نړۍ

ټرمپ: خپل پوځيان هېواد ته راستنوو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۵مرغومی، ۱۳۹۷ل): د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ  يو ځل بيا هوډ کړی،  چې له هېواده بهر خپل پوځيان بېرته خپل هېواد ته ستنوي او تر  هر څه وړاندې ورته د خپل هېواد خونديتوب ګټې مهمې دي.

ټرمپ د کرسمس په مناسبت په خپاره کړي ټويټر پيغام کې د کرسمس مبارکۍ تر څنګ ويلي: «زموږ هېواد ډېر ښه روان دی، موږ خپل سرحدونه خوندي کوو، نوي ستر سوداګريز تړونونه کوو او خپل عسکر بېرته خپل کور ته راولوو او بالاخره زموږ لپاره امریکا لومړيتوب لري.»

ډونلډ ټرمپ په څرګنده ژبه د  خپلو عسکرو د ستنولو خبره په داسې حال کې کړې، چې تېره اونۍ د امریکا وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې او نورو رسنيو د سپينې ماڼۍ لوړپوړو چارواکو له خولې ليکلي و، چې ولسمشر ټرمپ له افغانستانه د اوو زرو عسکرو د راويستلو په اړه فکر کوي.

د وال سټريټ ژورنال له دې راپور يوازې دوه ورځې  وړاندې ټرمپ له سوريې د خپلو پوځيانو د راويستلو اعلان کړی و.

د ټرمپ له لوري د پوځيانو د ويستلو اعلان سره د دفاع وزير جيمس مټيس او سوريې لپاره د سپينې ماڼۍ ځانګړي استازي بريټ مک ګرک له خپلې دندې استعفا ورکړې، خو ټرمپ وايي، چې هېواد ته د خپلو پوځيانو ستنول د امريکا د خونديتوب لپاره لومړی ګام او د امریکا د ولس غوښتنه ده.

نوموړي تر دې وړاندې هم څو ځله ويلي، چې افغانستان د امريکا لپاره «دوزخ» دی او چې څومره ژر کېدای شي، بايد امريکايي پوځيان له افغانستانه ووځي.

ټرمپ له افغانستانه د امريکايي پوځيانو د ويستلو او روانې جګړې د پای ته رسولو په اړه په داسې حال کې دا څرګندونې کوي، چې د افغانستان سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت خاص استازي زلمي خلیلزاد د روان بحران د پای ته رسولو لپاره سوله ييزې هڅې پيل کړي او په دې لړ کې يې درې ځله له طالبانو او د سيمه ييزو هېوادونو له چارواکو سره ليدلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

ذلیل لاسپوڅي به لدې ټویټ سره ګبړۍ اخستي وي.

افرین ټرمپه بلا دې په بوش او اوباما شه.

لونګ

بیا څه خبره ده چی ترمپ ته آفرینې وایی؟

لونګ

پارسی کی وایی: نکند عاقل کاری که ببار آرد پشیمانی. دوی که عاقلان وایی نو له اوله به یی خپل عسکر دی ځنګل ته نه راوستل. زه فکر کوم چی هر افغان به د خارجیانو منل خپل وطن ونه منی هغه که امریکایی وی او یا کی د کوم بل هیواد.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x