امريکا د افغانستان په اړه د ایران، چين او روسيې  رول اړين بولي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۵مرغومی، ۱۳۹۷ل): د افغانستان بحران د پای ته رسولو د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي له چين، روسيې او ایران سره سلامشورې پيل کړي او په عين حال کې امريکا هم ويلي، چې د افغانستان بحران د پای ته رسولو لپاره د يادو هېوادونو رول او فعاليت اړين دی.

د امريکا دفاع وزارت «پنټاګون» له لوري کانګريس ته په لېږل شوي راپور کې ويل شوي، چين په افغانستان کې د خپل پوځي، اقتصادي او سياسي هلو ځلو له امله په سيمه ييزه کچه د تروریزم خپرېدو اندېښنه  لري او شونې ده، چې د ترهګرۍ پېښې د افغانستان له سرحده چين ته هم سرايت وکړي او چين په سيمه کې د خپلې پانګونې د خونديتوب لپاره قوي لېوالتيا لري.

په راپور کې دا هم راغلي، چې ایران په افغانستان کې ځواکمن حکومت غواړي او ایران له خپلو ګټو سره سم په افغانستان کې د داعش ځپلو، امريکا او ناټو ويستلو او د ایران د اوبو په څېر د نورو ستونزو له منځه وړلو لپاره په افغانستان کې  د مسؤول حکومت غوښتونکی هېواد دی.

پنټاګون کانګريس ته په خپل لېږل شوي راپور کې دا هم ويلي، چې روسيه په منځنۍ اسيا کې د خپلو ګټو او نفوذ پراختيا لپاره په افغانستان کې د طالبانو سربېره له ګڼ شمېر نورو ښکېلو ډلو سره هم پراخې اړيکې لري.

 راپور زیاته کړې،  چې افغانستان کې د سولې پروسې د کاميابۍ او مخالفينو د مرکزونو د له منځه وړلو لپاره چين پر پاکستان د فشار اچول غواړي.

د افغانستان غرنۍ لېوا په چين کې روزنه ترلاسه کړې او موخه يې د چين سينکيانک ولايت ته څېرمه واخان دهلېز ساتنه بلل شوې ده.چين فکر کوي، چې ايغوري مسلمانان به واخان دهلېز د چين د ملي ګټو پر خلاف وکاروي.

امريکا فکر کوي، چې د زياتېدونکو وسله‌ والو ډلو پر وړاندې د چين اندېښنه يوه مثبته خبره ده او چين به اړ شي، چې جنوبي اسيا کې د ترهګرۍ د مخنيوي لپاره له نړيوالې ټولنې سره په ګډه کار وکړي.

د پنټاګون له لوري کانګريس ته لېږل شوي راپور په افغانستان کې د ایران د اغېز او زياتېدونکي نفوذ يادونه هم کړې ده، چې تهران له افغان حکومت سره د ښو اړيکو سربېره سوداګريزې او اقتصادي اړيکو د پراخولو لپاره ګامونه اخلي او په عین حال کې له طالبانو سره هم ښې اړيکې لري.

د راپور له مخې د افغنستان منځني او شمالي سيمو کې ډېری افغانان له ایران سره ګډه ژبه، کلتور او مذهب لري او د دې لپاره بايد د افغان موضوع کې ایران ته پاملرنه وشي.

راپور کې راغلي، چې د  پنټاګوند د تحلیل له مخې روسيه پر افغانستان د وسلو پلورلو او افغان عسکرو ته د روزنې ورکولو له لارې په افغانستان کې د خپل نفوذ زياتولو هيله لري.

پنټاګون د روسيې چارواکو هغو څرګندونو ته هم اشاره کړې، چې د افغانستان په شمال کې د داعش ډلې فعاليتونو په اړه اندېښمن کړي او په دې اړه يې د افغانستان پولې ته څېرمه پوځي قرارګاه هم جوړه کړې ده.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

عجيبه منطق دی او عجيبه انصاف ، موضوع ده د افغانستان خو په راپور کي ليکل شوي چي څوک څه او څوک څه غواړي تر پايه دا ندي ليکل شوي چي د دی ځای خلک افغانان څه غواړي . امريکا اوس د ايران ، چين او روسيې رول اړين بولي ، دډيرو نورو رول به هم اړين وبولي خو په پای به يوازي او يوازي د افغانانو رول اړين وبولي ، دا جبر د تاريخ دی . د دی احمقانو حافظه ډيره لنډه ده ، د دوی دا هير شول چي ۱۷ کاله مخکي هم د دوی او ډيرو نورورو… نور لوستل »