افغانستان

د مرغومي شپږمه؛ سپېدار ماڼۍ خوله چوله کړې؛ خو ګلخانې ماڼۍ لا هم غلې ده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۶مرغومي، ۱۳۹۷ل): نن د مرغومي شپږمه ده، چې پر افغانستان د شوروي یرغل نهه دېرش کلونه پوره شول، چې وړاندې به دا ورځ د ځانګړو مراسمو په ترسره کولو سره غندل کېدله.

تېر کال هم د دې ورځې د غندنې مراسم ساړه و، خو روان کال کې یوازې د اجراییه ریاست د ویاند مرستیال دا ورځ غندلې او د جمهوري ریاست خاموشۍ لا هم نه ده ماتې شوې.

د اجراییه ریاست د ویاند مرستیال فریدون خوځون وايي، روانې ناخوالې ټولې د هماغې ورځې زېږنده دي، خو په وینا يې اوسنۍ روسیه باید له دولت سره همکاره واوسي.

د لیکوال محمد اکرم اندېشمند په قول د روسي یرغل په پایله کې ۱۴۴۵۰ تنه روسي عسکر وژل شوي، ۴۹۹۸۳ تنه ټپیان شوي او ۳۳۰ نور لادرکه دي.

شوروي اتحاد له ټول ځواک سره د ۱۳۶۸ل کال د سلواغې پر شپږویشتمه د افغان ولس پر وړاندې ماتې وخوړه او پښې يې سپکې کړې.

د ګډ حکومت مشران هم د یادې ورځې په مناسبت ښايي یو دريځ ونه لري، عبدالله عبدالله چې ځان د تېر جهاد د برخه‌وال تر څنګ ان مخکښ حسابي، خو محمد اشرف غني بیا هغه څوک دی، چې اوس هم د کمونیستي مفکورې په تعقیب تورنېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی،پښتین

ګلخانی ماڼی او سپیدار ماڼی په نماینده ګی، طالیبانو په مسکوکی د پوتین لاسونه مچ کړل،ستانکزی د کارت په ښودلو سره پوتین ته بیا وفاداری څرګنده کړه.پوتین .دوربین داره توپک.راکټ وعده ورسره وکړه،
ایا د مسکوغوڼده لپاره بل ځای په دنیا کی نه وه؟

الحاج استاذ بیانزی

غمی پشتین صاحب ستاسی یوی تبصری ته مو د غلام حضرت د خبرو په اړه تبصره کی څه ناڅه معلومات درکړی کافی به وی. غمی پشتین صاحب! که زه پوه شم چه تاسی هغه انګریز یا امریکایی نه یاست چه پشتو مو زده کړی د هالیند امستردام ښار کی هستوګنه لری سوسیال هم اخلی او د خلکو د خطاایستنی د باره د پکتیا ګردیز او د سټو کنډو یادوی، خو که افغان یاست او هالیند کی سوسیال اخلی بیامو نه ملامتوم ، سوسیال د هغوی قانونی برخه ده غریبانو او مهاجرو ته یی تصویب کړی زه یی دغه کړنه تاییدوم… نور لوستل »

سیلاب

پشتین وروره ! تاچه څه لیکلی او څه لیدلور او تګلیاره لری زه ستا له خاطره ورته درناوی لرم ، مګر توافق ورسره نه لرم ولی؟ تاسی لیکلی چه [ طالبانو د پوتین لاسونه مچ او پوټین ورسره د وسلو ژمنه وکړه ایا بل ځای کی یی د سولی خبری نه شوی کولای ] په قران کی فرمایی چه مونږ ځینی کفری قومونه د نورو کفری قومونو سره په دشمنیو کی اچولی یعنی د هغوی له دشمنیو مسلمانان مثبته ګټه پورته کولای شی پرون مجاهدینو د روسانو په ضد له امریکایانو ګټه پورته کوله او نن لکه د روس په… نور لوستل »

غ.حضرت

کومه ورځ می یو آشنا رانه پوښتنه وکړه چي سپیدار څه معنی؟
په ځواب کی می ورته وویل چه باور وکه په معنی ئې سم نه پوهېږم خو فکر کوم چه د ددې نوم وجه شاید داوی چي هلته( سپیدار ماڼۍ) کی سپیده ډېره ارزانه او پرېمانه وی.که تاسی پام کړی وی په سپیدار کی ناست ټولو بوړاګانو مخونه سپېره غوندی سپین وی لکه کومی ښځی چي په تلوار یا غلا سپیده کار کړې وی.

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x