افغانستانخبرونه

پاکستاني رسنۍ: د کندهار په ننۍ پېښه کې د بلوڅ بېلتونپالو د ګوند مشر وژل شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۴مرغومی، ۱۳۹۷ل): پاکستاني رسنۍ وايي، د کندهار په نني برید کې د بلوڅ بیلتونپالو د ګوند «بی ایل اې» مشر «اسلم اچهو» له خپلو څو ملګرو سره وژل شوی.

راپور زیاتوي «اسلم اچهو په کراچي کې د چین په قونسلګرۍ د برید اصلي طراح وو او له افغانستان څخه یې د پاکستان ضد شبکې مشري کوله چې، نن ماځیګر د کندهار د یوولسمې حوزې اړوند عینو مېنه کې په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو».

د راپور په حواله په دې برید کې له نوموړي سره د «بي ایل اې» ګوند د مشهورو قوماندانانو تاجو مري او اسلم مري په ګډون د هغه څلور ساتونکي هم وژل شوي. .

یاده دې وي چې، کابو اتلس میاشتې وړاندې د پاکستان په سبۍ ښار کې د پاکستاني ځواکونو او بلوڅ بېلتونپالو تر منځ جګړه کې  له سیمې څخه په ټپي حالت کې د اسلم اچهو د تېښتې خبرونه خپاره شول، کله چې د نومبر په میاشت کې د کراچۍ په ښار کې د چین قونسلګری باندې درې نفرو سرتیری برید وکړ، د پاکستان استخباراتو دعوه وکړه چې د برید اصلي طراح اسلم اچهو دی چې اوس د هند په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

هماغه وخت په رسنیو باندې اسلم اچهو ته منسوب یو انځور هم خپور شو چې په یوه روغتون کې اخستل شوی وو، پاکستاني رسنیو د چارواکو له خولې وویل چې انځور د اسلم اچهو دی چې اوس مهال د هندوستان په «میکس» روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

استاد اسلم بلوچ پاکستاني حکومت ته د مطلوبو کسانو له ډلې څخه وو چې د بلوچستان حکومت يې په سر «۵» میلیونه ډالر انعام هم اېښی وو، دنوموړي په وژل کېدو پاکستانی چارواکو خوښي ښودلې او دا یې د پاکستان لپاره لویه بریا بللې، سرفراز بګټی چې د بلوچستان ایالت د قومي اسامبلۍ غړی دی په خپل ټویټر لیکلي «د قائد اعظم د زیږیدو په ورځ پاکستانیانو ته بل د خوښی خبر دادی چې اسلم اچهو په افغانستان کې وژل شوی».

د پاکستاني رسنیو دې غبرګونونو ته تر اوسه افغان چارواکو کوم غبرګون نه دی ښودلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی،پښتین

د اسراییلو جاسوس له نظره چه نوم یی پټ ساتل شوی دی،په انتېرنېت کی لیکلی چه ،دافغانستان د سوله په باره کی پټی سودا ګانی راوانی دی،
د جنرال رازاق،ملا منان ،ملا سمیع الحق،ملا پیر اغا .جنرال قهرمان.لوخړه کیدل او فعلا دا بلوچان لوخړه کیدل ټول مستقیما په سوله پوره اړه لری.
او ډیر زر به د طالیب څو مشران چه سوله نه منی په پاکستان کی لوخړه شی.
د اسراییلی جاسوس په وینا سوله به راځی.خو چه کوم مشر سوله نه منی هغه لوخړه کیږی
د اسراییلی جاسوس خبره کټ مټ ترجمه.غمی سټی کنډو

لونګ

یعنی چی دا برید داسو کړی لکه هغه نور بریدونه. الله مو په خپل غضب ککړه پتجابیانو.

غوربندي

اوس يې ګز کړی

د افغانانو په بې سرپوښه وطن کې
بلوڅ بېلتونپال مشر
د پاکستان لخوا
په
ځانمرګي بريد کې
له منځه ځي

خدايه خير

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x