نظــر

د جدي شپږمه دبمونو باران او سور سېلاب

ترتيب: توريالی همت

ګرانو لوستونکو! څرنګه چې هر کال د جدي شپږم زمونږ په ګران هيواد، دروسانود تيري او تجاوز توره ورځ زمونږ مجاهدولس د غونډو په کولو سره غندي مونږ هم پدې اړه خپل رسالت سرته رسوو د افغاني کمونستانو او د هغوی د بادارانو(روسانو) هغه جنايتونه چې په افغانستان کې يې سرته رسولي خپل راتلونکي نسل ته د يادښت په توګه پريږدو، څو زمونږ ځوان نسل د يرغلګرو له وحشتونو او مجاهد مسلمان ولس له جهاد، ميړانې او مقاومت څخه خبر شي د اسلام او وطن دوستان او دښمنان وپيژني.

ګرانو لوستونکو! تور مخو کمونستانو د ۱۳۵۷ کال د ثور په ۷ له ماسکو څخه په مستقيمه قومانده پر سردار داود خان کودتاه وکړه، پر داود خان کودتاه چې يوه منحوسه او کرغيړنه کودتاه وه، څو بيلګې ئې دلته مونږ ځکه وړاندې کوو چې د افغانستان په تاريخ کې نورو غلامانو او يرغلګرو دومره افغانان ذليل کړي او په شهادت نه وو رسولي لکه دې کمونستانو چې د غلامی ځنځيرونه ئې په غاړه اچولي وو او د خپلو بادارانو( روسانو) په امر ئې خپل هيوادوال، ځوانان، بوډاګان او آن په ځانګو کې تنکي، تنکي ماشومان پرشهادت رسول.

قدرمنو لوستونکو! کمونستانو چې د څو روسي روبلو په مقابل کې خپله خاوره، وطن، دين، ناموس او افغاني سپيڅلی کلتور وپلوره او له زميندارو او مالدارو څخه ئې مالونه او ځمکې قبضه کولې او په خپلو پلويانو به ئې ويشلې يواځې دا نه چې دا له شرمه ډک قدم ئې پورته کړ بلکې د هيواد ځوان نسل ئې د لينن او ستالين نظريې د خپلولو لپاره مسکو ته وليږه او ډير افغانان ئې په بيلا بيلو نومونو سره شهيدان کړل په نيولو، زنداني کولو او ژوندي تر خاورو لاندې کولو ئې هم صرفه ونه کړه همدا لامل وو چې د پاکې او سپيڅلې عقيدې لرونکي افغانان څه د جهاد سنګرونو ته لاړل او څه د خپل ناموس د خوندي کولو پخاطر نورو هيوادونو ته مهاجر شول.

عزتمنو لوستونکو! په کمونستي نظام کې هغه څه وو چې کاملاً د اسلام د مقدس دين، اسلامي لارښوونو او افغاني دود او کلتور سره ښکاره په ټکر کې وو، کمونستانو به چې کوم فرمان صادر کړ د هغه منل هر افغان ته د ايمان په بدل تماميده که ئې ترينه انکار کاوه نو ژوندی ئې تر خاورو لاندې کاوه، د کمونستانو د باطلې نظريې او ظالم نظام بيلګې زياتې دي لکه په کليو او بانډو کې د زده کړې په نامه د کمونستي نظرئې ښودل، د کنسرتونو په نامه ځوان نسل فحشا ته هڅول او ( ۱۴۰۰۰) افغاني ماشومان د زده کړو او تعليم په نوم مسکو ته ليږل، پنځوس زره نجونې كمونستي سازمان ته جذبول او داسې نور ناوړه کارونه کول وو چې افغانانو په خپل تاريخ کې دا ډول بې شرمي نه وه ليدلې، همدا لامل و چې افغان ميړني او مسلمان ولس د علماء کرامو په فتوی د کمونستانو په مقابل کې په مقدس جهاد لاس پورې کړ. هغه مقدس جهاد چې د روسي توپونو او ټانکونو په مقابل کې ئې يواځې په تورو، شلخي او چره دار ټوپکو ئې کمونستانو ته ماتې ورکړه کمونستان په روسي سپکو او درنو وسلو سنبال وو خو افغان ولس د خپلې اسلامي عقيدې او ايماني جذبې په لرلو سره د الله تعالی په مرسته په هر سنګر کې کمونستانو ته له شرمه ډکه ماتې ورکوله، چې کمونستانو له مجاهدينو سره د نه مقاومت له امله غچ او بدل له ولسي وګړو اخيسته د بيلګې په توګه ئې په لنډه توګه د څو وحشتونو يادونه کوو :

په ۲۴ د حوت ۱۳۵۷ كال په هرات کې (۲۵۰۰۰)ولسي وګړي په شهادت ورسول.

په ۹ د حوت ۱۳۵۷ کال د کنړ په کراړه کې د(هورا) په نه ويلو ئې (۲۰۰۰) کسان په شهادت ورسول.

د ثور په ۹ نيټه د کابل شريفو ښاريانو پاڅون وکړ او د سوريا او رابعه بلخي ليسو نجونو مظاهرې وکړې چې د سوريا د ليسې شاګردانې د حبيبی او د رابعه بلخي ليسې شاګردانې د غازي ليسو په طرف چې د هلکانو ليسې وې حرکت وکړ چې د ليسو مخې ته ورسيدې نو خپلې لوپټې ئې د هلکانو په سرونو واچولې او پيغورونه ئې ورکړل هغه وو چې په هلکانو کې د غيرت وينه هم په جوش راغله او د کابل ښار مظاهرو ونيوه چې بيا کمونستانو له هوا څخه په څرخي الوتکو او له ځمکې څخه په ماشينونو دکابل شريف ښاريان په خپلو وينو کې لت پت او له لسو زرو څخه زيات يې شهيدان کړل چې ډيرې نجونې د سوريا او رابعه بلخي د ليسو زده کونکې وې چې ناهيد، سلطانه، آمنه، سلما، حوا، زينب او فاطمه د دې کاروان مخکښې شهيدانې وې.

همداشان د حوت په ۳ د شپې له خوا د کابل ښار فضا د الله اکبر ملکوتي نعرو احاطه کړې وه چې د کمونستانو له خوا په سلګونو شريف ښاريان شهيدان او په زرګونو ئې د زندان تورو تنبو ته ټيل وهل شول.

محترمو لوستونکو! هغه وخت چې ډاکټر نجيب د خاد رئيس و د خپلو جناياتو په دوام به ئې د هرې مبارکې جمعې په شپه (۱۰۰) تنه مسلمان زندانيان د څرخي پله له زندانه پداسې حال کې چې سترګی به ئې پرې تړلی وې د تورو شيشو په موټرو کې د پيلګون دښتې ته رسول او هلته به ئې ژوندي تر خاورو لاندې کول. دا چې دوه اوونۍ شوې وې چې ډاکتر نجيب ناروغه و او د څرخي پله له زندان څخه ئې په پيلګون کې۱۰۰ــ۱۰۰ زندانيان ژوندي تر خاورو لاندې نه کړای شول په دريمه جمعه چې زندان ته راغی نو دې وطن دوست او افغان دوست ډاکټر صاحب!!! د افغانانو په تيرو دوه سوو پاتې شوو هم رحم ونه کړ په همدې ماښام ئې ( ۳۰۰ ) افغانان هغه پيلګون کې چې په ده سبز کې ورته د ژونديو هديره ويل کيږي تر خاورو لاندې کړل. ويل کيږي چې(۵۰۰۰۰)افغانان ئې هلته ژوندي ښخ کړي دي همدا ډول له هرات، مزار او له نورو ولاياتو څخه ئې په هليکوترو کې سپاره کړي زندانيان کابل ته د را رسولو په مهال په لاره کې له هليکوترو څخه غورځاوه او نيم به ئې هم کابل ته نه رارسول، د حضرت صاحب قلعه جواد د کورنۍ ۹۹ تنه وژل د کمونستانو لخوا ستره فاجعه يادولی شو.

د کمونستي رژيم بې واکه واکمن حفيظ الله امين يادونه کوو، چې د مجلس په پيل کې ئې په مسخره سره بسم الله…وويل او بيا د لمانځه په بهانه پاڅيدل ئې د شرابو په څښلو بدل کړل همدا راز د کمونستي رژيم روستي د بې واکه واکمن ډاکتر صاحب نجيب چې د زده کړې په دوران کې ئې د پوهنتون په انګړ کې زمونږ د سپيڅلي کتاب قران کريم بې حرمتي کړې وه د تاريخ پاڼو کې دا ټول جنايات ثبت دي چې په دو روز پی در پی(فلم)کې دا صحنې موجودې دي او هرڅوک ئې په خپلو سترګو ليدلی شي.

ګرانو لوستونکو! کمونستانو به هيڅ وخت دا ډول جنايات نه وای کړي او نه به ئې د افغان مظلوم ولس په وينو دښتې او غرونه رنګ کړي وای که د وخت واکمن سردار داود خان تيروتنې نه وای کړې چې ځينو خلکو هوښيار سړی باله ! خو هغه هوښيار په خپل لستوڼي کې ماران ساتلي وو چې نه يواځې د هغه د کورنۍ بلکې د ټول افغان ولس د وژلو او کډه کولو جنايات همدې کمونستانو ( لستوڼي مارانو) تر سره کړل.که سردار داود خان رښتيا هوښيار سړی وای نو په خپل حکومت کې به ئې کمونستانو ته لوړ پوستونه نه ورکول او دا ددين او وطن دښمنان( کمونستان) به ئې د ساتلو په ځای له منځه وړي وای خو هغه څه چې کمونستانو په داود خان وکړل په تاريخ کې ثبت دي چې د کورنی له غړو سره ئې په بې رحمانه توګه وواژه، زمونږ لرغوني تاريخ که د يرغلګرو وحشتونه ياد ساتلي دي نو د خپلو پلرونو او نيکونو مقاومتونه موهم ژوندي دي د مثال په توګه د افغان ولس جهاد او مقاومت وو چې کمونستان ئې د ذلت او ماتې سره مخ کړل نور په افغانستان کې د کمونستي نظام ساه په ختو وه چې روسانو پر افغانستان د کمونستي نظرئې او نظام د دوام پخاطر مستقيماً د جدي په شپږم تور ماښام د يو نيم لک وحشي سرو لښکرو په بدرګه پر افغانستان د بمونو باران او سور سيلاب جوړ او پوځي يرغل وکړ او ببرک کارمل ئې په ټانګ سپور تر ارګه را ورساوه د ۱۳۵۸ کال د جدی شپږم تور ماښام د افغانستان په تاريخ کې هغه کرغيړن ماښام دی چې هيڅکله به دهغه د وحشت صحنې د افغانانو له ذهن څخه ونه وځي.

قدرمنو لوستونکو! مونږ د ثور اوومه او د جدي شپږمه ځکه کرغيړنې بولو چې غلامانو او يرغلګرو پدې ورځوکې زمونږ د ولس د وينو د بهولو پيل کړی دی، له بده مرغه د ميزان په پنځلسمه د امريکا تر يرغل پورې او لا څرګنده نه ده چې تر کومه به زمونږ د ولس دا وينې بهيږي تر اوسه پورې د دې وينو د بهيدو اصلی عاملين هغه کمونستي پوځي صاحب منصبان دي چې په کمونستي رژيمونو کې ئې د افغان مظلوم او بې دفاع ولس په وژلو له ډلګي مشری نه تر خوردضابطۍ او بيا تر جنرالي رسيدلي دي ، بد بختانه هغه د کمونستي رژيمونو ماشيني جنرالان د خپلې قبلې مسکو ( سرې ماڼی) په بدلولو اوس مخونه واشنګټن ( سپينې ماڼۍ) ته اړولي دي څرنګه چې ئې د روبلو په مقابل کې خپل د غلامی سرونه مسکو ته ټيټ کړي وو اوس ئې واشنټن ته د ډالرو په مقابل کې له هغه زيات ټيټ کړي دي کمونستان نن هم په افغان ولس د هغو وحشتونو يادونه او تکرار د امريکا ئې پوځ په سيوريو کې تازه کوي. کوم چې ئې د روسانو تر سيوری لاندې سرته رسول.

تر ټولو خو بده دا ده چې هم هغه کمونستي جنرالان د هيواد په رسنيو او تلويزوني چينلونو کې په خپلو مرکو کې ځانونه د ولس دوستان او د وطن خواخوږي معرفي کوي خو ولس پرې ښه پوه دی چې دا همهغه روسي غلامان دي چې د مخه ئې لاسونه د مسکو په قومانده د ولس په وينو سره وو نن د امريکا له حکم سره سم همهغه ډول جنايات په مظلومو، شريفو او متدينو افغانانو سر ته رسوي که اوس امريکا ئې پوځي يرغلګر زمونږ ودونه، جنازی، جوماتونه ، کورونه او نور مقدسات بمباروي او زمونږ ګران وطنوال شهيدانوي زمونږ له ذهن څخه د روسي يرغلګرو د يرغل په وخت کې په افغانستان کې د روسانو ظلمونه اوجنايات له ياده نه وځي روسي يرغلګرو په افغانستان کې د اشغال ټوله موده (3335) ورځي وه خو هره ورځ ئې په افغانستان کې هغه جنايات سرته رسولي چې اوس امريکائې پوځونه همهغه ډول جنايات او ظلمونه د خپل پوځي يرغل هدف ګرځوي روسانو په ياده موده کې دوه ميلونه افغانان شهيدان او په همدومره شمير ئې معيوب او يتيمان کړل ، ترلسو ميلونو زيات افغانان ئې دخپلو وحشتونو په دوام د خپل وطن ، کليو او کورونو پريښودلو ته اړ کړل چې بدبختانه تر اوسه پورې د روسي او امريکائي يرغلونو له وحشتونو په کډه شوي افغانان خپلو کورونو ته نشي را تللای. په پرديو هيوادونو کې هغه نا خوالې ګالي چې د ګاللو او زغملو نه دي که خپل ټاټوبي ته ستنيږي پخواني کمونستان ئې تهديدوي او د ترهګری ټاپی پرې وهي.

عزتمنو لوستونکو! مونږ د روسي يرغل د جدي د شپږمې يادونه کوو ، خپل ځوان نسل ته ئې د تاريخ په توګه د هغوی وحشتونه يادوو ! وايو چې د ثور کودتاه روسي يرغلګرو ته د افغانستان په پاکه خاوره قدم ايښودلو ته زمينه برابره کړه کمونستان چې د اوسني حکومت په لوړو پوستونو دندې ترسره کوي که هر څو په رسنيو کې د وطن دوستۍ او افغانيت چيغې او سورې ووهي دغه تور مخي کمونستان همهغه د وطن او افغان ولس دښمنان دي چې تر نن ورځې پورې زمونږ دبدبختيو سبب ګرځيدلي دي. دا هم بايد په ډاګه کړو چې روسانو د خپلې ماتي په وروستی ورځې هغه څه له ځان سره يوړل چې دوی ته نه کيدونکي ښکاريدل او دمنلو وړ ورته نه وو، د توپونو جهازونو، ټانکونو او يو نيم لک وحشي لښکرو په بدرګه په امو له غروره ډک سرونه را اوړيدلي او ګرمو اوبو ته د رسيدو په تکل کې وو چې د افغان ولس دايمان په عقيده سمبال مقاومت او جهاد په پايله کې غاښ ماتي او سرماتي بيرته سرټيټي په شرميدلې تيښته وتښتيدل او اخري عسکر چې د امو له سيند څخه تيريده افغانستان ته ئې مخ واړوه چې افغانستان زمونږ قبرستانه بيابه کله هم درنه شو!
محترمو لوستونکو! د روسي يرغلګرو هغه وحشتونه چې په ګران هيواد کې ئې سر ته رسولي له افغانانو نه هيريږي.

دبيلګی په توګه لغمان کې ئې په ۱۳۶۲ کال ( ۲۰۰۰) ولسي وګړي په يوه ورځ شهيدان کړل حتی چې د علي خيلو د قوم د ماشومانو په سينو کې خښې برچې ئې همغسې خښې پريښې وې،د بغلان ولايت د کيلګي په دشته کې مسلمانوعسکرو د روسانوخلاف پاڅون وکاوه چې روسانو د کيلوالو په ګډون (۱۵۰۰) تنه په شهادت ورسول. په لوګر کې چې روسانو هلی کپتر ښکته کړ څه ئې چې وکړل هغه هر چاته معلوم دي لله الحمد همغه څرخي الوتکه د هاشم په نامه يو مجاهد رانسکوره کړه او د خپل افغاني غيرت غچ ئې ترې واخيست تر اويا زرو زيات افغانان ئې د جګړو او کورونو د تالاشی په مهال ونيول مسکو ته ئې انتقال او د وسلو په کارخانو کې ئې شپه ورځ په کار بوخت کړل، روسانو به دغو مظلومو افغانانو ته ويل چې ستاسې په لاسونو دغه جوړ شوي کارتوس او وسلو باندې ستاسې پلرونه ،ميندې او ورونه وژنو، او ستاسې کلي او کورونه پرې ورانوو همداشان روسانو په افغانستان کې تر شپيته ميلونو زيات ښخ کړي ماينونه پريښي دي چې د يو روسي جنرال په وينا ( زمونږ له وتلو وروسته به پنځوس کاله له افغانانو سره زمونږ ماينونه جګړه کوي). حقيقت دا دی چې نن هم زمونږ په کليواو بانډو کې پر هغوماينونو زمونږ ولسي وګړي شهيدانيږي .

ګرانو لوستونکو! مونږ ته دا هم ياد ده چې روسانو د خپل يرغل پرمهال د (۵۵۰۰) کيلو وزن لرونکي سکاډ توغندي، زرکيلو وزني اوراګان او خرواري نيپال بمونو په ورولو سره زمونږ د ولس کلي او کورونه له خاورو سره خاورې او په کنډوالو بدل او په افغانستان ئې د بمونو باران جوړ کړی وو خو زمونږ د ولس سپيڅلی جهاد او مقاومت ئې خاموش نه شو کړای.

که روسانو او کمونستانو زمونږ ګران هيواد په کنډواله بدل او په هر کور کې ئې ميندې په وير کينولې الحمد لله تر هغي بدې پايلې ئې په خپلو سترګو وليدلې،چې هغوی ئې د لاندې تاوانونو سره مخ کړل او سوپر طاقت څخه ئې صفر طاقت ته راښکته کړل او د افغانستان د جهاد په برکت شوروي اتحاد دړې وړې شو چې د منځني اسيا څوارلسو هيوادونو له شوروی اتحاد څخه ازادي تر لاسه کړه همداراز د روسانو( ۲۰۸۰ ) طياری تخريب شوې(۱۷۰۰۰) ټانکونه(۲۱۰۰۰)نقليه وسايط له منځه تللي او (۵۰۰۰۰) روسان وژل شوي اوپه سوونو بې درکه دي د روسانو دورځې (۴۵) ميلونه ډالر مصرف ووچې(۳۳۳۵) ورځې افغانستان کې پاتې شوي چې له اقتصادي لحاظه روسيه ديواليه او ډيره کمزورې شوه او له خپلو سيالانو سره سيالی څه چې نن ئې غلامي کوي.

عزتمنو لوستونکو ! په پای کې ستاسې توجه دې خبرې ته راګرځوو هغه دا چې د جدي د شپږمې عاملين کمونست جنرالان هغه قهرمانان دي چې پرون ئې د روسانو د خوشحالولو لپاره بريتونه لوی کړي وو د هورا او سوسياليزم چيغې به ئې وهلی خو کله چې مجاهدينو کابل ونيوه، همدغو قهرمانو جنرالانو بريتونه کم کړل ږيرې ئې پرېښودې او پکولونه ئې په سر کړل دجهاد او اسلام خبرې ئې کولی، خو کله چې طالبانو کابل ونيوه،دوی خپلې ږيرې لوئې کړې او پګړي ئې په سر کړل.

د جومات او طالب صفتونه به ئې کول، کله چې امريکايانو په افغانستان يرغل وکړ دوی ږيرې وخريلې، نيکټائې او صليب ئې په غاړه کړل او د ديمکراسی او جمهوريت چيغې وهي ، خدای مکړه که سبا سيکان يا هندوان، افغانستان ونيسي دوی به د سيکانو غوندې پګړي په سر او د هندوانو غوندې به په خپلو ټنډو خالونه ووهي او په لاسونو کې به بنګړي او کرې واچوي د بامبړ، پنډت او بابا ګورو نانک صفتونه به کوي ځکه چې دا ابن الوقت عناصر دي ښه ئې وپيژنی چې هيڅ دين او مذهب نه لري دوی د هغې رقاصې او بازيګرې غوندې دي چې د هر چا ډول ته ګډيږي څوک چې پيسې زياتې ورکوي د هغه ترڅنګ دريږي، لعنت په هغه چا چې يو دين او يو مذهب نه لري څوک چې په قدرت کې وي د هغوی ملګري وي که مونږ افغان ولس ته يادشوي تاوانونه ، تباهۍ او کړاوونه د داود خان تيروتني او يا د ولس غفلت ياد کړو په دواړو صورتونو کې مونږ سره چې څه وشول هغه ښه ونه وشول، خو لوړه حوصله، د ايمان جذبه د اسلام او وطن سره مينه او محبت دراتلونکو وختونو لپاره له مشکلاتوڅخه دخلاصون لار ده.

محترمو لوستونکو ! د ځينو جهادي مشرانو له خوا افغان ولس سره يو بل ظلم او نه بخښونکی عمل داهم دی چې دجدي دشپږمې او د ثور د اوومې عاملين او د شل لکو شهيدانو قاتلين وبښل شول. دا اوس چې په موجوده حکومت کې د دوو ميلونو شهيدانوقاتلين په لوړو پوستونو پاتي دي دا هم يو نه بښونکی جرم دی که په طالب نظام کې دوی (کمونستانو) سره داسلامي اصولو په بنياد چلند شوی وای دامريکا يرغل او په افغانستان کې روانې تباهۍ به دومره دوام نه وای موندلای لکه څرنګه چې افغان ولس له داودخان اوځينې جهادي مشرانو څخه ګيله لري چې کمونستانو ته ئې دسزا په ځای مکافات ورکړل دا رنګه دا ګيله هم طالب نظام ته په ګوته نيولو سره راجع کيږي چې طالب نظام کې هم هغه سزا کمونستانو ته ورنکړل شوه کومه چې ورته د خپلو کړنو په مقابل کې لازمه او اسلام ورته ټاکلي وه.

والسلام عليکم ورحمة الله وبرکاته.

اســــلام زنـــده بــاد.
تل دې وي افغانستان.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
21 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

توریالۍ همته وروره پوره اوصحیح حقیقت دی لیکلۍ دۍ کاشکی موږخپلوشهیدانویتیمانواوکونډوته دقرآن له رویه کتلای موږ ته چه قدرت الله راکی بیامی دالله دکلام اوامرهیرسی د مجرمانوبخښل دهغوخلکوحق دۍ چه ظلم پرسوی وی زماپه یاد دی دطالبانودحکومت په شروع کی زه دجرمنی دهامبورګ په ښارکی وم لکه تاسوچه فرمایلی دی زړوخلکیانوږیری پرایښی وی په جرمنی کی چاندی ټولولی په میلیونومارکونه یی ټول کړل ولی چه جرمنیان دافغانستان له جهاده پدی خوشحالول چه شرقی جرمنی دافغانانوپه قربانۍ له روس څخه آزاده سوی وه څوک چه پوهیدۍ وطن ته نسوتلای ولی طالبانودږیری پرنامه بندی کاوی اوبیعرتی یی وراړوله دږیر هیڅ ذکرپه قرآنکریم… نور لوستل »

غمی،پښتین

سلامونه همت صاحب.
د کمونیستانو ظلمونه مو هیر شول، چه دا د مجاهدینو ،طالیبانو.ظلمونه مو ولیدل.نوی ماډل ظلمونه.
د هر وخت،هر کال نوی ماډل ظلم.د کمونیست شوروی نه ګیله نه کوو.هغه خو کمونیستان وه،دا مجاهدین ،بیا دا طالیبان ځانونه فرشتی بولی.او طالیبان ځانونه د الله ج لښکر بولی،راتلونکی دا راته ولیکه چه کوم ظلم یی ونه کړ؟

غ.حضرت

غمی خانه! زما په نظر ،ښه سو چه د پسو او بزو د رمې څخه را جلا سوې، اوس لږ غوندی هوسا ښکارې او نوم دی هم ښکلی شو. ستا ځینی څرګندونی ډېری مېړنۍ او رُکی او بعضاً پر واقعیتونو بنا دی خو د پورته احساساتی تبصرې په هکله درته عرض کړم چي: ۱- د یوه مجرم جرم د بل مجرم د برائت لامل نه ګرځی، دا کار د الهی سنت او تاریخی سنت او انسانی او حقوقی سنت خلاف دی. ۲- کمونیزم، مارکسیزم، فاشیزم،ناسیونالیزم،راسیزم،انارشیزم،د اکتوبر انقلاب،د ثور اوومه ،د جدی شپږمه، د ثور اتمه،توپکیزم،طالبیزم، ګیلانیزم، مجددیزم،د سیاف وهابیزم او… نور لوستل »

غمی،پښتین

غ،حضرت اسلام علیکم. الله ج د اوږد عمر او روغ صورت درکړی.اوس هم د وزی پسونو رمه لرم.دا چه بارانونه او وواری کمی اوری نو د شپونتوب دومره ګټه نشته،بیا هم الحمد لله حلال رزق ګټم، د ستا د تبصری سره زه موافق یم،خو یوه خبره را په یاد شوه. وایی چه احمد شاه بابا ډهلی ونیو.نو هلته په تنګ شو،نو دا بیت ووایه، ډهلی تخت هیرومه…………….چه را په یاد شی د پښتونخوا د غرو سرونه. نو ما اتومات ور غبرګه کړه چه، د روسی خلقی پرچمی امریکایی ظلم هیرومه…چه را په یاد شی د طالیب مجاهد شنه ظلمونه نو… نور لوستل »

جميل

حضرت صيب ! دا چي تاسي د دير شه او پاك عالم د بصيرت كچه تيته بولى نو په جواب به يى هم پوزخند ووهى. ستاسو جواب ما غوندى ساده هم دركولاى شي كه طالب د انگريزانو په شوم مقصد نه پوهيداى له هلمنده به يى نه شرلاى او د زان ساتونكي او بادار به يى گنلاى لكه اوسنى مزدور دولتيان . كومه ورز چي ددوى تولو بادار امريكا په تيشته بريالى شوه ، انگريز ، جرمن او نور چغالان به يو هم نوي پاته . سنگه چي افغانانو د پاك الله(ج) په زور كمونيزم مات او ورك كى همداسي… نور لوستل »

زمان زیارمل

حیرانونکی ده ! چه ځینی انسانان څومره الله ج ذلیله کړل بله مسلکی پوهه نه لری چه حلال رزق پری ترلاسه کړی روس او امریکا زمونږ دغه دول خلک به همدغو ګډوډو او جتیاتو ویلو ، زهر پاشلو او ناولتیاوو خپرولو د ټول عمر د پاره خیرات خواره اموخته کړل لا یی مجبوره کړل چه به هالیند ، لندن ، پاکستان او نورو غربی او عربی هیوادو کی د هغوی سوسیال واخلی او داسی نور نننی غمی ، لونګ او پرونی ځدران څه عمر یی په کابل او څه دهالیند په سوسیلا کی تیر شو تیریږی حتی په نورو څو… نور لوستل »

غ.حضرت

اجمل صاحب! سلام علیکم. د طالبانو د فکری انډیوالانو کوم چي لیکنی او تبصرې کوی فقط ته او ګران ورور همت صاحب د پراخی حوصلې څښتنان یاستی نور اکثره وړونه یا ما غوندی شنه دی او یا د تُروو احساساتو تر ناوې لاندی ناست دی. ګوره وروره، موږ او تاسی انسانان یو او افغانان یو او ځانو ته مسلمان هم وایو، ډېر اشتراکات سره لرو، یوازی د کفارو او ظالمانو او مارکسیسټانو او نورو جُهالو د کرغېړنو کړنو غندنه زموږ د اشتراک ټکی ندی بلکه کېدای شی د اشتراک زاویه مو په یو پراخ مستطیل بدل شی، اصلاً د اشتراک… نور لوستل »

اجمل

غلام حضرت جانه جګړه دی یا مفاهمه دی جمیل سره ده او نوم زمونږ ( اجمل ) لیکی دا ولی غواړی چه ستاسی د تبصری سره خپل نظریات اوس شریک کړم ؟
که نن له خوبه ناوخته ډیر وختی پاڅیدلی څه خبره ده ؟

غوربندي

غ. حضرت صاحب

د يهودانو د لاس محصول شيعه ايزم مو ولې نه دی ياد کړی؟؟؟

مسلمانه زړه مو د شيعه ايزم له چروکو ومينځی کنه د پښو مينځل هېڅ ګټه نه درته کوي !!

غ.حضرت

غوربندی صاحب! سلام. ستاسی فرمایش به ددې معنی ولری چه زما ټولی خبری صحیح دی او فقط نقیصه ئې داده چي شیعه ایزم می ندی ټکولی. نو داسی به وکو چه تاسی اول زما ټولی خبری تصدیق کی او زه به بیا د شیعه ایزم په هکله هم درسره وږغېږم.دا به غیر منطقی او غیر منصفانه وی چي زما د لیکنی د محتویاتو د حقانیت د تصدیق څخه تېښته پدې پلمه توجیه کیږی چه ګواکی ما شیعه ایزم د یهودو د پلانونو زېږنده نده ګڼلې. کوم وخت د یو پاکستانی سلفی سره مخ شوم، ویل ئې صوفی ګری او شیعه… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

غ حضرت صاحب ! بحشنه کوی چه ستاسی تر منځ د یو بیطرفه لوستونکی په حیثیت قضاوت او ارزونه کوم : تاسی خپله تبصره ضداو نقیض دریز نیولی او هغه دا چه: تاسی لیکل چه هغوی ستاسی ټولی خبری په استثنی د دی چه ( شیعیزم دی نه دی ټکولی ) تصدیق کړی خو سمدلاسه وایاست چه تاسی زما ټولی خبری تصدیق کړی ( په داسی حال کی چه هغه ستاسی په وینا مخکی له مخکی تصدیق کړی دی . بیا مو بل حیرانوونکی مثال راوړی چه ددی موضع پوری اړه نه لری [ یو سلفی وایی چه صوفیزم او… نور لوستل »

غوربندي

غ. حضرت صاحب ۱- خبره مو کره او صحيح ده. ۲- خبرې مو غلطې څه چې له عقل څخه هم ليرې دي ځکه د مارکسيزم او کمونيزم تر سرليک لاندې مو د افغانستان روحاني طبقه خلک ياد او بيا د انګلوساکسون شيطاني پديدې ياد کړي، د صبغت الله خان او پيرګيلاني د بلواکئ له مخې ټول مجدديان او پيران صاحبان انګريزانو ته منسوبول مطلقه افتراء او ظلم دی، همدارنګه له طالبيزم څخه مو که مطلب د دوی مدرسه او منهج وي نو د دوي انتساب انګريزانو ته د کفر په کچه لويه تخطي بللای شو،،،، دا ټول افترأت د نااهله… نور لوستل »

جميل

الحمدلله انسان ته الله(ج) عقل او شعور ورکړيدی چي دښو او بدو توپيراوانتخاب پکي کولای شي ، تر دې ځايه چي دی د بل انسان په عقلانيت باندي د هغه په ليکنه هم څه ناڅه پوهيدلی شي چي پر کومي رهي دی ، دا پيرزوينه پر ټولو ده ، خو کله چي مونږ ځانته مسلمان ووايو بيا نو حتمي ده چي بايد خپل ايمان ته وګورو چي تر کومي اندازې د الله(ج) آيتونه او د محمد(ص) حديثونه منلای شو بيا تر کومي اندازې يې کولای شو. که دا ومنو چي هدايت او ضلالت ، عزت او ذلالت ، خلاصه جنت… نور لوستل »

غ.حضرت

سلام علیکم غوربندی صاحب! وروره لکه چه یو د بل په وړاندی نه قانع کیږو. ۱- امپراطوری یا امپراتوری( ټول هغه غربی مفاهیم خصوصاً چي د T د تلفظ درلوونکی وه په عربی ترجمو کی په ط لیکلی شویدی لکه مثلاً افلاطون چي دا اصلاً اپلاتون باید تلفظ او ولیکل شی چي البته د څو کلونو را پدېخوا غیر اصیل عربی نوم د ط پر ځای په ت لیکلی کیږی. په هر حال، امپراطور یوه رومی کلمه ده چه د روم فاتحانو او شهزاده ګانو ځانته غوره کړې وه خصوصاً هغو حکمرانانو کوم چه د حاکمیت جغرافیا ئې پراخه وه… نور لوستل »

غوربندي

غ. حضرت صاحب

وعليکم السلام و رحمة الله

وروره زه باور لرم چې تاسو به له سياست څخه د دين په جدايی راضي نه وی، نو که همداسې وي نو بيا د نن او پرون د ملا صاحبانو مدرسې، کتاب او منهج خو هيڅ تغير نه دی خوړلی.

ستاسو په نظر دوی کوم کوم کارونه کړي چې بايد نه يې وای کړي؟؟

مجاهد

غلام حضرت صاحب ! تاسی او غوربندی صاحب ځکه سره نه قانع کیږی چه غوربندی صاحب د یوی ځانګړی موضع په شاوخوا تمرکز کوی او تاسی هم سمه وایاست مګر له موضع لیری وځۍ. ستاسی د مناظری په تړاو می یو ملګری راپه یاد شو : سعیدالرحمان رحمانی زمونږ ذ ټولو حزبیانو ګډ میلمه وو د هرچا کور کی چه به میلمستیا وو ټول حزبیان به هلته وو د هیواد په اړه به مو له سعید استاذ څخه چه نوی راغلی وو پوښتنی مطرح کولی خو د سعید استاذ کشری ورور چه زمونږ سره په هماغه هیواد کی هستوګنه لرله.… نور لوستل »

muheek

مجاهد صاحب.
کوم حزبیان د مطلب دی؟بریتور او که ګیره ور؟نو تاسو محترم د بریتورو حزب غړیتوب هم درلود؟

غ.حضرت

سلام علیکم. دا به زما وروستۍ تبصره وی د سیاسی مسائلو په هکله. نن ټکی آسیا ښه غیرتی ویبپاڼه ده د هر چا نظر خپروی خو سیاسی مقالې او لیکنی ئې په اصطلاح د مقاومت د فکری طرفدارانو لخوا لیکلی کیږی چي البته دا ددوی مسلّم حق دی.زه نور د طالبانو د انډیولانو سلیقې ته په نن ټکی آسیا کی مزاحمت نه رامنځته کوم او لدې وروسته به یوازی په ټولنیزو او فرهنګی او دینی مسائلو کی خپل خام نظر او تبصره وړاندی کوم چي البته د سیاسی افکارو د تخلئې لپاره نور ویبسایټونه هم شته خو د نن ټکی… نور لوستل »

غمی،پښتین

غ،حضرت صاحب سلامونه او نیکی هیلی.
زه ستا ټولی تبصری په شوق سره لولم،او ګټه ور څخه اخلم.او د ستا د نورو تبصرو ته سترګی په لاره یم،هیله مند راتلونکی کی هم خپلی هر قسم تبصری او لیکنی او خپل سیاسی نظریه له موږ سره شریک کړی،
مهمه نه ده چه څوک توافق ورسره لری او کنه.هر څوک .هره لاره مخالفین لری.خپل کار به کوی،په هر چا باندی خپله غاړه خلاصول په کار دی،که یی منی او که یی نه منی.
ستا ټولی تبصری په حقیقت ولاړی دی،نو وایی چه حقیقت وویل ترخه دی،والسلام

محمد

comment image

غوربندي

غ. حضرت صاحب

ستاسو تبصرې اموزنده او په زړه پورې دي، زه تاسو ته دا مشوره نه درکوم چې په سياسي ليکنو له تبصرې لاس واخلی.

هو، که داسې څه پېښ وي چې خدای مکړه د چا يا زما له خوا ستاسو سپکاوی شوی وي نو هغه لطفا راپه ګوته کړی.

Back to top button
21
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x