افغانستانخبرونه

ولمسشریزو ټاکنو ته د نوم لیکنې موده غځول کېږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۴مرغومي، ۱۳۹۷ل): د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي«د ټاکنو د ښه مدیریت او ددې لپاره چې د ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو ته د سلا مشورو زمینه برابره کړل شوې وي، امکان لري ولسمشریزو ټاکنو ته د نوم لیکنې موده وغځول شي».
ددې کمیسیون ویاند عبدالعزیز ابراهیمي له رسنیو په خبرو کې وویل چې «د نوم لیکنې د مودې د تمدید په اړه یې له سیاسي ګوندونو او ښکیلو اړخونو سره سلا مشورې روانې دي او ددې اونۍ تر پایه به وروستی تصمیم ونیول شي».
یاده دې وي چې تر دې وړاندې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د جدې لومړۍ نيته د نوم لیکنې د پیل ورځ ښودلې وه خو ددې وزارت د ویاند په وینا تر اوسه«۴۰» احتمالي نوماندانو د ټاکنو معلوماتې بستې ترلاسه کړې خو په رسمي ډول تر اوسه چا خپل نوم ندی ثبت کړی.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون داسې مهال ټاکنو ته د نوملیکنې د مودې د تمدید خبر ورکوي چې، یاد کمیسیون لا تر اوسه ندی توانیدلی څو د ولسې جرګې د ټاکنو بشپړې پایلې اعلان کړي.
سیاسي ګوندونه هم د ټاکنو خپلواک کمیسیون په پراخ فساد تورنوی او په وینا یې د ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کولو وړتیا نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x