افغانستان

طالبان: د کابل پرونی بريد د دوی کار نه دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۴مرغومي، ۱۳۹۷ل): د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد پرخپله رسمي ټويټر پاڼه په یو پیغام کې په لنډو ټکو ليکلي: ” کابل کې د پرون ورځې برید د اسلامي امارت په مجاهدینو پورې هیڅ اړه نه لري.»

پرون دوشنبه، کابل کې د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت پر معينت له درنې چاودني وروسته وسلوال برید وشو چې د چارواکو په وینا د پولیسو په شمول پکې تر 30 زیات کسان مړه او 21 تنه نور ژوبل دي.

چارواکي وایي چې پس له څو ساعتونو یې بریدګر وژلي او ډېری کسان یې ژوندي ژغورلي.

طالبانو پکي خپل هر ډول لاس لرل رد کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
لونګ

جی د دوی کار ندی نو د چا کار دی؟ که دوی وایی دا کار د داعش ده، نو داعش له کومی ویالی نه وبو څښی؟ اکثرآ په داعش پاکستانی اورکزی دي، پنجابیان دی او همداسی طالبانو سره. هغه معلومات چی ما تر لاسه کړی، پدی برید کی حتی د وړکتون ماشومان هم ذبح شوی دی. بیانو ستاسو او دحکومتی لاسپوڅو فرق په څه کی دي؟ هغوی هم د بمبارد په وسیله په کلیو او بانډو کی ملکیان او ماشومان وژنی او دغه ده تاسو هم خپل قصد واخیست. اورسته بیا وار د حکومت دی. فایده مو څه وکړه؟ کوم… نور لوستل »

بسم الله

طالبان د الله ج فرشتی او تاسی د دجال فرشتی یاست ، د دجال فرشتو ته دروغ ، غلا او درغلی هنر دی طالبانو ته ګناه او بی مروتی ده دغه برید ستاسی د بلیک واتر چه افغانستان کی یی ګلبدین مشری په غاړه لری ترسره کړی د دی د پاره چه امریکا وډاروی چه له افغانستان عسکر ونه باسی او ستاسی د ډالرو بهیر ونه دریږی

Karwan

لونګه، ته ډير بيعقل انسان ئي! کاروان

غوربندي

طالبانو ته د يوه موجه، مسوول او مطرح جهت په توګه دا کافي نه ده چې په دا ډول بريدونو کې يوازې د لاس نه لرلو مختصر اظهارات وکړي.

دوی بايد کافي پلټنې وکړي او په پورته ډول بريدونو کې ښکېل جهات په ګوته او بربنډ کړي په تېره بيا هغه بريدونه چې طرز د انجام يې د مجاهدينو سرتېرو بريدونو ته ورته وي.

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x