افغانستان

کندهار ښار کې دوو چاودنو ۷ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۴مرغومي، ۱۳۹۷ل): کندهار ښار په پنځمه او يوولسمه حوزه کې دوو چاودنو شپږ تنه وژلي او يو بل ټپي کړی دی.

د کندهار د والي وياند عزيز احمد عزيزي وايي چې لومړۍ چاودنه نن مازديګر د کندهار ښار د يوولسمې حوزې اړوند د عينو مينې او کابل اډې سيمې ترمنځ د بړيڅانو کلي ته څېرمه وشوه چې پنځه تنه په کې ووژل شول.

دوهمه چاودنه مازديګر ناوخته د کندهار ښار په پنځمه حوزه کې د جمهوريت څلي ته څېرمه د ولسي جرګې د يو نوماند وکيل منور احمد واحدي په موټر وشوه چې له امله يې موټر چلونکی وژل شوی او ساتونکی يې ټپي دی.

سيمه ييز خبريالان وايي چې له پيښې وروسته سيمه د امنيتي ځواکونو له لوري کلابنده شوې ده.

تر اوسه کومې ډلې ددې چاودنو مسؤليت نه دی اخيستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x