شپږ لوبغاړي چې په یو ورځنیو سیالیو کې يې ډبل سلیزې وهلې دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۶ مرغومی، ۱۳۹۷ل): په دې لیست کې د هند لوبډله تر ټولو مخکې ده چې درې لوبغاړو یې ډبل سلیزې وهلې دي، او د یو ورځنیو سیالیو ځانګړي ریکارډونه لري، په نړۍ کې ټولې ۸ ډبل سلیزې وهل شوي چې له مخې يې پنځه هندي لوبغاړو وهلې دي.

له دوی څخه یو روهیټ شرما، وریندر سیواګ او بل سچن ټنډولکر دی، روهیټ شرما لومړی لوبغاړی دی چې په یو ورځنیو سیالیو کې درې ډبل سلیزې وهلې دي، همدا ډول ټنډولکر د نړۍ لومړی لوبغاړی دی چې په یو ورځنیو سیالیو کې يې لومړۍ ډبل سلیزه وهلې ده، دلته د ټولو لوبغاړو لیست وړاندې کوو.

Related image

  • سچن ټنډولکر «Sachin Tendulker»

ټنډولکر چې په نړۍ کې د کرېکټ بادشاه په نوم مشهور دی، ځانګړي او یو شمېر ریکارډونه لري، نوموړی لومړی لوبغاړی دی چې په یو ورځنیو سیالیو کې یې ۴۹ سلیزې او ۹۶ نیمه سلیزې وهلې دي، دا ډول د کرېکټ په تاریخ کې لومړی لوبغاړی دی چې په یو ورځنیو سیالیو کې یې لومړنۍ ډبل سلیزه وهلې ده.

په ۲۰۱۰م کال کې د کرېکټ ماسټر سچن ټنډولکر د سویلي افریقا لوبډلې پر وړاندې په یو ورځنۍ سیالۍ کې ټنډولکر په داسې حال کې ډبل سلیزه ووهله چې لوبډلې یې لومړی توپوهنه کوله، نوموړي ډبل سلیزه په ۱۴۷ توپونو ووهله او د لوبې غوره لوبغاړی هم وټاکل شو. په دغه سیالۍ کې هند لوبډلې سویلي افریقا ته د ۴۰۲ منډو هدف ټاکلی و.

Related image

  • وریندر سیواګ «Virender Sehwag»

هندی توپوهونکی وریندر سیواګ په طبیعي توپوهنې او ځانګړي سټایل مشهور و، هغه به همیشه د پاڼۍ پېل په څلوریزې کاوه چې ډیر مشهور شوی و، سیواګ د نړۍ دویم لوبغاړی شو چې دویمه ډبل سلیزه یې ووهله.

«ویرو» په ۲۰۱۱م کال کې د ویسټ انډیز لوبډلې پر وړاندې په یو ورځنۍ سیالۍ کې د سچن ټنډولکر ریکارډ مات کړ او ډبل سلیزه یې ووهله، نوموړي په ۱۴۹ توپونو د ۱۴۶.۹۷ اکانومي ریټ سره ۲۱۹ منډې جوړې کړې، چې د هغه وخت تر ټولو زیاتې ذاتي منډې وې کوم چې بیا د روهیټ شرما په لاس مات شو.

Image result for 3 double hundreds in odi

  • روهیټ شرما «Rohit Sharma»

په ډبل سلیزه وهلو کې روهیټ شرما ځانګړی نوم لري، کله چې د دوه سلیزو خبره کیږي لومړی د روهیټ شرما نوم مخ ته کیږي، نوموړی د نړۍ لومړی لوبغاړی و چې په یو ورځنیو سیالیو کې یې زیاتې ۲۶۴ منډې جوړې کړې.

روهیټ شرما په ۲۰۱۳م کال کې د هند په بنګلور چیناسوامي لوبغالي کې استرالیا لوبډلې پر وړاندې لومړۍ ډبل سلیزه ووهله او ۲۰۹ منډې یې جوړې کړې، چې له برخې یې ۱۲ څلوریزې او ۱۶ شپږیزې وهلې دي.

«هیټ مین» د کرېکټ په نړۍ کې لومړی لوبغاړی دی چې په لومړي وار یې په یو ورځني سیالیو کې ۳ ډبل سلیزې وهلې دي، چې دوه واره یې په سرېلنکا او یو وار په استرالیا لوبډلې وهلې دي.

Related image

  • کریس ګېل «Chris Gayle»

کریس ګېل چې کرېکټ ته یې نوی روح ورکړ، او د سترو شپږیزو او چټکو منډو جوړولو ریکارډونه لري، هغه د نړۍ درېیم لوبغاړی و چې په یو ورځنۍ سیالۍ کې یې ډبل سلیزه ووهله.

د «یونیورس باس» په ۲۰۱۵م کرېکټ نړیوال جام کې د زمبابوې لوبډلې پر وړاندې ډبل سلیزه ووهله، نوموړي ۲۱۵ منډې جوړې کړې وې، په دې کې یې ۱۰ څلوریزې او ۱۶ شپږیزې وهلې وې، خو د پاڼۍ په وروستي توپ یې ویکټ له لاسه ورکړه.

Related image

  • مارټن ګپټل «Martin Guptill»

د نیوزېلنډ لوبډلې چټک تکړه اوپنر توپوهونکي مارټن ګپټل په ۲۰۱۵م نړیوال جام کې د ویسټ انډیز لوبډلې پر وړاندې ډبل سلیزه ووهله او ۲۳۷ منډې یې جوړې کړې، نوموړی د نیوزېلنډ لوبډلې لومړی لوبغاړی شو چې ډبل سلیزه وهي.

Image result for fakhar zaman double century

  • فخر زمان «Fakhar Zaman»

د پاکستان لوبډلې ځوان چپ لاسي توپوهونکي د زمبابوې لوبډلې پر وړاندې په ۲۰۱۸م کال کې ډبل سلیزه ووهله، نوموړی د پاکستان لوبډلې لومړی لوبغاړی شو چې ډبل سلیزه یې ووهله او د سعید انور ۱۹۴ منډو ریکارډ یې مات کړ.

نوموړي په لږ وخت کې زیات شهرت وموند، په ۲۰۱۷م کال چمپینز ټرافي پایلوبه کې د هند لوبډلې پر وړاندې په زړه پورې سلیزه ووهله او په دغه سیالۍ کې يې بریا خپله کړه، په دې سره پاکستان په لومړي وار د چمپینز ټرافي سیالیو اتله شوه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د