شعـــــرونه

غزل/ محمد عليم بسمل

محمد عليم بسمل

کومه تياره مې چې پکار وه نو هغه تيره وه
خداى زه په داسې وخت کې ستورى کړم چې شپه تيره وه

ماته يو ښکلى په خندا شو خو ما سخت وژړل
په دې افسوس چې مې د مينې زمانه تيره وه

ځواني نشه ده خو ما خوند له دې نشې وانخست
زه چې ترڅو پرې خبريدمه نو نشه تيره وه

چيرته دا ستا خمارې سترګې چيرته موږ غريبان
بس نو د خداى به همدغسې اراده تيره وه

د خط په ګرد کې بسمل ځکه خپل زړګى لټاوه
په دغه لاره ستا د حسن قافله تيره وه

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close