ټرمپ او مېرمن يې  په نااعلان شوي سفر عراق ته رسېدلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۶مرغومی، ۱۳۹۷ل): سپينې ماڼۍ ویلي، د ا مریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او مېرمن يې ميلانيیا ټرمپ د خپلو پوځيانو د ليدو لپاره په نا اعلان شوي سفر عراق  ته رسېدلي دي.

واک ته د رسېدو له پيله په تېرو دوو کلونو کې عراق ته د ولسمشر ټرمپ دا لومړی سفر دی.

د سپينې ماڼۍ وياندې سارا سندرز په خپره کړې اعلاميه کې ويلي، چې ټرمپ او لومړۍ مېرمن يې عراق ته تللي، تر  څو هلته د امريکايي پوځيانو خدمت او برياوې وستايي او د کرسمس اختر په مناسبت مبارکي ورکړي.

ټرمپ د خپل سفر په ترڅ کې ويلي، چې له عراق څخه د امريکايي پوځيانو د ويستلو پلان نه لري.

اسوشيټېد پريس خبري اژانس د ټرمپ له قوله ليکلي: «موږ له عراق څخه خپل پوځيان نه باسو او د اړتيا  پر مهال سوريه او سيمه کې د داعش ضد جګړې لپاره به د عراق پوځي اډې کاروو.»

ټرمپ په خپله وينا کې د متحده ايالاتو او مکسيکو ترمنځ د دېوال جوړولو يادونه هم وکړه، چې دا ژمنه به پوره کوي.

ټرمپ له کانګريس څخه غوښتي وو، چې د مکسيکو پر سرحد د اوږده ديوال جوړولو لپاره پنځه ميليارده ډالر بوديجه ورته تصویب وکړي، خو کانګريس د ټرمپ دا غوښتنه رد کړې، چې له امله يې د حکومت ګڼې ادارې فلج شوي او د يوې اوونۍ په تېرېدو لا هم فلج شوې ادارې بېرته نه دي فعالې شوي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

ټرمپ په ساده کی ګلداره دی، مګر د ټر مپ ګلداری د وخت د شرایطو له مخی هم ده یعنی دا وخت منځنی ختیز کی د عراق او سعودی له دوه لویو نظامی هدو دریمی لوی هدی ته اړه نشته او که وی هغه لویه نظامی هډه خپله اسراییل دی په کویت، ماراتو، اردن او قطر کی هم کوچنی کوچنی بیسونه لری هر چیری چه د بل هیواد پخه نظامی هډه او عسکر وی هغه هیواد د هغه مستعمره دی . زه د عراق غلامانو ته حیران یم چه خپله لمن یی ښه په سر راړولی، وایی چه د ترمپ… نور لوستل »