افغانستان

جوزجان: دوو پوليسو خپل شپږ ملګري وژلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۴مرغومي، ۱۳۹۷ل): سیمه ایز چارواکي وایی، د یاد ولایت فیض آباد ولسوالۍ اړوند یوه امنیتي پوسته کې دوو تنو پوليسو خپل ملګري وژلي او له وسلو سره طالبانو ته ورغلي دي.

د جوزجان ولایت د امنيت امر کمال الدين یاور وايي، پېښه تېره ورځ د يادې ولسوالۍ اړوند د شبرغان – مزارشريف د لويې لارې پرسر پوسته کې رامنځته شوې.

نوموړی وايي، بريدګرو پوليسو له ځان سره يو هاموي ټانګ، د پوستې ټولې وسلې او مهمات له ځان سره وړي او طالبانو ته ورغلي دي.

د یاور په وینا، دغه پوسته د عامه نظم د کنډک مربوط وه چې له تښتیدلو بریدګرو پرته شپږ تنه سرتيري پکښي اوسیدل.

یاور وایی، چې په بریدګرو کې یو د پوستې اشپز او یو سرتیری و، چې له وسلو او هاموي ټانګ سره یوځای په ټیښته بریالي شوي دي.

بل خوا طالبانو که څه هم د دغي پیښې په اړه یې نن ټکي اسیا نظر نه دی ترلاسه کړی، خو تر دې وړاندي هغوی همیشه په خپلو اعلاميو کې څرګنده کړي، چې د افغان پوځ په ليکو کې يې لسګونه نفوذي کسان ځای پرځای کړي چې د موقع په موندلو سره به پر افغان او بهرنيو ځواکونو وسله وال بريدونه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x