افغانستان

کابل؛ د هوا د ککړتیا له امله کاري ساعتونه بدل شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۵مرغومي، ۱۳۹۷ل): څو ورځې وړاندې یو بهرني بنسټ د نړۍ په سطحه د هوا د ککړتیا لس ښارونه په ډاګه کړل، چې کابل پکې لومړی ځای درلود.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي د هوا د ککړتیا له امله يې د ګڼو ادارو کاري ساعتونه بدل را بدل کړي دي.

تر دې وړاندې د کابل ښار ځينو ادارو د سهار له اتو تر څلور او ځینو نورو له اوو تر دریو بجو پورې رسمایت درلودل، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د اعلاميې له مخې اوس به د سهار له اته نیمو تر څلورنیمو او همدارنګه له اوه نیمو تر درې نیمو پورې دوام رسمي کاري وخت وي.

د چاپیریال ساتنې ملي اداره وايي، د کابل ښار د هوا ککړتیا کې ۳۸ سلنه یوازې د سړکونو ګرد او خاورې دي او ۳۶ سلنه زاړه موټر دي.

د دې ادارې ویاند عزت الله صدیقي وايي ښار کې ۶۰ سلنه داسې موټر تګ راتګ کوي چې د زړښت له امله باید نور له کاره ولوېږي.

د هغه په وینا د دې تر څنګ شاوخوا ۴۵سلنه ښاریان د ډبرو سکاره سوځوي، چې د هوا ککړتیا د پام وړ اغېز لري.

صدیقي بي بي سي ته ویلي، هڅه کوي له د اوبو انرژۍ وزارت او برېښنا شرکت په مرسته یو بنسټیزه حل لار ورته پیدا کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x