نړۍ

یمن: د اسلحې د ګودام په چاودنه کې لږ تر لږه 70 کسه وژل شوي

ali_abdullah_salihنن ټکی آسیا: د یمن په جنوب کې د ابین په ښار کې د اسلحې په یو ګدام کې د چاودني له امله لږ تر لږه 70 تنه مړه او په لسګونو نور ټپیان شوي دي.

چاودنه هغه وخت پېښه سوله کله چې د القاعدې جنګالیو پر دغه ګودام باندي قبضه وکړه، او غوښتل یې چې اسلحه او نور ذخیره ور څخه انتقال کړي.

عیني شاهدان وايی چې د القاعده جنګیالي په دې بریالي سوله چې د ګودام څخه 4 لاري اسلحه انتقال کړي.

ویل کیږي چې مړي او ټپیان ټوله د سیمي اولسي خلګ دي، چې غوښتل یې د ګودام څخه دوی هم اسلحه واخلي.

د راپور له مخي چاودنه په ګودام کې د ځینی چاودېدونکي باردو له امله شوې..

ددې تر مخه وسلوال کسان توانېدلي وه چې د جعار په سیمه کې د پولیسو یو مرکز ونیسي او خپل پاټکونه جوړ کړي..

دا پرمختګ په داسي وخت کي پيښيږی چې د یمن په غټو ښارونو کې د د یمن د پاچا علي عبد الله صالح په ضد په پراخه کچه لاریونه روان دي، او نومړي څخه غوښتنه لري چې نور حکومت پریږدي.

ددغو مظاهرو ځينو مشرانو ویلي چې علي عبد الله صالح په جنوب کې د خپلو پوځیانو او پولیسو مرکزونه کمزوري کړي دي، تر څو د القاعدې جنګیالي بریدونه پر وکړي، او ونيسي، دوی وايي په دې سره نومړي غواړي چې غرب ته دا روښانه کړي، چې یا به په یمن کې دده حکومت وي، او یا به القاعده دلته مسلطه کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x