د طالبانو د سیاسي دفتر مشر شیرمحمد عباس ستانکزی او د ټرمپ خاص استازی زلمی خلیلزاد

په ابوظبي کې رښتیا څه تېر شول؟! / بشپړ جزئیات

نعمت میوند

د رواني میلادي میاشتې دسمبر پر 17-18 نېټه د متحده عربي اماراتو په ابوظبي ښار کې د طالبانو لوړپوړي پلاوي د زلمي خلیلزاد په مشرۍ له امریکايی پلاوي سره د دریو هغو هیوادونو داستازو په حضور کي چې د طالبانو حکومت یې په خپل وخت کې په رسمیت پیژندلی وو، غونډه وکړه، ترڅو د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو، د بندیانو د تبادلې او ملکي مرګ ژوبلي د پای ته رسولو پرسر خبري اتري وکړي.

یاده غونډه چې دوې ورځي یې دوام وکړ، د بندو دروازو ترشا ترسره شوه، چون میډیا ورته  لاس رسی نه درلود، ځکه یې په اړه زیاتره دروغ خبرونه چې له واقعیت سره یې هیڅ تړاو نه درلود؛ د ځینو مغرضو اشخاصو او کړیو لخوا په سیستماتیک ډول خپاره شول.

دا چي د مذاکراتو د مېز پرسر د بندو دروازو تر شا کوم موضوعات تر بحث لاندي ونیول شول؛ د ځینو معتبرو، هغو سرچینو په حواله غواړم د دې غونډي ځیني ناویلي حقایق ستاسو سره شریک کړم چي د غونډي د برخوالو سره یې ناسته کړې او د هغوی له خولې یې د غونډي جریان اوریدلی او ځیني یادښتونه یې ورڅخه ترلاسه کړي دي.

طالبان هلته څنګه ورسیدل؟

د طالب مرکچي پلاوي مشري د هغوی د سیاسي دفتر مشر شیرمحمد عباس ستانکزي کوله چي وار له مخه لا د غونډي ځای ته رسیدلی و، دا چي نور لوړپوړي طالب چارواکي بیا په کومو سفري اسنادو او د چا په الوتکه کښي تر ابوظبي ورسېدل؛ د پورته معتبري سرچینې په حواله یې حقیقت داسی دی:

د ابوظبي د غونډې پر تدویر له توافق وروسته د غونډي کوربه هیواد او نور ګډونوال هیوادونه په جریان کي اچول شوي وو چي د طالبانو پلاوي ته به د سفر او استوګني آسانتیاوي دوی برابروي.

د اماراتو لویه الوتکه او د طالب استازو ابوظبي ته راتګ:

د ۲۰۱۸م کال د دسمبر میاشتي پر۱۶مه نېټه مازیګر مهال ناوخته د متحده عربي اماراتو یوه لویه پرمختللي ځانګړي الوتکه چي ویل کیږي؛ یوازي د خاصو او معززو میلمنو  او ډپلوماټانود تګ راتګ لپاره کارول کیږي؛ د ابوظبي د هوایي ډګر پر ځغاست لیکه کښیناسته.

دا الوتکه کي یوازي طالب چارواکو ته ځانګړې شوې وه، چي پکښي د طالبانو د مشرتابه د دفتر مشر مولوي امیرخان متقي، د طالبانو د سیاسي دفتر غړی ملامحمدعباس اخند، ډاکتر فقیر، او مولوي حماس شامل وو.

د سرچینو په حواله طالب دیپلوماتانو له ځان سره پاسپورټونه نه درلودل بلکې هغوی په ځانګړې توګه راغوښتل شوې وو او دا کار اماراتو پرغاړه اخیستی و لکه وروسته چي به تاسو ته د ملا محمد فاضل او ملاخیرالله خیرخواه په اړه هم معلومات وشي.

د دوی د استقبال لپاره د اماراتو ځیني چارواکي هوايي ډګر ته راغلي وو، هغوی د هوایي ډګر ځانګړي تالار ته رهنمایي شول، هلته یي په عربي قهوه او خرما میلمه پالنه وشوه دا چي د مازدیګر د لمانځه وخت و نو طالب استازو همدلته د مازدیګر لمونځونه ادا کړل.

د سعدیات په جزیره کې د «The St. Regis» په نامه هغه هوټل چیري چې د امریکایانو او طالبانو تر منځ مذاکرات وشول او درې هیوادونو د ناظرینو په حیث ګډون په کښي وکړ

تر لمانځه وروسته په ځانګړو مرمۍ ضد موټرانو کښي د سمندر غاړې  یوه پنځه ستوریز هوټل  ته ورسیدل او هلته یې هم دروند استقبال وشو، په سبا ورځ همدلته مذاکرات پیل شول، په لومړۍ ورځ طالبانو د سعودي عربستان او متحده عرب اماراتو د مسؤلو چارواکو سره په جلا جلا توګه مجلسونه وکړل او د ورځي په پای کي د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکایي پلاوي سره د تعارفي مجلس لپاره کښیناستل.

دا چې ځیني خلکو په دروغو راپورونه ورکړي چې د طالبانو استازي په پاکستانۍ الوتکه کي د پاکستاني چارواکو سره ابوظبي ته راغلي؛ دا راپورونه حقیقت نه لري ځکه چي د ابوظبي د غونډي وړاندي د افغانستان، پاکستان، اماراتو او سعودي عربستان د استخباراتي چارواکو ترمنځ غونډه ترسره شوې وه چي د کابل څخه د ملي امنیت د مشاور حمدالله محب په مشرۍ ځینو چارواکو ګډون پکښي کړی و، پاکستاني چارواکي لا له وړاندي د همدې غونډي لپاره ابوظبي ته رسیدلي وو او هلته د راتلونکي غونډي په انتظار وو.

که فرضاً د طالبانو استازي په پاکستانۍ الوتکه کي تللي وي نو آیا دا پردې دلالت کوي چي طالبان د پاکستان تر تسلط لاندي دي؟ اوس هم ابوظبي ته طالبان په خپله الوتکه کي نه دي تللي بلکې د اماراتو په ځانګړې الوتکه کي د ځانګړو امتیازاتو سره لکه د پاسپورټ او ویزې نه شتون سره هلته تللي نو آیا طالبان اوس د اماراتو غلامان شول؟ یا دا چي په قطر کي اوسي او قطر ورته آسانتیاوي او امتیازات ور کوي نو طالبان د قطر غلامان شول؟

زه فکر کوم طالبانو یو داسي لوړ موقف غوره کړی چي د امریکا په څېر ستر ځواک د هغوی سره د خبرو اترو لپاره هرڅه ته تیار شوی دی ان تردې چي خپل قوانین هم ورته ترپښو لاندي کوي او ځانګړي امتیازات ورکوي لکه ملافاضل او خیرخواه ته د قطر هیواد څخه بهر د سفر اجازه ورکول.

نو تاسو څه فکر کوئ هغه هیوادونه چي شپه او ورځ امریکا ته لاس پر ځیګر ولاړ وي هغوی به ځانګړي امتیازات نه ورکوي بلکه اوس هر هیواد دې ته لیواله دی چي د طالبانو سره اړیکي جوړي کړي او طالبان هم باید دغه فرصت له لاسه ورنکړي ځکه چي پر یو هیواد حکومت کول د نورو هیوادونو او په ځانګړې توګه له ګاونډیانو سره له ښو اړیکو جوړولو پرته ناشونی کار دی.

د ابوظبي په غونډه کښي د قطر هیواد موافقه:

داسي انګیرل کیدله چي د ابوظبي غونډه به د طالبانو او قطر ترمنځ اړیکو باندي منفي اثر وکړي. ځکه چي یو خو د قطر او متحده عربي اماراتو دښمني اوج ته رسیدلې او بل په دې غونډه کښي سعودي عربستان هم ګډون درلود چي د قطر هیواد د منزوي کولو اصلي لوبغاړی شمېرل کیږي، بل دا وېره هم وه چي قطر هیواد به ونه غواړي چي د غونډې د کوربه توب امتیاز امارات ترلاسه کړي.

خو د پورتنۍ سرچینې په حواله واقعیت دا دی چې طالبانو د ابوظبي د غونډي تر دایریدو وړاندي ګډونوالو هیوادونو ته دا یادونه کړي وه چې د دې غونډې پر دایریدلو به د قطر رضایت حتمي خبره وي، نو مقابل لوري او ګډونوالو هیوادونو قطر په کلي ډول په جریان کې اچولی او د هغه رضایت یې ترلاسه کړی وو. ګویا طالب پلاوی د قطر په خوښه هلته تللی و.

بله مهمه خبره دا ده  چې طالبان ځان په دې مجبور نه ګڼي چي همېشه به د یو ځانګړي هیواد په غوښتنه او خوښه هلته غونډي ترسره کوي بلکې چېري چي یې زړه وغواړي هلته به خپلي غونډي جوړوي، لکه څرنګه چي د پاکستان هم امید و چي غونډه اسلام اباد کي وشي خو طالبان په یو داسي هیواد کښي غونډي ته اماده شول چي وړاندي یې سیاسي مبصرینو وړاندوینه نه وه کړي.

د ملا محمد فاضل او خیرالله خیرخواه د سفر ستونزه څنګه حل شوه؟

طالبانو خپل د قطر دفتر ديپلوماتیک پلاوي ته هغه پخواني طالب چارواکي هم ور ضم کړي چي تر یوه لسیزه زیات کلونه یې په ګوانتانامو زندان کښي تېر کړي، هغوی د ګوانتنامو زندان څخه تر آزادیدو وروسته ټول وخت په قطر هیواد کښي اوسیدل او کوم سفر یي نه و ترسره کړی او تیر کال یې پاسپورتونه تر لاسه کړل خو بیا هم هغوی ته لا د سفر کول آسانه نه و، دا ځل د ابوظبي په غونډه کښي طالبانو امریکایان دې ته مجبور کړل چي ترخپل دې قانون تېر شي او دا بندیز مات کړي.

د طالبانو مرکچي پلاوی

د دسمبر میاشتي پر ۱۷مه نېټه له امریکایانو پرته د اماراتو، سعودي او پاکستاني چارواکو سره ناستي پیل شوې خو د امریکایانو سره طالبانو ناستي وځنډولې ځکه چي ملا فاضل او ملاخیرالله خیرخواه ته د قطر هیواد څخه د وتلو اجازه نه ورکول کیده، طالبانو امریکایانو ته ویلي و که هغوی ته اجازه ورکوئ موږ مذاکرات درسره کوو که نه وي دا غونډه معطله ده. په پای کي امریکایان مجبورشول چي د غرور له هسکو راکښته او د طالبانو خبره ومني نو ځکه یې دغه دوه پخواني بندیانو ته د سفر اجازه ورکړه. هغوی د سمبر ۱۸مه د سهار لس بجې ابوظبي ته ورسیدل او هلته د خپلو ملګرو سره یوځای شول.

کیدای سي طالبانو هم موقع غنیمت ګڼلې وي او په دې توګه یې د خپلو پنځو لوړپوړو چارواکو لپاره د سفر مخ خلاص کړ، د طالبانو حرکتونو ته په کتو سره په هره غونډه کي خپل اسلامي امارت او مشرانو ته د نړۍ په کچه مشروعیت ورکوي او امریکا هم د ډیر مجبوریت له امله د طالبانو غوښتنو ته مثبت ځواب وایي.

د غونډي لومړۍ ورځ

د پورتنیو سرچینو په حواله په لومړۍ ورځ تر مازدیګر پوري د اماراتو او سعودي عربستان د چارواکو سره بیلابېلي ناستي وشوي، په ناستو کښي طالبانو تر ډیره بریده د دغه دوو هیوادونو پر اعتماد راجلبولو باندي تمرکز وکړ.

تر دې وروسته کله چې د قطر دفتر د پاتي غړو د سفر ستونزه حل شوه، طالب پلاوي هم امریکایانو سره د ناستي موافقه وکړه،او بیا طالبانو پخپل منځ کي سلا مشورې وکړي، پر حالاتو وږغیدل او د آینده ناستو لپاره یې کړنلاره جوړه کړه.

د غونډي دوهمه ورځ بحث څنګه او پرکومه اجنډا پیل شو؟

د سرچیني د شخصي یاداشت له مخي د غونډې د یوې برخي دلچسپ او توند بحث هلته پیل شو چي شیر محمد عباس ستانکزي په خپلو خبرو کي وویل:  افغانان اسلامي نظام غواړي که په هره بڼه وي خو خارجي مداخله به نه وي، مونږ تاسې ټولو اړ خونو ته وایو چې مهمه موضوع د بهرنیانو وتل دي، تر انخلا مخته هیڅ هم ممکن نه دي.

ستانکزي صاحب زیاته کړه: غواړم یوه خبره دا هم اضافه کړم تاسو به  له رسنیو اوریدلي وي چې په هیواد کې چاپې او شپني عملیات زیات شوي دي او دا عملیات ټول پر ملکي وګړو تر سره کېږي او زمونږ ښځې ماشومان وژل کېږي او حتی پوره کلي له منځه ځي، نو ښاغلی خلیل زاد! دا د ملکیانو هدف ګرځول باید بند شي.

خلیل زاد وویل:  که چیري د افغان حکومت هیئت په دې مجلس کې وای، ښه به وای، چي ځواب یې ویلی وای ځکه عملیات هغوی کوي، ملکي تلفات چې زه ورسره شخصا مخالف یم، خو اکثره ملکي تلفات فدایي او موټر بمونو په سبب هم منځ ته راځي. متحده ایالات چې کوم عملیات پلان کوي په هغو کې پوره کوشش کوي چې ملکي تلفات رامنځ ته نشي.

خلیلزاد وویل:  طالبانو تاسې غواړئ چې بهرنیان ووځي نو په مقابل کې تاسې څه راکوئ ؟

په ځواب کې یې د طالب پلاوي یو بل غړي مولوي امیرخان متقي وویل:  ښاغلی خلیل زاد! مونږ تاته یواځې دراتلونکي افغانستان په اړه اطمنان درکولای شو نور خو زمونږ سره هیڅ هم نشته ځکه هرڅه تاسو رانه اخسیتی دي. وطن، کور، کلي او امن تاسې را څخه وړي دي، د فضا او ځمکي اختیار تاسو غصب کړی، موږ اوس له تاسو همدا خپل حق غواړو. ته که زموږ هیواد ته راځې نو مهرباني وکړه په نظامي جامه کې نه، بلکې په دیپلوماتیک او تجارتي جامه کې راشه.

ښاغلی خلیل زاد، له افغانانو سره جدي پوښتنه ده چې د مذاکراتو له پیلولو سره هم مهاله، امریکایانو خپل بمبارونه تیز کړي، آیا دا د سولې معنا لري که د سولې د سبوتاژ کولو، داسي خو به نه وي چي امریکا یان په خپل کور کي په دوو برخو ویشلي وي چي یوه برخه سوله او مذاکرات غواړي بله برخه یې مخالفه وي او یا هم د کوم فشار اچولو په غرض؟  دا خو دا مطلب چې تاسې سوله نه غواړئ؛ که هدف مو له بمبار تیزولو  فشار اچول وي نو آیا دا 17 کلونو ستاسو فشارونو کومه نتیجه ورکړې؟  که ځواب مو منفي وي نو کامیابه خلک کله هم ناکامې تجربې نه تکرار وي، زه چې راتلم موږ ته  د خپل اولس له منځه په سلګونو پیغامونه راغلل چې د امریکایانو د بمبار شدت د مذاکراتو نتیجه ده ځکه امریکایان غواړي د فشار له لاري څه تر لاسه کړی.

خلیل زاد : نه دا بمبار مونږ نه کوو دا د افغان دولت عملیات دي، د هغوی په خوښه ترسره کیږي.

د طالبانو د مشرتابه د دفتر مشر مولوي امیرخان متقي

متقي:  افغان دولت ته خو طیاري، بمونه او د تخریب وسایل تا ورکړي دي، که تاسې ته  د وروستیو عاموژنو او تخریبي عملیاتو معلومات نه وي مونږ کولای شو چې زمینه برابره کړو ترڅو هلته خبریالان ولاړ شي د بشر حقوقو ډلې ولاړي شي او کره معلومات راوړي.

پرون په هلمند ګرمسیر کې پوره بازار تخریب او وسوځول شو، هغه بله ورځ په کنړ کې پوره کلی سره له وګړو له منځه یووړل شو،تر دي مخته دهلمند په ګرمسیر ولسوالۍ کي د یوه کور ټول 24 وګړي په دې شهیدان شول  چي دکور مخته یې په سرک یو نظامي طالب د لیږ وخت لپاره دریدلی او له چاسره غږیدلی و. موږ د دې ټولو  پیښوثبوتونه او ویډیو ګانې لرو او کولای شو چې همدا اوس یې تاسې ته درکړو. (د یادونې وړ ده چې د ملکي تلفاتو د موضوع له یادیدیو سره هم مهال طالبانو د مجلس په ټولو ګډونوالو هغه په انګلیسي ژبه لیکل شوی مستند راپور هم وویشه چې د افغانستان په لراوبر کې وروستۍ پیښې په کې یادې شوې وې او له وړاندې ترتیب شوی و)

متقي صاحب  زیاته کړه: زموږ نظر تاسو په حوصله سره واورئ، مونږ  په راتلونکي کې له افغانستانه  امریکا ته د هر قسمه ضرر رسولو مخنیوي ته تیار یو او تاسې ته ډاډ درکوو، مونږ اوس هم د افغانستان ٪70 سلنه خاوره باندې حاکمیت لرو،  که مو له افغانستان څخه د باندې چا ته ضرر رسولای؛ نو له دې ٪70  مو هم رسولای شوای؛ خو مونږ خپله پالسي لرو، دګاونډیانو او نړیوالو سره ښې اړیکې غواړو او موږ د قضیې د آساسي حل په لټه کې یو.

ښاغلی خلیل زاد ! ته د امریکا د  استاځي په حیث پر افغان اولس او امریکایانو دواړو رحم وکړه، افغانان ستاسې په حملو کې شهیدانیږي او امریکایان د افغانانو په حملو کې وژل کیږي، زما پر دې وړاندیز تاسو غور وکړئ او مونږ هم پرې غور کوو؛ یو بام ته د ختلو لپاره یو دم بام ته ټوپ نه وهل کېږي بلکې په زینه کې قدم په قدم څوک ختلای شي راځی چي یوه معقوله او ممکنه لاره ولټوو.زمونږ  سوله خوښی ملت ستاسو د بــ 52   الوتکو په مټ اشغال دې ته مجبوره کړی چې له تاسې سره سخته جګړه وکړي، مونږ واقعاً سوله او امن غواړو.

خلیل زاد وویل:  په ډېر احترام او درناوي تاسو ټولو ته، هغه څه چې تا وویل، هغه مونږ اخیري منزل ته رسوي، مونږ په دې لاره کې ډېرې قربانۍ ورکړي دي، دراتلونکي په اړه باید اطمینان راکړل شی.

دخبرو په بل پړاو کي خلیلزاد د امریکایي پوهنتون د دوو استادانو خبره یاده کړه چې د ده په خبره طالبانو اختطاف کړي دي. طالب استاځي ښاغلي ستانکزي وویل: د بندیانو خبره مهمه ده، د دوی دوه کسان بندیان دي دوی یې اختطاف شوي بولي او زمونږ شل زره کسان اختطاف شوي هغه هم باید راخلاص شي، زمونږ په کورو هره شپه چاپې د افغان او امریکایي ځواکونو له خوا باید ودرولي شي، مونږ تبا دلې ته تیار یو، باید چې ښاغلی خلیلزاد د بندیانو تبادلې ته توجه وکړي، هلته ډېرداسې بندیان شته چې د بند موده یې پوره شوې، او ډېر داسې دي چې د ډېر عمر لرونکي دي او ډېر نور مریضان شته، او ډېر داسې هم شته چې هیڅ دوسیه هم نلري مونږ خواهش لرو چې په دې برخه کې پرمختګ وشي.

بله موضوع تورلیست باید ختم شي، د تورلیست مشکل پرون تاسې ولېد، چي حتی زمونږ مذاکراتي ټیم ته هم د راتګ اجازه نه ورکول کېدله، دا غټ مشکل دی آینده هم شاید په مذاکراتوکي خنډ وي.

د صلحې کیلي له خلیل زاد سره ده، هغه باید دا کیلي را وباسي او دا چې دا مذکرات باید د 17 کلن جنګ د اختتام لپاره وي، نه دا چې له دې نه یوه تجارتي پروژه جوړه شي، چې هر څوک خپلې ګټې په کې لټوي، موږ په تمامه معنی حاضر یو چې سوله راشي، البته معقوله او تلپاتي سوله، د دې لپاره ترهرڅه وړاندي د بهرنیانو انخلا حتمي ده وروسته بیا بین الافغاني مذاکرات.

مخکې مو هم ویلي، اوس هم وایو او بیا به هم ووایو چې د امریکا حضور په افغانستان کې نه منو، چې یو عسکر هم موجود وي سوله نشي راتلای، له انخلا پرته یو مشکل هم نه حل کېږي، اوس ترهرڅه وړاندي موږ او تاسو باید پر انخلا خبرې وکړو.اساسي خبره انخلا ده. د بندیانو تبادله، تورلیست ختمول او د دفتر رسمیت دا کارونه باید د باور جوړوني لپاره وشي.

موږ دمقابل لوري په بندیانو مصرف کوو، تداوی یی کوو، ښه خوراک ورکوو، خو مقابل لوري زمونږ په بندیانو  مصرف نه دی کړی، او خصوصا هغه بندیان چې یو قانون یې هم په بند کې د ساتلو اجازه نه کوي؛  باید ټول بشري حقوقو ته توجه وکړو، مونږ له تېر کوچني اختر وروسته ډېر بندیان خلاص کړي، په فراه، غزني، هلمند او نورو ولایتونو کې، حتی چې د دوی یو مکمل کنډک اسیران مو خوشې کړي دي اوس  نو  دوی هم باید زموږ اسیران خوشې کړي.

ورپسې خلیل زاد وویل: غواړم څو ټکی واضح کړم، پوهیږم چې طالبان د امریکا له حضور څخه اندېښنه لري، د انخلا مهال وېش باید وټاکل شي او د تروریزم تضمین هم وشي، او مونږ هم تضمین غواړو، زمونږ مشر(ټرمپ) هم همدا خبره کړې ده.

ورپسي طالب استاځي وویل: د تروریزم ضمانت کول ستاسې سور خط دی او انخلا زمونږ سور خط دی، باید تمرکز پرې وکړو نور بعدي مسایل دي.

سرچینه وایې چي مجلس ډیر اوږد و او ټولی برخي یې ما پوره تعقیب نکړای شوې، ځینې خبرې دمحرمیت به خاطر هم د نشر وړ نه دي. پای

2018 / 12 /    27

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
5 د تبصرو شمېر
6 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

د ګیری بریتونو کنترول په باره کی څنګه فیصله وشوه؟نور خو موږ ټول پوهیږو،چه هم امریکا او هم طالیبانو په ولس داسی ظلمونه کړی چه د لیکولو نه دی؟
د دا ښځی حقوق او نجونو مکتبونه طالیبانو څه وویل؟
دا بازار کی چه یوازی ښځه ولیدله شی ،برق کیبل به خوری کنه؟
په نوی کال کی به په دا ،کیبلو ،ګیرو،بریتونو،پتلونونو،هندوانو کالیو، د خلیل زاد او طالیب مرکه دا وار د لیڼګراد کی(د لینین قبر په خوا کی)

محمد
میلمه
محمد

طالب پراولس ظلم ندي کړي
نه طالب ظالم دي طالب دخاوري اواسلام ده دیفاع لپاره سرښندونکي مجاهددي چي دنړي کبرجنه امریکائي دخبرومیزته راکښته کړه
زمافکرتاته دطالب اسقلال اوشهامت دزغملووړندي
نه زه طالب یم یم اونه حکومت خودرشتني وطن پال په حیث دطالب دیفاع پرځان لازم کڼم
داجري اداري ظلم اووحشت ته سترګي نه وراړه وي لږدقبرسوچ وکړه حکومت اوطالب په ښه نه درځي خپل ایمان اوتقوا

محمد طیب شریف
میلمه
محمد طیب شریف

طالب استازو ڈیری معقولی خبری کڑی

بیلتون
میلمه
بیلتون

غمی پشتین ، که تاسی کوم انګریز یا امریکایی ژباړن نه یاست او نه د پخوانی کمونستانو او نشلستانو له ډلی یاست نو بیا دی اعصاب پوره له لاسه ورکړی ستاسی شاهدی هم د منلو وړ نه ده پاتی لا تبصری او ارزونی ، ستاسی خپلوانو ته زما وړاندیز دی چه تاسی میلی صاحب زیارت ته بوځی او هلته دی تر هغی تر ونی پوری وتړی چه سم شی او که نه نور خلک دی له شره وزغورل شی

لونګ
میلمه
لونګ

دا غمی پښتین خو حقیت خبری کړی ولی درباندی بده ولګیده؟ کومه خبره یی دروغ ده را ویښیه؟ دا هغه تیره ورځ په کابل کی د فواید عامی په وزارت کی چی انتحاری حملی وشوې د وزارت په ورکتون کی ۱۳ ښځی او ماشومان په بیرحمانه ډول چا ووژل؟###

Karwan
میلمه
Karwan

غميه اوس دواضيح ګړه، چه واقيعأ يو افغان دوښمنه او ډير ### انسان ئي، ### دخداي د وي پرتا. کاروان

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

میوند صاحب میوند صاحب السلام علیکم و رحمته الله وبرکاته ! لمړی ځل دی چه زه ستاسی په شان د خوږی ژبی لیکونکی او د کماحقه حقایقو راټولوونکی مومم، زه ډير نیکمرغه یم چه ستاسی په شان ښه مسلمان ورور د لیکنو او حقایقو ویلو سره مخ کیږم. که زمینه مساعد شی او ستاسی ایمیل ولرم او یا زما ایمیل د نن ټکی اسیا له ورونو واخلی ( زما ورته اجازه ده چه تاسی ته یی درکړی ) تر دی به لا زیاتی د زړه خوالی سره شریکی کړو . ستاسی د لیکنی هر پروګراف چه می لوستلو له ډیری… نور لوستل »

لونګ
میلمه
لونګ

راپور خو خورا لوی دی په هرصورت. که طالب د سعودی يا د اماراتو په طیاری کی راغلی وی،خلګ وایی چی له کوم ځینه راغلل؟ له افغانستان څخه یا له پاکستان څخه؟ دوهمه خبره: وایی پدی مجلس کی د آی اس آی مشران لکه جنرال حسن، عبدالله او مجیب عبدالرحمن هم برخه درلوده چی د هغوی په اشاره طالبانو د کابل هییت سره خبری ونکړی. تاسو د موضع ته هیڅ اشاره ونکړه. یوه بله خبره: د طالبانو او د بی رحمه حکومتی قاتلونو تر منځ څه فرق دی؟ حکومتی وحشیانو په کنړ او په هلمند کی کلیوال او ماشومان شهیدان… نور لوستل »

زمان زیارمل
میلمه
زمان زیارمل

د الله ج قدرتونه دی د لوی او پیاوړو دشمنانو لکه روس او امریکا سره په څنګ کی یی داسی دشمنان هم خلق کړی چه په قوی مایکروسکوپو کی ایله که تشخیص شی او حتی داسی موجود دی چه د ځينو خصوصیاتو له مخی مړو او د خینو له مخی په ژوندو کی شمیرل کیږی یعنی د وینی امینو اسید دی کله یوه او کله بل حالت ته بدلیږی ځينی یی د معالجی وړ او ځینی د معالجی وړ هم نه دی . په هر صورت، مونږ د نن ټکی اسیا پاڼه کی فکر کوم یو یا دوه وایروسونه وردننه… نور لوستل »

جميل
میلمه
جميل

جزاكم الله خير د هغو افغانانو چي سه وسوسى يى درلودى اوس به يى وسوسى كمي شوي وي إنشاءالله . خو هغه چي ذاتاًً په وسوسو او شيطانت كي دوب دي د هغو به د افغان پدى إيمان او غيرت زره چاودلي وي . هغه چي سه نا سه ايمان او غيرت پكي وي دير د خوشحالى احساس به يى كريوي او نور به يى لا پر اسلامي امارت داد او اطمينان دير شوي وي . پدى وزينه پانه كي پوه افغانان شته چي شى مقالى او تبصري ليكي خو زه خپله خبره كوم چي : سه چي كوو ،… نور لوستل »

عبدالولی (فهیم)
میلمه
عبدالولی (فهیم)

ماشاالله داخو ډیر د ویاړ وړ خبره ده چی د امارت استازو داسی په ډیر غیرت او جرعت سره ټول مسایل مطرح کړی دی انشاالله دا شیطانه امریکا او غلامان به یی الله (ج) شرموی او نصرت به د امارت د مجاهدینو وی.
اوس نو د اسلامی امارت استازوته پکارده چی همداسی په خپل عهد او پیمان ټینګ ودریږی ځکه چی دټول مظلوم افغان ولس سترګی دوی ته دی چی د خدای په توکل به مو د امریکایانو او د غلام دولت له ظلمه خلاصوی.
د اسلامی امارت د استازو د لا بریاوو په هیله.