افغانستان

ترکيې افغانستان کې د خپلو عسكرو د پاتې کېدو موده وغځوله

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۵مرغومی، ۱۳۹۷ل): ترکيې په افغانستان کې د ناټو په چوکاټ کې د خپل عسكرو د پاتې کېدو موده تر دوو نورو کلونو پورې وغځوله.

د ترکيې پارلمان پريکړه کړې ده چې په افغانستان کې به د ناټو په چوکاټ کې د ترکيې ځواکونه تر راتلونکو دوو نورو کلونو پورې په دې هيواد کې پاتې شي.

ترکيې تر دې وړاندې د ۲۰۱۹ کال د جنورۍ د مياشتې تر شپږمې نيټې د خپلو عسكرو د ماموريت وروستۍ نيټه ټاکلې وه چې اوس يې تر دوو نورو کلونو پورې وغځوله.

د ترکيې پارلمان په افغانستان کې د ترکي ځواکونو د ماموريت په اړه غونډه کړې وه چې وروسته يې د دوه نورو کلونو له پاره د پاتې کېدو پريکړه وکړه چې بيا د دې هيواد د ولسمشر طيب اردوغان له لوري لاسليک هم شوه.

په افغانستان کې د ناټو په چوکاټ کې ترکيه ۵۰۱ عسکر لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سیدزرغون شاه آغا

چی ۱۲۰زره فوخ څه ونکړل نو د ترکیی ۵۰۰ فوځ به کم درد دوا کی؟

مجاهد

زه ارګان ته خوشپین نه یم ، فکر کوم چه د ترکیی د ویاړلی اسلامی ګوند کی چه اربکان رح یی د بنسټ ډیره کیشودله او تر ډیره یی پکی د ملحد اتاترک کړنی ولټه او ترکیی ته یی یوځل بیا اسلامی صبغه ورکړه . خو د دی تسلسل غځیدول ته تر دی لا زیاته اړه وه. مګر انګریزانو ورته بل اتاترک په اسلامی ګوند کی دننه روزنه ورکړه، په دی شلو کلو کی یی خپل میرمن ته پوړنی په سر کړو خپله ږیره هم نه بږدی ، وخت ناوخت د فلسطینیانو سره د امریکا په دستور بشری مرستی کوی… نور لوستل »

جميل

يو سوك د يو هندو د لور سره زنا كوله ناساپه يى پلار راغى سري منده كره او هندو هم پسي زغلي سرى په مسجد ننوتى جمع ولاره وه دى هم پسي ودريدى كله چي جمع خلاصه شوه هندو ويل دا سرى زما د لور سره زنا كول ، خلكو ويل دا سه وايى دى خو همدا اوس زمونژ سره په جمع لمونز وكى ، هندو ويل دى هم دا كوي او هم اا كوي ، نو اردوگان هم همداسي و بوله

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x