عراقي چارواکي: د ټرمپ نااعلان شوی سفر زموږ په ملي حاکمیت د تیري په معنی دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۶مرغومی، ۱۳۹۷ل): عراق ته د امریکا د ولسمشر ټرمپ نااعلان شوي سفر بیلابیل غبرګونونه راپارولي.

عراقي چارواکي وايي، عراق د ټرمپ نااعلان شوی سفر، چې عراقي چارواکو ته یې په اړه هیڅ خبر نه و، ورکړل شوی زموږ په ملي حاکمیت د تیري په معنی دی.

د پارلمان غړي صباح السعیدي رسنیو ته په خبرو کې وویل «د امریکا اشغال په عراق کې پای ته رسیدلی، ټرمپ دې خپل حدود وپېژني، نور دې عراق ته داسې نه راځي ، لکه د خپل هیواد کوم ایالت ته چې سفر کوي.»

صباح السعیدي د پارلمان د بېړنۍ غونډې د رابللو غوښتنه وکړه.

هادي الامیري د پارلمان بل غړی دی نوموړي د ټرمپ دا سفر د ټولو نړیوالو قوانیو خلاف وباله او و یې ویل «د ټرمپ سفر د ټولو سیاسي قوانینو خلاف دی، د نوموړي دا عمل له عراق سره د امریکا پخه دښمني را یادوي.»

یاده دې وي چې ټرمپ تېره شپه په یوه نااعلان شوي سفر عراق ته ولاړ، نوموړي هلته درې ساعتونه په الاسد هوایي اډه کې له خپلو فوځیانو سره تېر کړل، خو په دې دوران کې یې د عراق له هیڅ کوم چارواکي سره ونه لیدل.

خو د عراق د لومړي وزیر د دفتر له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې بیا راغلي چې، وار له مخه ورته د ټرمپ د سفر خبر ورکړل شوی وو.

خو له ټرمپ سره زموږ د نه لیدنې لامل دا وو چې له نوموړي سره د ملاقات د ځای په او وخت په اړه هوکړې ته نه و رسېدلي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

د لمړی او دوهم بوش برید په عراق او د عراق اشغال د عراق په ملی حاکمیت باندی ښکاره تیری نه وو چه له امله یی د صدام حکومت لیری او په ځآی دغه اوسنی غلامان چارواکی کړل. مګر اوس چه ترمپ او میرمن یی عراق ته د غلامانو له خبرولو غیره ځی او د خپلو عسکرو سره د کریسمس اختر ښه وخت تیروی اوس د عراق د غلامانو په ملی حاکمیت تیری دی؟ ښکاره خبره ده چه ترمپ او میرمنی یی ناڅاپی تګ عراق ته د مجاهدینو له ډاره کړی ( ځڼګل له زمرو خالی نه وی ) مګر… نور لوستل »