افغانستان کې د انترنيت بيه پنځوس سلنه کميږي

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۵ مرغومی،۱۳۹۷ل): د افغان ټيلې کام مخابراتي شرکت د وينا سره سم به د راتلونکي ۲۰۱۹م کال د فرورۍ مياشتې تر اخره پورې په افغانستان کې د انترنيت بيه پنځوس سلنه راکمه کړي.

دغه راز د یاد شرکت مشر اجمل عيان وايي، چې ټېلې کام شرکت به خپل “4G” خدمتونه په بشپړ ډول هم تر راتلونکو شپږو مياشتو پورې پيل کړي.

تر دې دمه د ام ټي ان او افغان بيسيم شبکې په ځينو محدودو سيمو کې د 4G او 4.75G خدمتونه وړاندې کړي.

په افغانستان کې ډيری خلک د انترنيت د لوړې بيې، بې باورئ او ټيټ کيفيت څخه شکايت کوي.

خو د مخابراتو وزارت تيره ورځ وويل، چې د ګاونډيو هېوادونو د انترنيت خدماتي شرکتونو سره په تفاهم به په نوي کال کې د انټرنيټ بيې راټيټې او کيفيت به يې لوړ شي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ابوالوفاء
میلمه
ابوالوفاء

دغه خبري ټولي درواغ او د خلکو په سترګو کي خاوری اچول او خلکو ته درواغجني هيلي ورکول دی. د افغانستان تليفوني شبکې درګرده لګيادي د مشتريانو پيسې غلا کوي، زما له تليفون څخه افغان بې سيم په وارو وارو پيسې غلاکړي دي. په دې اړه خلک پر له پسې شکايتونه کوي، خو هيڅوک غوږ نه پر نيسي. دغه د افغان ټيليکم او د هغه اړوند انسټا ټيلي کم انټرنيت په شواروز کي ايله چي دوه ساعته کار وکړي، هغه هم په ډېر ټيټ کيفيت. وايي:« ګيلګی چي غورځي د موږي په زور». دغه ټول شرکتونه د مخابراتو د وزارت… نور لوستل »