طالبان: امریکا دې له شوروي نه په عبرت؛ تر زور ازمویلو تېره شي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۶مرغومي، ۱۳۹۷ل): پر ګران هېواد د پخواني شوروي اتحاد د يرغل د نهه دېرشمې کالیزې په مناسبت طالبانو په خپره کړې اعلامیه کې امریکا د زور پر ځای د «تعقل لارې» او اقتصادي او ډيپلوماټيکو «اړیکو ساتلو» ته را بللې.

اعلامیه کې د شوروي اتحاد ماتې او د تېر جهاد بریا امریکا ته د عبرت په توګه ور یاده شوې چې باید درس ترې واخلي.

«که واقعیت ته وکتل شي نو پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د وحشیانه یرغل ۳۹ کلیزه د امریکایانو لپاره یو غوره درس دی چې امریکايي چارواکي باید ډیر څه تري زده کړي، په افغانستان کې د شورویانو له شکسته عبرت واخلي او له ازمویل شویو افغانانو سره نور باید د زور ازمویلو خیال له سره وباسي.»

سره له دې چې امریکا د شوروي له برخلیک سره مخامخ شوې یاده شوې، خو بیا هم طالبانو پرې غږ کړی چې د زور ازمویلو پر ځای دي، اقتصادي او ډيپلوماټيکي اړیکي وساتي.

«او له همدې مناسبت نه په استفادې سره امریکايي یرغلګرو ته یوځل بیا د تعقل او منطق له لاري له افغانستان څخه د وتلو او له اینده افغانستان سره دزور آزمایلو پر ځای داصولي دپلوماتیکو او اقتصادي رابطو سپارښتنه کوي.»

دا په داسې حال کې دی چې د امریکا او طالبانو مخامخ وروستیو خبرو ته هیلې پیدا شوې او ولس تمه لري چې د روان جهاد له بریا وروسته به د تېر جهاد تر بریا وروسته وضعیت سره توپیر ولري او طالب به دا وړتیا ولري چې د نویمو کلونو د حالت د تکرار مخه ونیسي.

تبصرې (5)

  • یوه خبره نړیوالو او هیوادوالو یا مظلوم بشریت ته ورپه یادوم چه

    [ دا امریکا نه بلکه نظم نوین جهانی دی چه امریکا هر چیری چنګوی او مظلوم بشریت پری استثماروی او غلاموی ]

    امریکا کم و زیات ۳۵۰ میلونه نفوس لری زه باور لرم چه یو یا دوه میلونه یهودان او صلیبیان یی بیلونران او سیاستمداران یعنی هم زر لری هم زور او هم زیور لری باقی قاطع اکثریت یا ۳۴۸ یا ۳۴۹ میلونه د امریکا خلک د مظلوم بشریت برخه ده یعنی د هغه ګوتو په شمار یهودانو د قانونی استثمار لاندی د مرګ په انتظار شپی ورځی تیروی .
    حتی د امریکا هغه عسکر چه د امریکا له جوړیدو راهیسی د نړی په ۶۷ هیوادو کی جنګیدلی او د هغو هیوادو د ګوتو په شمار یی د ځان غلامان کړی او نور یی د امریکا په همدغو غریبو خلکو وژلی او غلامان کړی او مستعمره هیوادو کی یی هم د ګوتو به شمار خلک خپل غلامان او اکثریت قاطع یی د فقر او سواد له کچی ښکته کړی جبرا یی په ارزانو معاشو عسکری ، پولیسی او ملیشو کی استخداموی او د هماغو هیوادو غریب او مظلوم اولس پری وژنی

  • ما ته خو زان زانى شكارى. او هرسوك قدرت ته رسيدل غوارى. زما زره ته نه لويزى جى :

    "دا په داسې حال کې دی چې د امریکا او طالبانو مخامخ وروستیو خبرو ته هیلې پیدا شوې او ولس تمه لري چې د روان جهاد له بریا وروسته به د تېر جهاد تر بریا وروسته وضعیت سره توپیر ولري او طالب به دا وړتیا ولري چې د نویمو کلونو د حالت د تکرار مخه ونیسي."

    زكه همدااوس افغان عملاوينوجى "طالب يا حكومت" )بل افغان وزنى او دواره وايي جى (لا الله الاالله ). او بيا اكثريت هغه افغانان وزل كيزى جى نظامى يا امنيتى كريو سره تراو نه لرى او يا هم حتى به حكومتى ادارو كى كار هم نكوى.

    بس دى وزنه بس دى وزنه بس دى وزنه.

  • شوروی کسانو مات کړ چی تاسی ورته جنګسالار وایی. همدا جکمتیار وه، سیاف، او نور. که هدف مو ملت یی چی افغان ملت شوروی مات کړ، بیانو تاسی ولی ملت ته مراجعه نکوی چی سوله وشی. کله همغو شورویانو منډی وهی او کله هم نورو ته پنجابیان خو مو هسی د ادی مړونه ده.

    • واو لونګ صاحب ، زما په خیال نن سهار په ښی اړخ له خوبه ویښ شوی او له کټه پاڅیدلی یاست ، زه مو د دی تبصری سره سل په سلو کی موافق یم الله ج دی اجرونه درکړی . صرف دیوی خبری اجازه درڅخه غواړم چه مجاهدینو ( مجاهد ملت ) د روسانو مورال په اوایلو کی شړولی او مات کړی وو خو وروسته چه د شیطانانو انګریزانو او امریکایانو لاس او پښی دننه شوی له جهادی رهبرانو یی د څو پیلونو ډالرو په بدل کی جهادپه بیه رانیولو له هغه وروسته یی جهاد خو پریږده د افغان او روس جنګ نوم هم ورنکړو د سوړ جنګ ( جنګ سرد ) یا کولد ور نوم ورکړو یعنی د روسانو او امریکایانو جنګ چه افغانان پکی استخدام شوی وو له هغه وروسته د روسانو ماته د هغو پلورل شوو غلامو جنګسلارانو نه بلکه د امریکا د دالرو او وسلو په واسطه تر لاسه شوه او امریکایانو د روسانو سره د وتلو تړون په دی شرط لاسلیک کړو او موافقه وکړه چه له هیواده یی په ارامه وباسی چه د افغانستان کمونستان به د راتلونکی خپل منځی حګړو د پاره امریکایانو ته کراییی یا قباله ورکوی..
      هماغسی وشول د شمال کمونستان یی د شمال ستمیانو او د حنوب کمونستان یی د جنوب اخوانیانو سره یو موټی او یوه خوله او خبل منځی حنګونه یی به دی خاطر رامنځته کړل چه دغه جنګسالاران له مجاهد اولس سره فاصله بیدا کړی او هغه دجهاد، مجاهدینو او الیه نظام سپیڅلتیا د خاورو سره خاوری کړی نو په دوهم اشغال کی به خلک د الهی نظام په ځای دموکراتیک یا سکولریستی نظام په خپله خوښه ومنی

  • نعیم جان وروره ! خدای دی وکړی چه ستاسی دا خبری د افغانی او اسلامی مینی او پوهی له مخی وی زه به ستاسی د تسکین د پاره ستاسی پوشتنو ته ځواب ووایم :
    کله چه مسلمانان د جاهلو قریشو کی چه هر ډول ځان ځآنی پری حاکمیت درلود یی داسی اسلامی حکومت جوړ کړو چه لمړی نړیوال د الهی عدالت حکومت وو، هغه وخت مسلمانان هم په جنګ کی وو په جنګ کی ټولی ډلی په یو اړخ نه وی یوه ډله پکی خامخا د حق او نوری ډلی د پاطل اړخ نیسی او باطل اړخ تبلغیات کوی جه د حق اړخ هم کمرنګه او کم خونده کړی ، مګر الله ج هر څه وینی د حق د پلویانو ملاتړ یی وکړو . کټ مټ په لږ توپیر هماغه ډلی دمجاهدینو سره په جنګ کی دی چه د مجاهدینو د الهی نظام مخه ونیسی.
    خو د مجاهدینو سره د الله ج نصرت ملتیا لری امریکا په هغه لویی سره او ۴۸ پرمختللی هیوادونه او دغه جنګسلاران هم ملګری دی بیا هم طالب مجاهدین د بریا او دکابل غلاماناو باداران ورته د روغی جوړی د پاره ننواتی کویی.
    ستای د ۹۷ کلو یادونه کړی دغه یادونه باید ستاسی د پوشتنی د ځوابولو د پاره مونږ مثال راوړی وی چه هغه وخت کی چه یی د ټوپکیانو او جنګسالرانو مخه په ډیر ښه شان سره ونیوله او په څنګ کی یی یو نسبی حکومتی جوړشت رامنځته د االهی عدالت په قایمولو یی تول هیواد کی داسی امنیت رامنځته کړو جه د لمانځه په وخت کی به جیولرانو او صرافانو خپل دکانونه واز پريشودل چا یوه افغانی نه شوه پټولی .
    تر دی چ د پنجشیر په وادی کی یی د راتلونکو محاکمو د پاره محاصره کړی وو مګر مشری مور ( امریکی) په ډیر لوی طاقت او وحشت له محاصری وژغورل او د برچی په زور یی چارواکی کړل . طالبانو د دوی او د دوی بادارانو په ضد جهاد ته تر ننه دوام ورکړو او ورکوی . که امریکا وځی دا د دوی انتخاب نه بلکه مجبوریت دی په زور ایستل کیږی که طالبان د دوی بادران په زور ایستلی شی نو دغه خبیثان به د ۹۷ کال په شان یو ځل بیا په ډیره اسانی محوه او مهار کړی
    داخبره تاسی مه کوی چه افغانان افغانان وژنی ، ښه افغانان سره ورونه او بد افغانان سره ورونه او بیا د امریکایانو ورونه دی امریکایانو باندی یی زمونږ حریم اشغال او زمونږ د پاکدامنو افغانی او مسلمانو میرمنو عفت بی عفته کوی داسی افغانان باید تر امریکایانو دمخه مردار شی که توبه وباسی بیا نه وژل کیږی تر هغی جه د غلامی کړی یی په غاړه دی دوی ته افغانان ویل جرم دی