سولې شورا: ولایتي کمېټې لغوه کېږي نه؛ خو تړل کېږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۵مرغومي، ۱۳۹۷ل): تېره ورځ ځينو سرچینو د سولې ولایتي کمېټو د لغوه کېدو خبر ورکړ، چې ګواکې د سمون او اصلاح لپاره دا کمېټې له منځه وړل کېږي.

تازه د سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري وايي، چې دوی دا کمېټې لغوه کوي نه؛ بلکې د څو میاشتو لپاره يې دندې ځڼډوي.

هغه يې علت په دې کمېټو او د سولې عالي شورا کې د سمون او اصلاح هڅه یاده کړې او په وینا يې باید با نفوذه او قومي مخور کسان په داسې کمېټو کې برخه ولري.

هغه ونه ویل چې دا کمېټې چې ډېری پکې ځايي ولایتي زورواکي او د هغوی ځوان کهول د ننه شوی و، تر اوسه پورې ولې پر دندو بوخت و او لاسته راوړنې يې کومې دي.

نږدې میاشت وړاندې د سولې عالي شورا مشر کریم خلیلي له ولایتي کمېټو سره دوه ورځنۍ ناسته درلوده او د هغوی هڅې يې په صفر کې ضرب وبللې.

دا ګام وروسته له هغه اخیستل کېږي، چې د کورنیو چارو پخوانی وزیر عمر داودزی د دې شورا د دارالانشاء رییس ټاکل شوی او د سوله‌ییزو هڅو ژمنه يې کړې ده.