افغانستان

د افغانستان ولسمشريزې ټاکنې وځنډېدې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۵مرغومي، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو خپلواک کمیسيون يوې سرچينې تر دريو مياشتو د ولسمشريزو ټاکنو د ځنډېدو خبر ورکړ.

د دې کميسيون يوې سرچينې بي بي سي ته ويلي دي چې ولسمشريزې ټاکنې ښایي د راتلونکي کال د سرطان په مياشت کې ترسره شي.

تر دې وړاندې د ټاکنو خپلواک کميسيون ویلي وو چې ولسمشريزې ټاکنې به د راتلونکي کال د وري د مياشتې په
۳۱ مه نېټه ترسره کيږي.

دې سرچينه د ولسمشريزو ټاکنو د تغير شوي وخت کره نيټه نه ده ښودلې خو زياتوي چې د ټاکنو د ورځې نېټه به وروسته اعلان شي.

دا په داسې حال کې ده چې د پنځو ورځو راهیسې د ولسمشريزو ټاکنو له پاره د نوماندانو نوم ليکنه پيل شوې ده چې تر اوسه يو نوماند هم خپل نوم نه دی ثبت کړی.

د ټاکنو خپلواک کمیسيون وايي چې تر اوسه ۵۰ کسانو د ولسمشريزو ټاکنو د نوماندۍ له پاره له دې کمیسيون څخه معلوماتي مواد او لارښوونې ترلاسه کړي دي خو د نوماندۍ د شرائطو د نه پوره کېدو له امله تر اوسه يو نوماند هم خپله نوماندي په رسمي توګه نه ده اعلان کړې.

د يادونې وړ ده چې افغانستان ته د افغان د قضيې د سوله ييز حل له پاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي له سفرونو وروسته هم داسې ګنګوسې راپورته شوې وې چې ښايي له طالبانو سره د مذاکراتو له امله ولسمشريزې ټاکنې وځنډيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالقاهرمخلص

یوورځ وای اولس دی کومک راسره وکړی بله ورځ یی ځنډوی داڅنګه ټاکنی دی
ولی داسی درواغ وایاست ټاکنی مه کوی ټوله فام سولی ته وکړی چی سوله وسی بیاټاکنی کوی کی نه کوی هغه وخت هم شفافی وی هم څوک دحکومت سره پریکون نکوی

جميل

د امريكايى وحشيانو په راتگ سره د كندز د طالبانو له تسليمى وروسته وحشي دوستم په تلويزيون كي وويل چي طالبان زمونژ ورونه دي ، په عزت به يى خپلو كورو نو ته وليژو ، په همهغه شپه رمسفيلد د امريكا خارجه وزير په سي ان ان كي وويل چي افغانان بايد زمونژ په هدف پوه شي توله طالبان بايد ووژل شي او يا بندي شي هغه و چي دوستم په مدرنه او مدني محكمه باندي په دير قصاوت سره شهيدان كرل . ظاهر شاه چي د پلار او نيكه نه غدار و په هغه وخت كي د تلويزيون پر… نور لوستل »

جميل

رمسفيلد د وخت دفاع وزير

مجاهد

مخلص صاحب ! زمونږ ځآی کی د پیربابا په نوم یو زیارت دی د چا چه بچی نه کیږی یا نور داسی مصخرفات هغه زیارت ته ځی . په هر صورت یو کس هغه خواته روان وو کوم ملګری تری پوشتنه وکړه چه پیربابا د څه د پاره ځی هغه ورته وویل بچی تری غواړم ، ملګری یی ورته وویل ښځه لری هغه ورته ویل اصل کی ښځه تری غواړم چه ښځه می وی بیا بچی له خپلی ښځی غواړم یعنی لمړی د ښځی شتون اړه ده بیا د بچو. په اشغال شوی هیواد او غلامه اداره کی ټاکنی د… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x