افغانستان

ننګرهار کې د داعش وياند وژل شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۶مرغومی، ۱۳۹۷ل): افغانستان کې د داعش ډلې وياند د بهرنيو ځواکونو په هوايي برید کې وژل شوی دی.

د ګډ حکومت دفاع وزارت تائید کړې، چې د داعش ډلې وياند سلطان عزيز اعظم د سه شنبې په ورځ په ننګرهار کې په هوايي برید کې وژل شوی دی.

په ننګرهار کې د سېلاب قول اردو هم په خپره کړې خبر پاڼه کې د سلطان عزيز اعظم د وژل کېدو پخلی کړی دی.

خبر پاڼه زياتوي، چې سلطان عزيز د مرغومي په څلورمه په پچير اګام ولسوالۍ کې د ناټو ځواکونو په هوايي برید کې وژل شوی دی.

داعش تر اوسه په دې اړه په رسمي توګه څه نه دي ويلي.

داعش له تېرو څو کلونو راهيسې په ننګرهار او يو شمېر نورو ولايتونو کې وسله وال فعاليتونه پيل کړي، چې د ننګرهار په ګډون په ټول افغانستان کې د زوال پر لور روان دی، خو بيا هم په ځينو ځايونو کې بریدونه او  چاودنې کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

هغه داعشيان چي په درزاب كي د غلام دولت له لوري د طالبانو له گزاره وژغورل شول ، دوى خو ويل چي په دوى كي د داعشيانو قوماندان ، معاون يى ، مالي مسءول يى او وياند يى هم و ، نو ولي يى همهلته نه وژل چي الوتكي پسي را الووزيى او وژني يى .
يا دا چي د غلام دولت ويندويان دير احمق دي او يا داچي دوى فكر كوي چي نور احمقان دي هر سه چي دوى يى وايى نوربه يى ومني .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x