کورنیو چارو وزارت پر خواله رسنیو بندیز لګولی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۶مرغومي، ۱۳۹۷ل): د کورنیو چارو وزارت په تازه اقدام کې د دې وزارت پر مامورینو، پولیسو او ټولو کارکوونکو خواله رسنیو کې ګڼ بندیزونه لګولي دي.

که څه هم دا وزارت بندیزونه په څو مادو کې بیانوي، خو نږدې ټول ژوند پکې را نغاړي چې په هیڅ ډول کارکوونکي خواله رسنیو کې خپرونو ته نه پرېږدي.

د دې وزارت ویاند نجیب دانش وايي دوی د تلفاتو او زیانونو د کمېدو په هیله په خواله رسنیو په تېره بیا فیسبوک کې پر ګڼو خپرونو بندیزونو لګولي دي.

د هغه په وینا په ولایتونو او مرکز کې ټول پولیس هیڅ حق نه لري، چې حتی د خپلو ډالیو اخیستو تصویرونه خپاره کړي.

هغه وویل د پولیسو له قانون سره سم، خواله رسنیو کې د عریضو، شخصي احوالو، د تبدیلۍ، مقررۍ، ترفیع، نورو مواردو په اړه معلومات، د پولیسو د تحرکاتو، عملیاتو، وظیفوي لوریو او نورو مواردو په اړه معلومات او د جرایمو ضد عملیاتو اړوند، لاسته راوړنې، د جنايي دوسیو څېړلو او سپړلو اړوند معلومات په هیڅ ډول باید رسنیز نه شي.

د دې تر څنګ د دې وزارت کارکوونکي پر خپلو مشرانو له نیوکو خپرولو هم منعه شوي، رسنیو کې د بحث پر ګډون، د جنجالونو په اړه د نظر څرګندول، د وسلو تصویرونه خپرول او حتی په حکومتي یونیفورم کې د خپلو تصویرونو له خپرولو هم منع کړل شوي دي.

حکومت د بهرنیانو په ګډون د روان اشغال لویه لاسته راوړنه د بیان ازادي هم یادوي، خو د کورنیو چارو وزارت حتی د هغو تصویرونو خپرول هم جرم یاد کړي، چې یو پولیس پکې کومه ډالۍ تر لاسه کوي.

دا په داسې حال کې دی چې خواله رسنۍ د حقایقو د خپرولو او د خلکو تر منځ د اړیکو د ساتلو لپاره غوره وسیلې بللې کېږي، په لرې پرتو ولسوالیو او ولایتونو کې محاصره عسکرو، خپل شکایتونه څو ځلې د فیسبوک له لارې خپاره کړي، پر مشرانو يې نیوکې کړې او د خپلې بې وسۍ اضهار يې کړی دی.

ویل کېږي د کورنیو چارو وزارت له لوري دا ډول بندیزونه په ډاګه کوي چې حکومت د خپلو ځواکونو د غږ پورته کولو مخه نیسي او نه پرېږدي چې پکې شته، فساد، درغلۍ، ځپلې روحیه او بې وسي بربنډه شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د