د کرېکټ نړیواله «ټرافي» سبا کابل ته راوړل کیږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۴ مرغومې، ۱۳۹۷ل): ټاکل شوې ده چې د ۲۰۱۹م کال یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام (ټرافي) سبا چهارشنبه کابل ته راوړل کیږي، چې د یو لړ مراسم پرمخ به نندارې ته وړاندې شي.

دغه ټرافي تېر وار هم په ۲۰۱۴م کال کې افغانستان ته راوړل شوې وه چې د یو لړ مراسمو او نندارې ته وړاندې کولو وروسته بیرته استرالیا ته ستنه شوه، د ۲۰۱۵م نړیوال جام کوربه لوبډلې استرالیا ګټلی و.

د افغانستان کرېکټ لخوا په خپاره شوي خبر کې ویل شوي چې دغه ټرافي به سبا د چهارشنبې په ورځ افغانستان ته راورسیږي او تر جمعې ورځې پورې به څلورو ولایتونو کې د خلکو ترمخ نندارې ته وړاندې شي.

دغه ټرافي به لومړی کابل ته راوړل کیږي، چې له هغې ځایه به بامیان، بیا هرات، بیا کندهار او بیرته کابل ته راستنه شي چې له دې ځایه به انګلستان ته واستول شي.

د کرېکټ ټرافي له نړیوال جام وړاندې د یو شمېر هېوادونو په بېلابېلو سیمو کې نندارې ته وړاندې کیږي، دا به دویم وار وي چې افغانستان هېواد د یاد جام کوربه توب کوي.

د کرېکټ یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام به د راتلونکې کال مۍ میاشتې په ۳۰مه نېټه په انګلستان او ویلز هېوادونو کې پېلیږي، او د لس لوبډلو په ګډون به د جولایي میاشتې په ۱۴مې نېټې پای ته ورسیږي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
میلمه
میلمه
میلمه

له ټرافي یی نعوذوباالله، د الله استازی جوړ کړی، خدايه د اخیری زماني مسلمانانو ته خیر کړي، کاشکي ټولو ته دا مالومه واي چي یهودان په ورزش څومره کارکوي او د ورزش لپاره جلا خدای لری چي د ورزش خدای يي بولی. کنه دا دوه ګوتي شی او دومره خبري نو څه مانا