ورزش

د ۲۰۱۸م کال پنځه زیاتې منډې جوړوونکي لوبغاړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۵ مرغومی، ۱۳۹۷ل): د ۲۰۱۸م کال د کرېکټ په نړۍ کې ډير خاطرات درلودل، له یوې مخې افغانستان لوبډله د یوه نوي پرمختګ په لور او له بلې مخې افغان لوبغاړي د نړۍ په کونج کونج کې ځلیږي.

په یاد کال کې ځینې لوبډلې له نسکوریدو او ځینو د پورته کېدو ډیر څه لرل، ډیرو لوبغاړو نړیوال ریکارډونه مات کړل، په توپوهنه کې ویرات کوهلي او په توپ اچونه کې راشد خان.

په یاد کال کې ځینې داسې پېښې وشوې چې د کرېکټ مینوال به یې تر ډیره یاد ساتي، د ای بي ډيویلیئرز او  الیسټر کوک له لوبو ستنېدل یې مینوالو ته ډیره دردوونکې وه، خو دلته به هغه پنځه لوبغاړي په نښه کړو چې په یاد کال کې یې په یو ورځنیو سیالیو کې تر ټولو زیاتې منډې جوړې کړې وي.

  1. ویرات کوهلي Virat Kohli:

۱۴ لوبې، ۱۲۰۲ منډې په ۱۳۳.۵۵ ریکارډ اوسط

د نړۍ لومړی مقام لرونکی جالب توپوهونکی ویرات کوهلي یو وار بیا په یو ورځنیو سیالیو کې تر ټولو زیاتې منډې جوړونکی لوبغاړی دی، نوموړي په یاد کال کې ۱۲۰۲ منډې په ۱۳۳.۵۵ اوسط جوړې کړي، ۶ یې سلیزې او ۳ یې نیمه سلیزې وهلې دي.

ویرات کوهلي په روان کال کې یو شمېر ریکارډونه مات کړل، نوموړي د براین لارا هغه ریکارډ چې چټکې ۱۸ زره نړیوالې منډې یې جوړې کړې وې مات کړ، نوموړي دغه کارنامه په ۳۸۲ نړیوالو سیالیو کې د ۵۵.۶۴ غوره اوسط سره پوره کړه.

ویرات کوهلي ټولې ۲۱۶ یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړي، په ۵۹.۸ اوسط یې ۱۰۲۳۲ منډې جوړې کړي، ۳۸ یې سلیزې او ۴۸ یې نیمه سلیزې وهلې دي، نوموړي په ۱۰ زره چټکو منډو جوړولو کې لومړی مقام خپل کړی، نوموړی تېر ۲۰۱۷م کال هم په زیاتو منډو جوړولو کې لومړی راغلی و.

  1. روهیت شرما «Rohit Sharma»

۱۹ لوبې، ۱۰۳۰ منډې په ۷۳.۵۷ غوره اوسط

د هند له غوره توپ وهونکو څخه یو هم روهیت شرما دی، چې نوموړی په یو ورځنۍ لوبو کې د یوې لوبې زیاتو منډو جوړولو ریکارډ لري، هغه د نورو لوبغاړو نه مختلف دی، د لوبې پیل یې نسبت نورو ته سست وي، خو چې کله ځان سیټ کړي او حالات وسنجوي بیا هغه کولی شي ریکارډونه جوړ کړي.

د ۲۰۱۸م کال د روهیټ شرما لپاره په شل اوریزو سیالیو کې ریکارډ جوړوونکی و، نوموړي د چټکې سلیزې ترڅنګ د ډيرو سلیزو وهلو ریکارډ هم جوړ کړ، همدا ډول په یو ورځنیو سیالیو کې زیاتې دوه سلیزې (ډبل سلیزې) وهونکی لوبغاړی دی.

روهیټ شرما ۱۹۳ یو ورځنۍ سیالیو کې په ۴۷.۸ اوسط د ۲۱ سلیزو او ۳۷ نیمه سلیزو په مرسته ۷۴۵۴ منډې جوړې کړي، نوموړي د یادو سیالیو زیاتې منډې ۲۶۴ جوړولو ریکارډ هم په خپل نوم لري، شرما تېر کال هم په زیاتو منډو جوړولو کې له ویرات کوهلي وروسته په دویم نمبر و.

Related image

  1. جوني بیرسټو «Jonny Bairstow»

۲۲ لوبې، ۱۰۲۵ منډې په ۴۶.۵۹ اوسط

جوني بیرسټو د انګلستان لوبډلې تکړه ځوان چټک توپوهونکی دی چې په تېره نږدې کې د لوبډلې په ګټه غوره تمام شوی، نوموړي ټولې ۵۴ یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړي، چې له مخې یې ۲۰۱۷ منډې په ۴۸ اوسط جوړې کړي، بیرسټو ۶ سلیزې او ۷ نیمه سلیزې وهلې دي.

جوني بیرسټو چې ویکټ ساتونکی دی، اوسمهال د نړۍ یو له غوره توپوهونکو څخه دی، نوموړی د راروان کال هند پریمیئر لیګ سیالیو لپاره هم په لوړه بیه وپېرل شو، خو د یو ورځنیو سیالیو نړیوال رینکینګ په لومړي لسو لوبغاړو کې ځای نه لري.

Related image

  1. جویي رووټ «Joe Root»

۲۴ لوبې، ۹۴۶ منډې په ۵۹.۱۲ غوره اوسط

د انګلستان ټیسټ لوبډلې مشر او غوره توپ وهونکی له پیله په ورو توپ وهنه پیل کړی و، خو په تېرو دریو کلونو کې نوموړی ښه وځلید، هغه په ټولو فارمیټو کې ښه وځلید خو یو ورځنۍ او ټیسټ لوبو کې ځانګړې بریاوې لري.

جويي روټ په یو  ورځنیو سیالیو کې ټولې ۱۲۱ سیالۍ ترسره کړي، ۴۹۴۶ منډې يې په ۵۱.۵ غوره اوسط جوړې کړي، ۱۳ یې سلیزې او ۲۹ یې نیمه سلیزې وهلې دي، نوموړی په نړیوال رینکینګ کې درېیم مقام لري.

Image result for brandon taylor in odi

  1. برینډن ټیلر «Brandon Taylor»

۲۱ لوبې، ۸۹۸ منډې په ۴۲.۷۶ اوسط

د زمبابوې لوبډلې مهم او پخوانی لوبغاړی په ۲۰۱۸م کال کې د زیاتو منډو جوړولو په لیست کې په پنځم نمبر دی، نوموړي په خپله توپوهنه زمبابوې لوبډلې ته بریاوې ورکړې دي، بدبختانه لوبډله یې دا مهال له وروستیو څخه ده.

په ۲۰۱۸م کال کې نوموړی د زیاتې منډې جوړوونکو له مخې په پنځم نمبر دی، هغه په ۲۱ سیالیو کې د ۲ سلیزو او ۴ نیمه سلیزو په مرسته ۸۹۸ منډې په ۴۲.۷۶ اوسط جوړې کړې دي، همدا ډول یې په ټولو ۱۸۸ یو ورځنیو سیالۍ کې ټولې ۶۱۵۶ منډې په ۳۵.۷۹ اوسط جوړې کړي، چې ۱۰ سلیزې او ۳۶ نیمه سلیزې هم په کې شاملې دي.

د افغانستان لوبډلې لخوا رحمت شاه زیاتې منډې جوړې کړي، نوموړي په ۲۰۱۸م کال کې ۲۰ سیالۍ ترسره کړي، په ۳۸ اوسط سره یې د یوې سلیزې او ۶ نیمه سلیزو په مرسته ټولې ۷۲۲ منډې جوړې کړي، هغه د توپوهنې په برخه کې د افغانستان لخوا غوره توپوهونکی بلل شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x