که د مبایل «ځای آپشن» مو بند هم وي؛ فیسبوک مو په نښه کولای شي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۵ مرغومی، ۱۳۹۷ل): په نني عصر کې د ځیرک مبایل استعمال بې اندازې زیات شوی، چې په هره کچه کار ترې اخیستل کیږي په ځانګړي ډول د انترنیت استعمال، خو هر کس غواړي تر وروستۍ اندازې خپل ځان او ځای له نورو وسوسو خوندي وساتي.

په دې کې د ټولنیزو رسنیو استعمال چې ډير اسانه، چټک او زیات دی، خلکو ته له یوې نه یوې لارې ستونزې راولاړې کړي، ډيری خلک غواړي د ټولنیزو رسنیو څخه په داسې حال کې کار واخلي چې ځای یې نا معلوم وي.

که څه هم ټولنیزې رسنۍ هر وخت خپلو کاروونکو ته دا باور ورکوي چې ددوی هر څه چې دوی یې ترسره کوي خوندي او دوی ورته لاس رسی نه لري، خو بیا هم د کاروونکو معلومات، پیغامونه او ځای په نښه کیږي.

په تېره نږدې کې د راپورونو له مخې کشف شوې چې فیسبوک هغه مهال چې د مبایل ځای آپشن بند هم وي ستاسې ځای معلومولای شي، دوی د IP ادرس له لارې کولای شي د کاروونکي ځای په نښه کړي، په دې مهال کې د فیسبوک استعمال ته هم اړتیا نه پېښیږي.

دغه راپور د کلیفورنیا یوه پوهنتون پروفیسر الیګزنډرا کرولووا د خپلو له تجربو مخې وړاندې کړی او ویلي یې دي چې په هر مهال فیسبوک کولای شي د کاروونکي آی پي ادرس له لارې د کاروونکي ځای پر نښه کړي.

د تجربې ثابتولو لپاره نوموړی بل ښار  ته لاړ، د مبایل ځای آپشن یې بند کړ، پر فیسبوک یې د خپل ځای په اړه هر ډول معلومات لرې کړل، خو بیا هم په رسیدو یې د فیسبوک لخوا د هغه ځای اړوند دقیق معلومات (نوټیفیکیشن) ترلاسه کړل.

دوی زیاتوي که څوک غواړي فیسبوک یې ځای یا نور معلومات کشف نه کړي نو له مبایل څخه دې د فیسبوک اپلیکیشن بلکل له منځه یوسي، فیسبوک ددې په اړه اعتراف کړی او ویلي یې دي چې دا یوه عمومي خبره ده او کاروونکو ته ددې په اړه خبر ورکړل شوی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د