لوګر؛ معترضو نوماندانو د ټاکنو کمیسیون دروازه تړلې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۵مرغومي، ۱۳۹۷ل): لوګر کې شاوخوا ۳۰ معترضو نوماندانو د ټاکنو کمیسیون د ولايتي دفتر دروازه تړلې او لومړنیو پایلو کې اعلام شوي نوماندان يې په درغلیو تورن کړي دي.

دا نوماندان چې د ولسي جرګې ټاکنو کې پاتې راغلي، د ټاکنو کمیسیون له لوري د دې ولایت لپاره لومړنۍ اعلام شوې پایلې نه مني او کمیسیون پر درغلیو تورنوي.

دوی د کمیسیون د دفتر مخې ته خېمه وهلې او ټینګار کوي چې تر څو پر درغلیو تورن کسان عدلي ارګانونو ته معرفي نه شي، خپل تحصن ته به دوام ورکړي.

د نصرت وفا په نوم یو تن معترض نوماند ازادي راډيو ته ويلي، هغه کسان دې مجازات شي، چې په درغلیو کې ښکېل دي.

سرچینه د یو بل نوماند شهزاده توحیدمل له خولې ليکي، چې دوی یوازې بایومټریک رايې سمې بولې چې باید بریا او ناکامي د همدې رایو پر اساس وشي او همدارنګه درغلګر کسان به ځارنوالۍ ته معرفي شي.

دا په داسې حال کې دی چې د ننګرهار لپاره هم لومړنۍ اعلام شوې پایلې له توندو غبرګونونو سره مخ شوي دي او ټاکنیز کمیسیونونه په فساد کې ښکېل یاد شوي دي.

ننګرهار کې یو ناکام نوماند عبدالبصیر سباوون پر خپله فیسبوک‌پاڼه لیکلي، چې سلګونه رايې يې نه دي حسابېدلې.

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون تېره ورځ وویل، امکان لري، د ځينو ولایتونو په لومړنیو اعلام شویو پایلو کې سل سلنه بدلون راشي.