افغانستانخبرونه

حکومت ته د حنیف اتمر ګواښ: که ټاکنې وځنډېږي، په هیواد کې به پراخ بحران رامنځته شي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۶مرغومی، ۱۳۹۷ل): د ولسمشریزو ټاکنو احتمالي نوماند او د ملي امنیت شوراء پخوانی سلاکار محمد حنیف اتمر وايي، د حکومت د کمزورې رهبرۍ او ناسم مدیریت له امله هیواد په بد حالت کې قرار لري، که ولسمشریزې ټاکنې وځنډېږي دا به هیواد نور هم د بحران لوري ته بوزي.

د حنیف اتمر له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې «دغه واقعیت ته په پاملرنې سره چې د حکومت لاسوهنې او مهندسۍ د ولسي جرګې انتخابات د بحران لوري ته بوتلل، د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د حکومت هر ډول ښکیلتیا به په هیواد کې ډیر ژور او پرخ بحران رامنځته کړي».

نوموړی د ټاکنو ځنډول غیر اصولي او د ډیموکراسۍ له اصولو سرغړونه بولي او زیاتوي «حکومت د ټاکنو په خپلواک کمېسیون سیاسي فشار اچوي څو د ولسمشریزو ټاکنو موضوع شاته وغورځوي».

ده همدا راز د ټاکنو د کمیسیون په بې طرفي شک څرګند کړی او په هغوی یې غږ کړی چې د پردې تر شا دې سیاسي معاملې نه کوي او خپله بې طرفي دې وساتي.

یاده دې وي چې تېره ورځ د ټاکنو خپلواک کمیسسیون ولسمشریزې ټاکنې تر اعلان شوې مودې درې میاشتې نورې هم وځنډولې، د کمیسیون د غړو په وینا چې دا کار یې له سیاسي ګوندونو او ښکیلو اړخونو سره تر مشورې وروسته د ټاکنو د سمې رهبرۍ او مدیریت په موخه کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

دا ډرامې نوري نه چليږي ، بسترې مو باروی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x