افغانستان

كندهار: طالبانو ماشوم له تښتونکو ژغورلی او غله يې نيولي «ويډيو»

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۵مرغومي، ۱۳۹۷ل): د کندهار ولايت په ميوند ولسوالۍ کې طالبانو يو ماشوم له ۲۴ ورځو وروسته د تښتونکو له منګولو ژوندی ژغورلی.

د حاجي اسماعيل په نامه د کندهار ولايت يو اوسيدونکي زوی چې ۲۴ ورځې وړاندې ورڅخه تښتونکو تښتولی و په بدل کې يې ورڅخه د شپيتو لکو روپيو غوښتنه کړې وه، خو د هغه په وينا چې د شپيتو لکو روپيو د پرې کولو وس یې نه درلود.

په هغه ويډيو کې چې په ټولنيزو رسنيو کې خپره شوې، ښودل کيږي چې حاجي اسماعيل له خپل کوچني زوی سره ولاړ دی او د خپل زوی د تښتونې او بيرته ترلاسه کولو په اړه خبرې کوي.

نوموړی وايي چې غلو ته يې ويلي دي چې د شپيته لکه روپيو وس نه لري، خو په وينا يې چې غلو ورته اخطارونه ورکول چې که پیسې پرې نه کړې زوی دې هم وژنو او تا هم وژنو.

نوموړي په ژړغوني غږ وويل چې يوې او بلې خوا ته وګرځېدواو بالاخره يې د ميوند په ولسوالۍ د هغه په وينا مجاهدينو(طالبانو) پيدا کړ او اوس ما سره ولاړ دی.

په ويډيو کې ښودل کيږي چې دوه تنه غله د طالبانو له لوري نيول شوي دي.

د يادونې وړ ده چې په افغانستان کې غلا او اختطاف تر بل هر وخت زيات شوی دی او ډيری وخت تښتونکي د سوداګرو او نورو شتمنو ماشومان او لويان تښتوي او په خلاصون کې ورڅخه د ډيرو پيسو غوښتنه کوي.

تر اوسه د طالبانو رسمي ويندويانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
8 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

ددې اختطاف کوونکو مجازات فقط او فقط یوه نازکه صحرائي محکمه او نازک اعدام.
ولیدل شی چي د ږیری خریل د ځینو خلګو د احساساتو د پارولو سبب ګرځی او د فساد فی الارض له منځه وړل.

لونګ

مقابل کی یی په لسو ګونو نور د فواید عامی د وزارت په وړکتون کی شهدان کړل. دا نمایشی خبرو باندی خپل ډغ نشی پټولای.

Karwan

لونګه دتاسي فاشيستانو ګلم په که خير وي ډير ژر د جم کړي، کوشش کوه چه همدا اوس دوطن ځخه خپله مرداره ځيره ورکه کړي، که چيري په وطن کي ئي. کاروان

سیلاب

یاره لونګ صاحب ! ستا په اړه خو اشغالګر سهوه شوی ستاسی په دی ښکاره او بی منطقه استدلال خو به د امریکا لمن په سر ورواړوی ، که د یوی پشتنی مور شدی دی رودلی وی دغه طالب مجاهدینو که ملګرتیا نه شی کولای ډالری درته خوږی وی خیر دی مګر ویاړنه خو پری کوه چه د امریکا په مشری ټوله کفری نړی یی در له په ګوندو کړه او تاسی بیا هم په دغو ګډوډو له امریکایانو د خبلو ورونو په ضد تبلیغاتو د خپلو معنویاتو په بدل کی ډالر تر لاسه کوی او په هغه د خپلی… نور لوستل »

مجاهد

غلام حضرت صاحب ! زه چه ستا تبصری ګورم سره د دی چه ګډی وډی هم پکی موندلی شی خو داسی معلومیږی چه مسلکی اسلامی پوهه لری یعنی د اسلامی جسم پوهه لری ځانله تاسی نه یاست سیاف صاحب تر مونږ ډيره د اسلامی جسم پوهه لری ربانی ، کشاف او داسی نور حتی ګلبدین صاحب د اسلامی جسم پوهه لری ولی د اسلامی روح پوهه یی نه لرله او نلری هم یی ځانونه او هم یی مونږ تباه کړو فکر نه کوم چه تاسی به د هغوی لیار تعقیب کړی که مو غیر اګاهانه شروع کړی لا وختی دی… نور لوستل »

غمی،پښتین

محترم مجاهد صاحب، یوه پوښتنه؟ته محترم ځان ته مجاهد وایی،ما خو د اسلام په تاریخ کی داسی څوک نه دی لیدلی چه له فامیل سره له اسلامی ملک څخه تیښتیدلی او د کفر ملک ته یی پناه وروړی وی، تاسو محترم له پاکستان څخه کډه بار او دجال لندن ته وروتیښتیدلی، خوری سوسیال.یعنی هم د لندن دولت پیسی خوری او هم جهاد ورسره کوی؟او هم په لندن کی اوسیږی؟هم په افغانستان کی سوله نه غواړی، رسول الله (ص)کله چه مدینه ته هجرت وکړ.نو لومړی مدینه منوره کی اسلام راواست.نو تا لندن ته هجرت کړی ،لومړی لندن کی اسلام راواله،افغانستان خو… نور لوستل »

Karwan

غلام حضرت يو د دالرو ګوډاګي دي، خداي د هدايت ورته وکړي. کاروان

غ.حضرت

کاروان صاحب!
زه بخیل نه یم، که غواړې ستا سره به هم دا نجس ډالری شریک کم.

Back to top button
8
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x