دیني، سیرت او تاریخ

د کاڼي کرښې (اوه ویشتمه برخه)

مولوی فضل ربی (کوه صافی وال)

۱. اَلْمُسْلِمُ مَنْ سَلِمَ الْمُسْلِمُوْنَ مِنْ لِّسَانِهٖ وَ يَدَهٖ . متفق علیه

ترجمه : مسلمان هغه دی چې نور مسلمانان یې د ژبې او لاس نه په امن کې وي .

۲. ان أشد الناس ندامة يوم القيامة رجل باع آخرته بدنيا غيره .كنز العمال

ترجمه : بېشکه د قیامت په ورځ به ډېره لویه پښېمانتیا د هغه کس وي چې خپل آخرت یې د بل چا په دنیا خرڅ کړی وي (په دنیا کې د بل چا د خوشحالولو لپاره له خپل ایمان څخه تېر شوی وي او خپل ایمان ته یې زیان رسولی وي ترڅو بل چاته څه دنیوي فایده ور ورسوي) .

۳. مَنْ يُّحْرَمِ الرِّفْقَ يُحْرَمُ الْخَيْرَ كُلَّه. صحیح مسلم

ترجمه : هغه کس چې له نرمې څخه محروم شي هغه له ټول خیر څخه محروم شي .

۴. ان أناسا من اهل الجنة يطلعون الي أناس من اهل النار فيقولون بم دخلتم النار فوالله ما دخلنا الجنة الابما تعلمنا منكم . فيقولون انا كنا نقول و لانفعل .كنز العمال

ترجمه : بېشکه یوه ډله خلک به له جنتیانو څخه هغه خلکو ته ورښکاره شي چې هغوی په اور کې وي ورته به وایی تاسې په څه سره اور ته لاړئ و الله مونږ خو جنت ته داخل نه شوو مګر په هغه څه چې لتاسې مو زده کړي وو دوی به ورته ووايي بېشکه مونږ به خبرې کولې او عمل به مو نه کاوه (نو ځکه زمونږ په خبرو تاسې عمل وکولو تاسې جنت ته لاړئ او مونږ په خپلو خبرو عمل نه کاوه مونږ دوزخ ته راغلو) .

۵. اِذَا لَمْ تَسْتَحْىِ فَاصْنَعْ مَا شِئْتَ. متفق علیه

ترجمه : کله چې د حیاء نه کوله بیا د چې څه خوښه وه هغه کوه .

۶. لَا تَحْلِفُوا بِآبَائِكُمْ. صحیح البخاري

ترجمه : په خپلو پلرونو قسمونه مه خورئ.

۷. لَا تَرْتَدُّوا بَعْدِي كُفَّارًا يَضْرِبُ بَعْضُكُمْ رِقَابَ بَعْضٍ. صحیح البخاري

ترجمه : لما وروسته بېرته مه کفار کیږئ چې ځینې د تاسې د ځینې غاړې ووهي.

۸. لَا تَرْغَبُوا عَنْ آبَائِكُمْ. صحیح البخاري

ترجمه : له خپلو پلرونو څخه مخ مه اړوئ (که هغوی په هر ډول وي تاسې ورڅخه نفرت او کرکه مه کوئ) .

۹. اَلدُّنْيَا سِجْنُ الْمُؤْمِنِ وَ جَنَّةُ الْكَافِرِ . متفق علیه

ترجمه : دنیا د مؤمن لپاره بندي خانه او د کافر لپاره جنت دی .

۱۰. ان اعجل الطاعة ثوابا صلة الرحم .كنز العمال

ترجمه : بېشکه هغه طاعت چې ډېر زر یې ثواب ورکول کیږي هغه د خپلولي ساتل دي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجيب الرحمان

ښکلىي معلومات و مننه خو د ژوند د نورو برخو په هکله هم احاديث او د قرآن آيتونه راوړئ مننه.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx