاهدو ورونو ته زما توصیه دا ده چه د ګوډ شیطان ټول حرکات اوسکنات باید له پوره څارنی لاندی وساتی داسی نه چه خدای ناخواسته د معتصم اغاخان یا رسول په شان ځينی طالبان راځخه بی لیاری نه کړی او لا د هغو بی لیارو شوو په واسطه طالبانو ته لویه صدمه خدای ناخواسته ورسوی . نظم نوین جهانی چه په راست کی یی یهودان قرار لری د زمکی دخدای دعوی د پاره له خپله عزمه نه اوړی به… نور لوستل »

غمی،پښتین

میری کرسمس،هیپی نیو ییر.

غمی،پښتین

ځینی لیکنی خو هسی د وخت ضایع کیدل دی،هیڅ سړی نه پوهیږی چه د دی لیکنی معنی څه شی ده؟

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x