پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل ۳۹ کلونه پوره شول

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۶مرغومي، ۱۳۹۷ل): پوره ۳۹ کاله وړاندې د پخواني شوروي اتحاد پوځونه پر همدې ورځ د حیرتانو بندر له لارې افغان خاورې ته ننوتل او پر ګران هېواد د شوروي اشغال منګولې خښې شوې.

شوروي لښکر د خپل لاسپوڅي رژيم په مرسته د راتګ لار هواره کړه او ببرک کارمل يې ظاهراً د یو افغان واکمن په ډول پر چوکۍ نصب کړ.

شوروي اتحاد د افغان مزدورانو په همکارۍ د ۱۳۵۸ل کال د مرغومي په شپږمه پر افغانستان مستقیم یرغل وکړ او لوی بشري ناورین يې رامنځته کړ.

افغان ولس د خپلو دیني علماوو په هڅونه د شوروي اتحاد پر وړاندې د جهاد غږ پورته کړه او له شاوخوا لس کاله مقاومت وروسته يې د لويې قربانۍ په بدله تېښتې ته اړ کړل.

د تېښتې پر مهال د وروستي روسي جنرال بوریس ګروموف هغه خاطره مشهوره ده، چې د امو سیند نه د اوښتو په وخت يې شاته هم ونه کتل، لیکلي يې دي: «زه وروستى شوروي سرتېرى وم، چې له افغانستانه ووتم، په وروستيو شېبو کې مې په خپل ځان کې لويه تشه محسوسوله؛ ځکه په مخکې مې توره او ګونګه راتلونکې وه او شا ته مې خالي او په اوبو لاهو ماضي ليدله.»

د پخواني شوروي اتحاد یرغل چې له هر ډول قانونه ښکاره سرغړونه بلل کېدله، د افغان ولس سلګونه زره تنه يې شهیدان، معیوب او کډوال کړل.

په دې جګړه کې د لیکوال محمد اکرم اندېشمند په قول ۱۴۴۵۰ تنه روسي عسکر وژل شوي، ۴۹۹۸۳ تنه ټپیان شوي او ۳۳۰ نور لادرکه دي.

شوروي اتحاد له ټول ځواک سره د ۱۳۶۸ل کال د سلواغې پر شپږویشتمه پښې سپکې کړې.

په همدې مناسبت د طالبانو خپره کړې اعلامیه کې راغلي، چې امریکا هم کټ مټ د شوروي له برخلیک سره مخ شوې ده.

امریکا د ناتو غړو هېوادونو په ملتیا د ۲۰۰۱ز کال د اکتوبر پر اوومه پر افغانستان یرغل وکړ.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د