د کورنیو جګړو پر مهال د کابل ښار یوه څنډه

طالبان: کورنۍ جګړه مو له منځه وړې، بیا نه پېښېږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۵مرغومي، ۱۳۹۷ل): د طالبانو او امریکا له مخامخ خبرو وروسته د امریکايي چارواکو له لوري د نیمايي عسکرو پر وتلو غور، بېلابېل غبرګونونه را پارولي دي.

د لوېدیځو رسنیو له دې اعلان سره سم په کور دننه ګڼې داسې تبصرې کېږي، چې که امریکا ناڅاپي ووځي، نو هېواد به د تېر جهاد له بریا وروسته حالت ته ور وګرځي.

طالبانو پخپله تازه تبصره کې دې اندېښنې ته ځواب ویلی او په ډاګه کړې يې ده، چې د افغانستان اسلامي امارت له پیله د کورنۍ جګړې د ټغر ټولولو په هیله را وټوکيد او له دې وروسته به هم چاته اجازه ورنه کړي، چې کورنۍ جګړه پیل کړي.

د تبصرې پر اساس هغوی چې ظاهراً ځانونه له کابل ادارې بېل بولي او امریکا ته د «مسؤلانه وتلو» مشورې ورکو «د مسؤلانه برخورد تعریف باید دوی له خپلو ناسمو او ماتو عینکو ونه کړي، د خپلو شخصي مصالحو د ساتلو پخاطر، د مسؤلانه برخورد تر ښایسته پوښ لاندي د پاتی کیدلو مشورې ورنه کړي، چې دا کار نه د امریکایي او نه د افغان ولس په خیر دی. بلکې دا یوازې د همدې سیمه‌يیزو او کورنیو مضرو کړیو په ګټه ده چې دوی یې د اوسني ناکام اشغال په شتون کې لټوي.»

طالبانو ډاډ ښکاره کړی چې دوی به هېواد بیا هغسې حالت ته ستنېدو ته پرې نه ږدي، خو د دې تر څنګ د کورنۍ جګړې په اړه تبلیغات کول د اشغال د دوام هڅه بولي.

«د کابل رژیم هم تر دې پلمې لاندې د بهرنیو اشغالګرو د پاتي کیدلو هڅي کوي چې ګویا دلته جګړې رامنځ ته کیږي، په داسې حال کې چې همدا اوس د اشغال په موجودیت کې د کابل د ګوډاګي رژیم له لاسه او د دوی په کوردینات د اشغالګرو په وسیله، هره ورځ سل تنه بې دفاع هیوادوال په شهادت رسیږي. بیا هم دوی دا خبره زمزمه کوي چې اشغالګر عسکر دې نه وځي ځکه چې دلته جګړې راپیلیږي.»

دا تبصره چې «د ورځې خبره» تر سرلیک لاندې خپره شوې، دا هم لیکي چې دا ډول تبلیغات کورنۍ جګړې ته کمپاین دی.

«اسلامي امارت هیڅکله د کورنۍ جګړي اراده نه لري او نه چا ته اجازه ورکوي چې د کورنۍ جګړي د ویري تر عنوان لاندي د کورنۍ جګړې د راپیدا کیدلو لپاره کمپاین وکړي.»

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالولی (فهیم)
میلمه
عبدالولی (فهیم)

ماشاالله داخو ریښتیا ده چی د افغانستان اسلامی امارت به بیا شروفساد او لنډغرو ته وخت ورنکړی چی افغانستان چور او تالا کړی لکه څنګه چی ټغریی ورټولکړ همداسی به یی ټغر بیا ورټول کړی. دا د شروفساد غله او لنډغر به بیا دا وړتیا پیدانکړی چی ګران افغانستان چور او تالاکړی د اسلامی امارت په شتون کی. له کومی ورځی چی شیطانی امریکا د وتلو غږ پورته کړی دی د شروفساد په لنډغرو او د امریکاپه غلامانو وار نشته د هریو ډزهار ده. همدا اسلامی امارت دی چی لکه زمری غوندی هر ګیدړ ته ولاړ دی او داسی ښکاری… نور لوستل »