سعودي پاچا د بهرنيو چارو وزير په ګډون په کابينه کې پراخ بدلون راوستی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۶مرغومی، ۱۳۹۷ل): د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزيز د بهرنيو چارو، تعليم او کلتور وزارت په ګډون د کابينې په يو شمېر وزیرانو کې بدلونونه راوستي دي.

د سعودي له شاهي ماڼۍ په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې ابراهيم العساف به د عادل الجبیر پر ځای د بهرنيو چارو وزير وي او ښاغلی جبیر د بهرنیو چارو وزارت لپاره د دولت وزير شو.

له شاهي ماڼۍ په خپره شوې اعلاميه کې د اولمپيک او سپورټ وزیر ترکي آل الشيخ پر ځای عبدالعزيز بن ترکي الفصيل ټاکل شوی دی.

عبدالله بن بندر د ملي ځواکونو مشر، مساعد العبيان د ملي امنيت سلاکار او جنرال خالد بن قرار الحربي د ملي امنيت رئیس  ټاکل شوی دی.

د وزيرانو سربېره د يو شمېر سيمو امیران له هم له د ندو ګوښه کړای شوي دي.

سعودي پاچا په کابينه کې دا بدلونونه په داسې حال کې راوستي، چې د سعودي  حکومت د خبريال جمال خاشقجي د قتل او يمن جګړې له امله تر سختو نړيوالو او سيمه ييزو فشارونو لاندې دی، خو تر اوسه دا نه ده روښانه، چې دغه بدلونونه له يادو فشارونو سره کومه اړيکه لري که نه.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د