د کابل پرونی برید د چا لخوا او د څه لپاره ؟!

نن ټکی اسيا سرلیکنه 

تیره ورځ یوځل بیا کابل ښار د یوه خونړي برید شاهد و .

د رسنیو د ورکړل شویو معلوماتو له مخې تر اوسه پوري په دې برید کې ۴۳ تنو وژل شوي او لس تنه یې مرګوني ټپیان دي چې ښايي د وژل شویو شمیر نورهم ور سره لوړ شي.

له بده مرغه چې د برید ټول قربانیان بیاهم ولسي وګړي دي.

دا برید په داسې حال کې تر سره کیږي چې تر بل هر وخت زیات د سولې په اړه نمایشي هلو ځلو زور اخیستی دی ، ګډ حکومت د سولې د عالي شورا ترڅنګ د سولې مشورتي بورډ ټاکلی او هیواد ته د سولې په تړاو د بهرنیو دیپلوماتانو د تګ راتګ لړۍ تونده شوې ده.

سره له دې چې یاد برید ۱۰ ساعته وخت در بر نیولی او د برید ګرو د له منځه وړلو لپاره یې آن له پوځي څرخکو څخه کار اخیستل شوی خو بیا هم تر دې لحظې پوري نه د بریدګرو هویت معلوم دی او نه یې هم کوم جهت د ترسره کولو مسؤلیت پر ځان منلی دی.

د ګډ حکومت چارواکو چې پخوا به یې معمولا د دغه ډول بریدونو ترسره کولو پړه د هغه له ترسره کیدو سره سمدستي پر معلومو جهتونو ور اچوله خو د پروني برید له تر سره کیدو څخه چې اوس ۲۴ ساعته تیریږي لا يي هم د برید ګرو په هویت معلومولو کې چوپتیا غوره کړې.

دا ښايي یواځې د افغانستان د جګړې اختصاص وي چې د هغې د پایته رسولو لپاره هم د نامعلومو جګړه مارو لخوا جګړه وشي ، وینې وبهول شي او وحشت خپور شي.

که دا خبره نه وي نو د کابل ښار په زړه ، د دفاع وزارت او ارګ په خوله کې د مبهمو جګړه مارو لس ساعته برید بل څه تعبیر لري؟!

له افغانستان څخه د ۷۰۰۰ امریکايي ځواکونو د ایستلو په اړه د ټرمپ له وروستي تصمیم سره هم مهال په کابل کې د دفاع وزارت ترڅنګ د غسي جګړه ییز مانور تر سره کول خپل زماني او مکاني مدلولات لري چې تقریبا د ولس د هر وګړی ښه سر ورباندې خلاص دی.

وبه ګورو چې مزعومې سولې ته د رسیدا په لاره کې به لا نور څومره بیوزله افغانان په دغسي بیغوري او بيدردي سره د ځان په وینو ولمبول شي …

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
3 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

ددې ډول خونړی حملو او هری حملې چه په هغې کی بېګناه انسان وژل کیږی د شیطان د زوی عمل دی، آمر ئې د شیطان زوی دی، عامل ئې د شیطان زوی دی،تمویل کوونکی ئې د شیطان زوی دی او تائید کوونکی ئې د شیطان زوی دی، ټول قاتلین ددې شعار مشمول دی، که ناټو وی که دولت وی او که وسله وال مخالفین ( طالب، القاعده،داعش او نور ###) وی.

جميل
میلمه
جميل

حضرت صيب د هرچا زړه په ولسي مرګژوبلې درديږي.
خو تاسو ټولوته بد ويلي، هغو ته چي له کولو يې انکارهم کړی پر بد ويلو سربيره دی ښکنځل هم ورته کړي چي دا زما په اند انصاف ندی .

مجاهد
میلمه
مجاهد

غ حضرت صاحب ، جنګ کی دواړه اړخونه یو اړخ نه وی هره پیښه چه رامنځټه کیږی یو اړخ یا یی بل اړخ ترسره کوی زمونږ په هیواد کی اشغلګر یو او طالبان بل اړخ دی ، طالبان دروغ نه وایی د خدایی لشکر دی هغوی چه کوم کار وکړی سمدلاسه یی مسولیت اخلی حتی که کوچنی برید هم وی ، دا برید د امریکایانو د وتلو په غبرګون او د امریکایانو د پاتی کیدو د پاره غنی په داعشیانو ترسره کړی هڅه یی دا ده چه طالبان ته یی منصوب او د سولی اوسنی پروۍه سبوتاژ او امریکایان پاتی… نور لوستل »

غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

…………………………………………ولس غږ………………………………………………….
بریدونه را باندی کیږی………………………قتل می کړی قاتل می نه معلومیږی
الوزول سوزول کیږم په باروتو……………تکه تکه پوخ کباب کیږم په باروتو
نه می ګور نه می کفن معلومیږی………….نه اهه نه می فغان اوردیده کیږی
نه په خیټه نه په سوله باندی موړشوم…………..خدایه پاکه سوالونه می نه قبلیږی
سره سپینه می خور ناسته وه په کور…………..اوس ده بی کوره پرده یی نه ساتله کیږی
ځان بولم مسلمان په پښتو کوم غرور…………….ډاریږمه دا دواړه را نه ورکیږی

………………………………غمی .پښتین .سټی کنډو پکتیا ګردیز