افغانستان

طالبان: امریکا دې له شوروي نه په عبرت؛ تر زور ازمویلو تېره شي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۶مرغومي، ۱۳۹۷ل): پر ګران هېواد د پخواني شوروي اتحاد د يرغل د نهه دېرشمې کالیزې په مناسبت طالبانو په خپره کړې اعلامیه کې امریکا د زور پر ځای د «تعقل لارې» او اقتصادي او ډيپلوماټيکو «اړیکو ساتلو» ته را بللې.

اعلامیه کې د شوروي اتحاد ماتې او د تېر جهاد بریا امریکا ته د عبرت په توګه ور یاده شوې چې باید درس ترې واخلي.

«که واقعیت ته وکتل شي نو پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د وحشیانه یرغل ۳۹ کلیزه د امریکایانو لپاره یو غوره درس دی چې امریکايي چارواکي باید ډیر څه تري زده کړي، په افغانستان کې د شورویانو له شکسته عبرت واخلي او له ازمویل شویو افغانانو سره نور باید د زور ازمویلو خیال له سره وباسي.»

سره له دې چې امریکا د شوروي له برخلیک سره مخامخ شوې یاده شوې، خو بیا هم طالبانو پرې غږ کړی چې د زور ازمویلو پر ځای دي، اقتصادي او ډيپلوماټيکي اړیکي وساتي.

«او له همدې مناسبت نه په استفادې سره امریکايي یرغلګرو ته یوځل بیا د تعقل او منطق له لاري له افغانستان څخه د وتلو او له اینده افغانستان سره دزور آزمایلو پر ځای داصولي دپلوماتیکو او اقتصادي رابطو سپارښتنه کوي.»

دا په داسې حال کې دی چې د امریکا او طالبانو مخامخ وروستیو خبرو ته هیلې پیدا شوې او ولس تمه لري چې د روان جهاد له بریا وروسته به د تېر جهاد تر بریا وروسته وضعیت سره توپیر ولري او طالب به دا وړتیا ولري چې د نویمو کلونو د حالت د تکرار مخه ونیسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

یوه خبره نړیوالو او هیوادوالو یا مظلوم بشریت ته ورپه یادوم چه [ دا امریکا نه بلکه نظم نوین جهانی دی چه امریکا هر چیری چنګوی او مظلوم بشریت پری استثماروی او غلاموی ] امریکا کم و زیات ۳۵۰ میلونه نفوس لری زه باور لرم چه یو یا دوه میلونه یهودان او صلیبیان یی بیلونران او سیاستمداران یعنی هم زر لری هم زور او هم زیور لری باقی قاطع اکثریت یا ۳۴۸ یا ۳۴۹ میلونه د امریکا خلک د مظلوم بشریت برخه ده یعنی د هغه ګوتو په شمار یهودانو د قانونی استثمار لاندی د مرګ په انتظار شپی ورځی… نور لوستل »

Naim

ما ته خو زان زانى شكارى. او هرسوك قدرت ته رسيدل غوارى. زما زره ته نه لويزى جى : “دا په داسې حال کې دی چې د امریکا او طالبانو مخامخ وروستیو خبرو ته هیلې پیدا شوې او ولس تمه لري چې د روان جهاد له بریا وروسته به د تېر جهاد تر بریا وروسته وضعیت سره توپیر ولري او طالب به دا وړتیا ولري چې د نویمو کلونو د حالت د تکرار مخه ونیسي.” زكه همدااوس افغان عملاوينوجى “طالب يا حكومت” )بل افغان وزنى او دواره وايي جى (لا الله الاالله ). او بيا اكثريت هغه افغانان وزل كيزى… نور لوستل »

لونګ

شوروی کسانو مات کړ چی تاسی ورته جنګسالار وایی. همدا جکمتیار وه، سیاف، او نور. که هدف مو ملت یی چی افغان ملت شوروی مات کړ، بیانو تاسی ولی ملت ته مراجعه نکوی چی سوله وشی. کله همغو شورویانو منډی وهی او کله هم نورو ته پنجابیان خو مو هسی د ادی مړونه ده.

الحاج استاذ بیانزی

واو لونګ صاحب ، زما په خیال نن سهار په ښی اړخ له خوبه ویښ شوی او له کټه پاڅیدلی یاست ، زه مو د دی تبصری سره سل په سلو کی موافق یم الله ج دی اجرونه درکړی . صرف دیوی خبری اجازه درڅخه غواړم چه مجاهدینو ( مجاهد ملت ) د روسانو مورال په اوایلو کی شړولی او مات کړی وو خو وروسته چه د شیطانانو انګریزانو او امریکایانو لاس او پښی دننه شوی له جهادی رهبرانو یی د څو پیلونو ډالرو په بدل کی جهادپه بیه رانیولو له هغه وروسته یی جهاد خو پریږده د افغان او… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

نعیم جان وروره ! خدای دی وکړی چه ستاسی دا خبری د افغانی او اسلامی مینی او پوهی له مخی وی زه به ستاسی د تسکین د پاره ستاسی پوشتنو ته ځواب ووایم : کله چه مسلمانان د جاهلو قریشو کی چه هر ډول ځان ځآنی پری حاکمیت درلود یی داسی اسلامی حکومت جوړ کړو چه لمړی نړیوال د الهی عدالت حکومت وو، هغه وخت مسلمانان هم په جنګ کی وو په جنګ کی ټولی ډلی په یو اړخ نه وی یوه ډله پکی خامخا د حق او نوری ډلی د پاطل اړخ نیسی او باطل اړخ تبلغیات کوی جه… نور لوستل »

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx