
د کرېکټ نړیواله ټرافي کابل ته راوړل شوه/ انځورونه
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۵ مرغومی، ۱۳۹۷ل): د کرېکټ نړیوال ۲۰۱۹م یو ورځني جام «ټرافي» د درې ورځني سفر په موخه نن سهار د افغانستان پلازمینې کابل ته راوړل شوه.
د کرېکټ نړیواله ټرافي نن سهار کابل ته د راورسېدو سره سم نندارې لپاره د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار، د افغانستان کرېکټ بورډ مشر عزیز الله فضلي، اجرائيه مشر شفیق الله ستانکزی، نور چارواکي او د ملي لوبډلې لوبغاړو بېلا بېل انځورونه واخیستل.
د یاد جام نندارې لپاره به په بامیان، هرات او کندهار ولایتونو کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې وړاندې شي.
یاده دې وي چې په ۲۰۱۴م کال کې هم د ۲۰۱۵م نړیواله ټرافي افغانستان ته راوړل شوې وه چې له نندارې وروسته استرالیا هېواد ته ستنه شوې وه.