چين او پاکستان په افغانستان کې په نوو بدلونونو غږېدلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۵مرغومی، ۱۳۹۷ل): امريکايي چارواکو ويلي، چې ولسمشر  ډونلډ ټرمپ په شفاهي توګه خپلو پوځيانو ته امر  کړی، چې خپل اووه زره سرتيري له افغانستانه وباسي، خو سپينې ماڼۍ او پنټاګون تر اوسه  په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

رويټرز خبري اژانس ليکلي، چين او پاکستان افغانستان کې  د نوو بدلونونو په اړه ځانګړې خبرې کړي دي.

چين په سيمه کې د پاکستان سياسي  او اقتصادي اتحادي دی او په  پاکستان کې يې د چين-پاکستان اقتصادي پروژې لپاره ۵۳ ميليارده ډالره پانګونه کړې او له دې لارې افغانستان،مرکزي اسيا او اروپا ته د ځان رسولو هوډ لري

چين وايي، د دغې اقتصادي پروژې د بريا لپاره په افغانستان کې امنيت او ثبات اړين دی او له همدې امله د افغانستان سولې باره کې جدي منډې ترړې وهي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت څخه  په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې د بهرنيو چارو وزير وانګ يي له خپل پاکستاني سيال شاه محمود قريشي سره په افغانستان کې د نوو بدلونونو، امنيتي وضعيت او سولې په اړه خبرې کړي دي.

«دواړو لوريو په دې هوکړه کړې، چې د افغانستان قضيه د زور او جګړې له لارې نه حل کيږي او د دې بحران د پای ته رسولو لپاره بايد له سياسي لارو چارو  کار واخيستل شي.»

د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چويانګ د خبريالانو د هغه پوښتنې له ځواب ويلو ډډه کړې، چې« د پاکستان او  چين د بهرنيو چارو  وزيرانو د امریکايي پوځيانو په وتلو هم خبرې کړي که نه.»

د چين او پاکستان د بهرنيو چارو وزيران تېره اوونۍ کابل ته راغلي وو او د افغان سولې سربېره يې په يو شمېر نورو سیمه ييزو موضوعاتو خبرې کړي دي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د