ترکيې افغانستان کې د خپلو عسكرو د پاتې کېدو موده وغځوله

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۵مرغومی، ۱۳۹۷ل): ترکيې په افغانستان کې د ناټو په چوکاټ کې د خپل عسكرو د پاتې کېدو موده تر دوو نورو کلونو پورې وغځوله.

د ترکيې پارلمان پريکړه کړې ده چې په افغانستان کې به د ناټو په چوکاټ کې د ترکيې ځواکونه تر راتلونکو دوو نورو کلونو پورې په دې هيواد کې پاتې شي.

ترکيې تر دې وړاندې د ۲۰۱۹ کال د جنورۍ د مياشتې تر شپږمې نيټې د خپلو عسكرو د ماموريت وروستۍ نيټه ټاکلې وه چې اوس يې تر دوو نورو کلونو پورې وغځوله.

د ترکيې پارلمان په افغانستان کې د ترکي ځواکونو د ماموريت په اړه غونډه کړې وه چې وروسته يې د دوه نورو کلونو له پاره د پاتې کېدو پريکړه وکړه چې بيا د دې هيواد د ولسمشر طيب اردوغان له لوري لاسليک هم شوه.

په افغانستان کې د ناټو په چوکاټ کې ترکيه ۵۰۱ عسکر لري.

تبصرې (3)

  • چی ۱۲۰زره فوخ څه ونکړل نو د ترکیی ۵۰۰ فوځ به کم درد دوا کی؟

  • زه ارګان ته خوشپین نه یم ، فکر کوم چه د ترکیی د ویاړلی اسلامی ګوند کی چه اربکان رح یی د بنسټ ډیره کیشودله او تر ډیره یی پکی د ملحد اتاترک کړنی ولټه او ترکیی ته یی یوځل بیا اسلامی صبغه ورکړه . خو د دی تسلسل غځیدول ته تر دی لا زیاته اړه وه.
    مګر انګریزانو ورته بل اتاترک په اسلامی ګوند کی دننه روزنه ورکړه، په دی شلو کلو کی یی خپل میرمن ته پوړنی په سر کړو خپله ږیره هم نه بږدی ، وخت ناوخت د فلسطینیانو سره د امریکا په دستور بشری مرستی کوی او هسی د خولی لاپی کوی ، زمونږ په هیواد کی یی تر ټولو لوی ملحد او قاتل بی سواده لمړی جنرالی ( خالد بن ولید ) او بیا د جمهور ریس لمړی معاون جوړ او پوره اتلس کاله کیږی چه د ناتو د قوماندی لاندی یی عسکر زمونږ مظلوم وژنی او ...
    د امریکا په دستور یی مصنوعی کودتا جوړه او د کودتا جنرالان، ټنکونه او الوتکی د استانبول په بی وسلو اولس سقوط ورکړو د کودتا څومره ښه کمینه جنرالان وو چه د عامو او بی وسلو خلکو په امر یی وسلی په زمکه کیښودی او اردګان ته تسلیم شول او اردګان تری زندانونه ډک کړل او .... حتی امریکا کی میشت فاتح ګولن چه د کودتا رهبری یی په غاړه وه امریکا یی واپس اردګان ته سپاری.
    نو په دی په کوم ساده خطا وځی چه هغه کودتا صرف د اردګان د شهرت زیاتولو او له اردګان څخه هم د اتاترک په شان ملی او بین المللی رهبر جوړول په نظر کی نیول شوی چه څه وخت وروسته ترکیه بیا هماغه د اتاترک حالت ته ورسوی صرف په دومره توپیر چه د اتاترک وخت کی چا لمونځ نه شو کولای مګر د ده وخت کی به صرف د الهی نظام په ځای سکولریستی یا دیموکراتیک نظام تل حاکمیت لری مننه

  • يو سوك د يو هندو د لور سره زنا كوله ناساپه يى پلار راغى سري منده كره او هندو هم پسي زغلي سرى په مسجد ننوتى جمع ولاره وه دى هم پسي ودريدى كله چي جمع خلاصه شوه هندو ويل دا سرى زما د لور سره زنا كول ، خلكو ويل دا سه وايى دى خو همدا اوس زمونژ سره په جمع لمونز وكى ، هندو ويل دى هم دا كوي او هم اا كوي ، نو اردوگان هم همداسي و بوله