په بیګ باش لیګ کې د راشد خان دوه بې سارې شپږیزې/ ویډیو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۵ مرغومی، ۱۳۹۷ل): د استرالیا په بیګ باش لیګ سیالیو کې د افغانستان نومیالي لوبغاړي راشد خان په توپوهنه کې یو وار بیا په زړه پورې بې سارې شپږیزې ووهلې.

نوموړی هغه مهال توپوهنې ته ښکته شو چې لوبډله یې له سختو ستونزو سره مخ وه، نوموړي د راتلو سره سم په زړه پورې شپږیزې ووهلې چې یوه یې په ځانګړي سټایل او بله یې ۹۳ میتره اوږده ووهله.

راشد خان په ننۍ سیالۍ کې د خپلې لوبډلې لخوا دویم زیاتې منډې جوړونکی لوبغاړی و، نوموړي په ۱۲ توپونو چټکې ۲۱ منډې جوړې کړې، چې په کې ۲ سترې بې سارې شپږیزې او ۲ څلوریزې شاملې وې.

۲۰ کلن راشد خان په بیګ بیش لیګ کې د اډلیډ سټرایکرز لوبډلې لخوا لوبیږي، چې د توپ اچونې ترڅنګ په توپوهنه کې هم ښه ځلیږي چې اوس ورته د آلراونډر خطاب هم کیږي.

اډلیډ سټرایکرز لوبډلې په ننۍ لوبه کې په ۸۸ منډو جوړولو ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل، خو په ځواب کې پرت سکروچر لوبډلې د ۲ لوبغاړو په سوځېدلو ۳۲ منډې جوړې کړي، راشد خان په ۲ اورونو کې تر دې دمه ۴ منډې ورکړي خو کومه ویکټه یې نه ده اخیستې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د