د ایران لوپوړی استخباراتي چارواکی کابل ته رارسېدلی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۵مرغومي، ۱۳۹۷ل): د ایران د ملي امنیت د عالي شورا مشر علي شمخاني نن په یو ورځني سفر کابل ته را رسېدلی دی.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې دغه ایراني چارواکي د یو پلاوي په ملتیا کابل ته سفر کړی او د امنیت شورا له سلاکار حمدالله محب سره يې هم لیدلي دي.

شمخاني په دې لیدنه کې ویلي، چې هېواد يې له طالبانو سره د روانې جګړې په اړه پر خبرو بوخت دی او په وینا يې دا کار د افغانستان دولت په همغږۍ پر مخ ځي.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي او نه هم د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ایران ته کوم سفر کړی دی، سره له دې چې د سیمې ګڼو نورو هېوادونو ته يې سر ورښکاره کړی دی.

دا په داسې حال کې دی چې د روانې جګړې لپاره د سولې هڅو زور اخیستی او د امریکا پر نظر ایران هم د افغانستان مسائلو کې یو مهم لوبغاړی دی.