ټرمپ ته د عراق «پټ» سفر خوند نه دی ورکړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۶مرغومی، ۱۳۹۷ل): امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ عراق ته د خپل ناڅاپي پټ سفر پر مهال د امنیتي اندیښنو له امله خواشیني ښودلې او ویلي یې دي چې د امریکايي پوځیانو د کتلو لپاره لا هم په دغه هیواد کې دومره سخت امنیتي محرمیت د سختې خواشینۍ خبره ده.

په ټرمپ له ډیره وخته دا نیوکه کېده چې په بهر کې د امریکايي پوځیانو د لیدلو لپاره نه ځي، خو تېره ورځ په یو نااعلان شوي پټ سفر عراق ته ولاړ او هلته یې له میشتو امریکايي عسکرو سره وکتل.

خو نوموړي ته د خپل دغه سفر پټوالي او سریت خوند نه دی ورکړی او دا حالت یې د خواشینۍ وړ بللی. هغه د عراق په یوې امریکايي اډه کې د وینا پر مهال وویل:

«ډیره د تاسف خبره ده چې په منځني ختیځ کې د تریلیونونو ډالرو د مصرفولو وروسته بیا هم دغې سیمې ته د خوندي سفر لپاره دومره ټینګ سریت او سختو امنیتي احضاراتو ته اړتیا لیدل کیږي».

ټرمپ له واشنګټن څخه د شپې په داسې الوتکه کې هوا ته والوت، چې د امنیتي ملحوظاتو له امله یې ټول څراغونه مړه وو.

نوموړي وویل چې تر دې وړاندې یې عراق ته دوه سفرونه په دې خاطر لغوه شوي وو چې په اړه یې ګونګوسې خپرې شوې وې.

هغه زیاته کړه چې کله یې واوریدل چې د دغو امنیتي تدابیرو له تېرېدو وروسته به عراق ته رسیږي، نو ډیر یې چورت خراب شو.

نوموړي، چې له خپلې میرمن مانیلا سره یوځای تللی، وویل:

«زما وېره د خپل ځان په اړه نه وه، زه په حکومتي مشرتابه او په لومړۍ میرمن مانیلا ډارېدم».

په ورته وخت کې د عراقي چارواکو په ناخبرۍ د ټرمپ دغه نااعلان شوي سفر بېلابېل غبرګونونه راپارولي او د عراق د پارلمان یو شمېر غړو د خپل هیواد په ملي حاکمیت تیری بللی.

ډونالډ ټرمپ عراق ته د سفر په ترڅ کې له میشتو امریکايي عسکرو پرته له هیڅ عراقي چارواکي سره نه دي لیدلي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د