مېلر منلې چې جګړه يې په ناکامۍ تمامېږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۶مرغومي، ۱۳۹۷ل): په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر وايي، باوري دی چې جګړه به داسې ختمه نه شي، چې پنټاګون پکې د بریا دعوه وکړي.

مېلر له «سې ان ان» سره خبرو کې ویلي، جګړه باید په سیاسي حل لار پای ته ورسېږي، چې په وینا يې یو اړخ يې هم نه شي ګټلی.

د هغه په وینا د امریکا پیل کړې اوولس کلنه جګړه به داسې پای ته ونه رسېږي، چې پنټاګون ته پوځي بریا ور په برخه کړي.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د امریکا سفیر جان بس هم له سکاټ مېلر سره همغږي ښوودلې او ويلي دې تر بل هر وخت اوس سیاسي حل ته زمینه ډېره برابره ده.

جان بس ویلي، داسې فرصت په ګوتو راغلی چې شپږ – دوولس میاشتې وړاندې داسې زمینه نه وه برابره شوې.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې لوېدیځو رسنیو د امریکايي چارواکو په حواله وویل، چې د نیمايي عسکرو پر ایستلو غور کوي.

د دې تصمیم پراخ هرکلی شوی او ولس هیله‌من دی چې ابو ظبۍ کې د طالبانو او امریکا مخامخ خبرې به ښې پایلې ولري.

ځينو سرچینو ویلي، ابوظبۍ کې بله ناسته به د را روان میلادي کال په لومړۍ میاشت کې وشي، چې حکومت هم پکې د ګډون هڅه کوي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Naim
میلمه
Naim

غوارم دوروستى بركراف به باره كى “ځينو سرچینو ویلي، ابوظبۍ کې بله ناسته به د را روان میلادي کال په لومړۍ میاشت کې وشي، چې حکومت هم پکې د ګډون هڅه کوي.” دى ووايم جى د باكستان اج خبربانه وكورى هغوى هم دا بيش كويى كره جى حكومت به خبرو كى برخه واخلى. اوس نو بايد ووايو جى افغانان كه به هرنامه دى كوداكيان دى. كه حكومت او كه ….

جميل
میلمه
جميل

دا چي امريكا او سعودي غلامانوته وعده وركريوه چي په اماراتو كي به يى د طالبانو سره ملاقات وشي او په همدى طمع لور پوري غلام چارواكي هم ورغلل چي طالبانو سره وگوري ، خليلزاد وَيْل چي ناظر غوندى به په يو كنج كي كيني او د خبرو حق به هم نلري خو طالبانو ونه منل او چغه يى كرل ، چي بيا خليلزاد هم لدى برخورده دير خپه و . ااوازى به ديري نوري هم خپرى شي خو د طالبانو موقف به همدا وي چي تر سوچي يو بهرنى غاصب هم په افغانستان كي وي دوى به د غلامانو… نور لوستل »