شعـــــرونه

د پارلمان په اړه د عزت الله ځواب نوی غزل

عزت الله ځواب

خره به کامياب شي، که غوايان به پارلمان ته لاړ شي؟
په ځناورو کې مشران به پارلمان ته لاړ شي!

ديموکراسي ده د سياف ټيز پورې څوک نه خاندي!
د ګلببو انډيوالان به پارلمان ته لاړ شي!

په ولسي جرګه کې ښه – ښه وکيلان هم شته دی
دا بشر دوسته رمضان به پارلمان ته لاړ شي!

څو ساتل شوې جنکۍ به تماشې جوړې کړي!
څو ساتل شوي هلکان به پارلمان ته لاړ شي!

زما د کلي ملک رايي هم په زور واخېستې!
جانانه ستا د کلي خان به پارلمان ته لاړ شي!

د کابل ښار کې به پوليسو سره لاس واچوي!
د لنډه غر باډيګارډان به پارلمان ته لاړ شي!

په بوتلونو به يو بل وولي؛ شور به جوړ کړي!
احساساتي غوندې ځوانان به پارلمان ته لاړ شي

د انجوګانو والا هاغومره پيسې نه لري!
د شرکتونو خاوندان به پارلمان ته لاړ شي!

په پلوونو، چلوونو به څټونه وکړي!
پيپسي به وڅښي ملايان به پارلمان ته لاړ شي!

قانون به پاس کړي د باور رايه به هم واخلي!
دوه تابيعته وزيران به پارلمان ته لاړ شي!

فيلمرغان هم په پارلمان کې يو استازی غواړي!
واړه چورګړي او چرګان به پارلمان ته لاړ شي

چې تا ته مينه درکوي د چلم غم دې کوي!
ځوابه دغسې ياران به پارلمان ته لاړ شي!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ګلاجان کوچی

ښکنځلو ته د غزل نوم مه ورکوئ.

غوربندي

ياره شاعره د ځناورو په حق کې مو ډېر زياتی کړی، خداي تعالي ﷻ دې بښنه درته وکړي.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x