افغانستان

سید اکبر اغا: د ۷ زره امریکايي عسکرو وتل سولې ته زمینه برابروي خو سوله نه راولي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۶مرغومی، ۱۳۹۷ل): د افغانستان د خلاصون شورا مشر نن د پنجشنبې په ورځ په یوې غونډې کې وویل چې د امریکا هغه پرېکړه چې له مخې يې اوه زره امریکايي عسکر له افغانستان څخه ایستل کیږي، د سولې لپاره زمینه برابرولای شي خو تضمین یې نشي کولای.

نوموړي وویل چې تر څو د بهرنیو ځواکونو د بشپړ وتلو پرېکړه نه وي شوې، تر هغو سوله یوازي یوه معما ده، چې خلک په کښي خپل شخصي ګټې او منافع لټوي.

نوموړي وویل چې سوله هغه وخت راتلای شي چې کله واک افغان ملت ته وسپارل شي او هغوی په یوه اتفاق سره د اسلامي معیارونو پر اساس پرېکړې وکړي.

نوموړي دغه خبرې د خلاصون شورا په هغه غونډه کې وکړې چې نن د پنجشنبې په ورځ د قومي مشرانو، دیني عالمانو او نورو سیاسي او ملي شخصیتونو په ګډون جوړه شوې وه.

د خلاصون شورا مشر وویل چې دوی د سولې لپاره د ښکېلو لوریو تر منځ د منځګړیتوب لپاره د علماو او سیاسي څیرو په شمول یوه تګلاره جوړه کړې، چې د ټولو اړخونو سره یې شریکه کړې.

نوموړي په هیواد کې د ملکي تلفاتو روان بهیر ته په اشاره وویل چې د مخنیوي غوښتنه یې کوي او په ټینګار سره وايي چې باید مخنیوی وشي او بمبارۍ ودرول شي تر څو د سولې لپاره ژمنتیا وښودل شي او باور را منځته شي.

نوموړي همداراز د بندیانو وضعیت ته په اشاره وویل چې په لومړي ګام کې باید د هغوی سره انساني چلند وشي، بې ګناه بندیان او هغه چې قیدونه یې پوره شوي، په لومړي قدم کې باید خوشي شي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
هلمندوال

دا اکبر آغا دونه ښه سړی دی چی توبه. نه درواغ وايي، نه سوء استفادې کوي، نه له خلکو څخه د هغو د بنديانو د راخوشي کولو په بدله کي پيسې اخلي، نه يې ستر ستر بلډينګونه جوړ کړي دي، نه د بهرنيانو سره پټي اړيکي ساتي. بې چاره په کابل کي له اقتصادي او نورو ډول ډول ستونزو ډک ژوند تېروي. په لوی عالم توب کي خويې د يوې ولسکيزي شک نسته. بلکي پیرخانه هم دی.د طالب توب سوابق لري، د جيش المسلمين مشر هم دی او د افغانستان د خلاصون شورا مشر هم ، خو بيا هم دا… نور لوستل »

Adam Khan

Sallam Agha Saib
Yap, that is correct. Afghans are after a free Afghanistan, an Islamic state and to love neighbours. If there is one soldier of a western or eastern country the peace will never return. Afghans are the only humans that Allah has honoured them with the genes of freedom.

Teet me ma bola, ghozang rabandi ma krah
za pa de oftadagai ki lwee garang yamah

بسم الله

ځینی کسانو ته حیرانتیا په کار ده، چه د شو او بدو ټولو په اړه منفی نظر لری او یا ښه هم د بدو سره په یوه تله کی راولی چه د خلکو ترمنځ سو ظن یا بدګمانی رامنځته او هغه ښه کس هم د دخلکو په نزد بدنام او یا هغه کس ناهیلی شی. مونږ سیداکبر اعا یو ځل د هغه په کور کی لیدلی یو ماشام ډوډی مو سره په ګډه وخوړله او د هغه نظریات مو واوریدل ، کور یی هم ډير عادی کور وو یعنی نه دیر غریبانه او نه ډیر مستانه کور وو د کور… نور لوستل »

هلمندوال

ګرانه بسم الله جانه ! زه د دغه سړي سره د يوې ذرې شخصي ستونزه هم نه لرم او نه د استعمارګرو کفارو او د هغو د ذبونو ګوډاګيانو له پلويانو څخه يم، مرګ پر استعمار ګرو، د هغو پر ګوډاګيانو او د هغو پر پټو او ښکاره معاش خورو او بې معاشه پلويانو! خو دا خبره مي واوره چي په افغانستان کي ټول ملي خاينين، استفاده جويان او جنايتکاران ايله چي څلور سوه تنه وي. خو دغو څلورو سوو ارذالو هم په افغانستان کي استعمارګرو ته د افغانستان د نيولو، ټوکر ټکر کولو او چنګيزي ظلمونو کولو زمينه برابره… نور لوستل »

عباس

تر هر څه وړاندي د نن ټکئ اسیا ادارې او درنو لوستونکو ته درناوی. محترم اکبر اغا ښه خبري کړي او کوي یې. دا یې ښه کار دئ. په ښه خبرو باندي د سړي شخصیت ښایسته کیږي. که څوک بیعقلي او ناسنجول سوي خبري کوي نو که د ډکټوراوو او لیسانسونو امیل یې هم په غاړه وي خلګو ته سپکیږي. موږ د محترم اکبر اغا څخه تر خبرو زیات یو څه د عمل توقع لرو. دئ په عوض ددې چي د سیاسي بندیانو د ازادولو غوښتني وکړي،باید سیاسي بندیانو ته هغه چینل یا لاره وروښيي، په کومه لاره چي دئ… نور لوستل »

محمدامین زاهد

اکبر اغا یو ریشتینی افغان دی چی سولی لپاره کار کوی

Back to top button
6
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x