افغانستانخبرونه

شینواري:د ولسي جرګې د ټاکنو پایلې ورته د منلو وړ نه دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۵مرغومی، ۱۳۹۷ل):د ننګرهار د ولسې جرګې د ټاکنو د لومړیو پایلو تر اعلان وروسته، د شینوارو قوم ځوانان او مخور په جلال اباد کې راغونډ شوي او وايي «د ولسي جرګې د ټاکنو پایلې ورته د منلو وړ نه دي ځکه ددوی ورکړل شوې رایي، ددې په ځای چې ددوی د خوشې وړ کاندید ته ولیکل شي، په نورو نوماندانو پسې رسول شوې».

دوی وايي «زموږ خلګو خطر ومانه او رایه یې ورکړه؛ خو په دې دومره ستر نفوس کې له شپږو ولسوالیو څخه د شینوارو هیڅ نوماند نه دی بریالي شوی».

دشینوارو قوم دې مخورو ګواښ وکړ که یې غږ وانه وریدل شي او د ټاکنو په لومړنیو پایلو بیا غور ونشي له دولت سره به پریکون اعلان کړي او په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې به ګډون ونکړي.

یاده دې وې چې د ننګرهار ولایت د ټاکنو د لومړیو پایلو اعلان په ټولنیزو رسنیو هم پراخ غبرګونونه راوپارول، ننګرهاریان په دې اند دي چې په ټاکنو کې درغلي شوې او وړ کسان نه دي بریالي شوي.

عبدالبصیر سباوون یو له همدې نوماندانو څخه دی. چې په وینا یې بریالی وو خو د ټاکنو د کمېسیون له لوري ناکام اعلان شوی.

نوموړي پرون یوې خبرې ناستې ته د رایو اسناد وښودل او ویې ویل چې «کره ثبوتونه لري چې په رایو کې لاسوهنه شوې،  یو شمېر ناکام نوماندان بریالي اعلان شوي او د یو شمېر نورو بیا رایې ترې تم دي».

د ننګرهار د ټاکنیزو شکایاتو د کمیسیون مشر«شکیب کامجو» هم مني چې خلګ د پایلو له اعلان څخه راضي نه دي ، نوموړی وايي دومره ډیر شکایتونه ورته رسیدلي چې په اساس یې کیدلای شي یو شمېر ښځينه او نارینه نوماندان چې لومړی ځل بریالي اعلان شوي وو دا ځل ناکام اعلان شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x